• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې دفاع وزیر: له منځني ختیځ څخه افغانستان ته د وسله‌والو لېږد دوام لري

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۵۸ GMT+۱

د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو غونډې ته ویلي، چې له منځني ختیځه د ترهګریزو افکارو خپرېدل او افغانستان ته د وسله‌والو لېږد دوام لري.

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دوامداره نا امني د شانګهای همکارۍ سازمان په سیمه کې د نړۍوالو جرمونو او ترهګریزو ګواښونو اصلي سرچینه ده.

بلوسوف د شانګهای سازمان پر غړو هېوادونو غږ کړی، چې له افغانستان، سوریې او اوکراین څخه د ورپېښو ګواښونو پر وړاندې خپل ګډ اقدامات پراخ کړي.

نوموړي همدا راز وړاندیز کړی، چې د امنیتي همکاریو د پراخوالي لپاره ګډ پوځي تمرینات مهم دي او روسیه غواړي په دې برخه کې خپلې تجربې له نورو سره شریکې کړي.

که څه هم د شانګهای سازمان غړي هېوادونه او په ځانګړې توګه روسیه له طالبانو سره ښې اړیکې لري؛ خو وخت ناوخت یې د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په اړه په بېلابېلو نړۍوالو ناستو کې خپلې اندېښنې او وړاندیزونه شریک کړي دي.

د نوموړي په خبره؛ دا مهال په افغانستان کې څه باندې شل سخت دریځې ډلې چې د جنګیالیو شمېر یې ۱۵ زرو ته رسېږي؛ فعالې دي.

طالبانو بیا تل دغه ډول څرګندونې رد کړې دي او په افغانستان کې یې د بشپړ امنیت ټینګولو ډاډ ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د تهران والي: له ایرانه د بې‌اسناده افغان کډوالو اېستنه په چټکۍ سره روانه ده

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۴۱ GMT+۱

د تهران والي محمدصادق معتمدیان وایي: «د بې‌اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نه یوازې دا چې نه ده درېدلې؛ بلکې چټکه شوې هم ده او دغه لړۍ دوام لري.» له دې سره هم‌مهاله طالبانو ویلي، چې تېره ورځ له ایرانه تر ۳۰زرو ډېر کډوال په جبري توګه اېستل شوي دي.

طالبان وایي، چې تېره شپه ناوخته هم له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ روانه وه او دغه کډوال تر ۶۰۰ ‌ډېرو بس موټرونو کې انتقال شوي دي.

تازه د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د تهران والي په حواله راپور ورکړی، چې په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په پلازمېنې کې د بې‌اسناده کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده.

هغه په ایران کې له مېشتو ټولو بې‌اسناده کډوالو غوښتي، چې د ایران قوانینو ته درناوی وکړي او په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.

له بل پلوه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر مشر عرفات جمال ویلي، چې له اسراییل سره د تهران د کړکېچ له امله له ایران څخه د افغانانو د ستنېدو څپه چټکه شوې ده. هغه په اسلام کلا بندر کې د یوه وېډیويي پېغام پر مهال دغو ستنېدونکو سره د مرستو غوښتنه کړې.

مجاهد: ملاهبت الله د ډار نه بلکې د «دیني او شرعي» دلایلو له امله رسنیو کې نه ښکاري

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، چې د دوی مشر په وار، وار په عام محضر کې حاضر شوی او ویناوې یې کړې دي؛ خو د «دیني او شرعي» دلایلو له امله نه غواړي رسنیو کې ښکاره شي.

نوموړي ويلي، چې په رسنیو کې د طالبانو د مشر د نه ښکاره کېدو لامل ډار نه؛ بلکې یوازې شرعي دلایل دي، چې نوموړی یې پلی کولو ته ژمن دی.

هغه د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په لویو ملي مسایلو کې هم د دې اړتیا نه ویني چې ویډیويي پیغام یې په رسنیو کې خپور شي وايي، چې د دغې اړتیا د پوره کولو لپاره یې دی او نور ویاندویان ګومارلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راوروسته په وار، وار په ملي او نړۍواله کچه پر طالبانو سختې نیوکې شوې، چې ولې یې مشر په عام محضر او رسنیو کې نه ښکاري.

که څه هم د طالبانو ویاندویان په زغرده دا ادعا کوي، چې د دوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده په بېلابېلو عمومي غونډو، د اختر او جمعې په لمونځونو کې راڅرګندېږي؛ خو د دغو غونډو او لمونځونو انځورونه او ویډیوګانې هم تر دې دمه نه دي خپرې شوې.

طالبان یوازې د خپل مشر د ویناوو ځینې متنونه او غږیز پیغامونه وخت ناوخت خپروي.

د افغانستان ډیپلوماټیکو استازولیو مسکو کې پر افغان ماشوم د برید په اړه د څېړنې غوښتنه کړې

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۰ GMT+۱

د افغانستان د پرځېدلي اسلامي جمهوریت د سیاسي او قونسلي استازولیو همغږۍ شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له روسیې غوښتي، چې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یوه دوه کلن افغان ماشوم د وهلو پېښه «غیر انساني او زړه بوږنوونکې» ده.

تازه ۳۱ کلن بېلاروسي وګړی د مسکو په شرمتوه هوایي ډګر کې یو افغان ماشوم په ناڅاپي توګه پر ځمکه ولي.

د راپورونو پربنسټ؛ د دغه ماشوم روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

که څه هم د پېښې د لامل په اړه کره معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي؛ خو ځینو رسنیو بیا ویلي، چې د پېښې پرمهال د یاد بېلاروسي وګړي ذهني حالت ښه نه و.

د افغانستان د سیاسي او قنسولي استازولیو همغږۍ شورا ټینګار کړی، چې دغه بېلاروسي وګړي ته باید سخته سزا ورکړل شي؛ څو په راتلونکې کې د ورته ناوړه پېښو مخنیوی وشي.

که څه هم دغه ۳۱ کلن بېلاروسي وګړی د پولیسو له لوري نیول شوی؛ خو دغه ویډیو په پراخه کچه په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې د کاروونکو توند غبرګونونه یې هم راپارولي دي.

د طالبانو دفاع وزارت وایي، ګڼ شمېر پوځي وسایط او وسلې یې ترمیم کړې دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د دوی تخنیکي کارکوونکو هغه پوځي وسایط او وسلې ترمیم کړې چې له پخواني حکومت یا بهرنیو ځواکونو ورپاتې شوې دي.

په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې شاوخوا ۵۳۰ پوځي وسایط او ۳۸ ډوله بېلابېلې وسلې بېرته فعاله شوې دي.

په دغو وسایطو کې زغرواله هاموې، ټانکونه، موټرونه، فورکلفتونه او نور وسایط شامل دي. همدا را د یو شمېر سپکو او درنو وسلو د ترمیم خبره هم شوې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت په وینا؛ د ترمیم دغه چارې د دوی د «۲۱۷ عمري قول ادو» د تخنیکي او لوژستیکي برخې له لوري ترسره شوې، چې د پاتې وسایطو د ترمیم هڅې یې هم روانې کړې دي.

د طالبانو چارواکي وخت پر وخت وايي، چې د پخواني جمهوري نظام پاتې تجهیزات ترمیموي او له خپلو امکاناتو سره یې بېرته کارېدو لپاره چمتو کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان انټرنشنل موندنو ښوولې چې له تېر جهوري نظام او بهرنیو ځواکونو څخه پاتې یو شمېر امریکایي وسلې اوس ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورو بازارنونو کې په ازادانه ډول پلورل کېږي.

همدا راز د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون ان د کشمیر جهادي ډلو ته هم دغه وسلې لاس ته ورغلې دي.

ویل کېږي د طالبانو یو شمېر قوماندانان او لوړپوړي غړي د وسلو په قاچاق او پلور کې پراخ لاسونه لري.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنېدو څپه چټکه شوې

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۰۳ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر مشر عرفات جمال ویلي، چې له اسراییل سره د تهران د کړکېچ له امله له ایران څخه د افغانانو د ستنېدو څپه چټکه شوې ده. هغه په اسلام کلا بندر کې د یوه وېډیويي پېغام پر مهال دغو ستنېدونکو سره د مرستو غوښتنه کړې.

د یاد سازمان د افغانستان څانګې دې مشر د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۵مه) خپاره کړي پېغام کې زیاته کړې، چې له ایران څخه په دغو راستنو شویو کډوالو کې داسې کسان هم شته چې لومړی ځل خپل هېواد ګوري.

عرفات جمال وویل: «دا هغه کسان دي، چې د جګړو له کبله یې افغانستان کې ژوند ستونزمن و او ایران کې یې ژوند پیل کړی و؛ خو هلته هم د خلکو د جنګونو له امله ارام پاتې نه شو».

هغه ټینګار کړی، چې په لنډ مهال کې له دغو ستنېدونکو کډوالو سره مرستې کېږي؛ خو په اوږدمهال کې هم باید کډوالۍ ته د نه اړ کېدو لپاره د دغو افغانانو لاسنېوی وشي.

تېره ورخ چهارشنبه د (چنګاښ ۴مه) په هرات کې د‌ طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمد الله متقي خبر ورکړی، چې په یوه ورځ کې تر لس زرو ډېر افغانان له ایران څخه په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

هغه ویلي، له اسراییل سره د روان کړکېچ له کبله له ایران څخه د ستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې درې برابره زیاتوالی راغلی دی.

هم‌مهاله د ایران په کرمانشاه کې حکومتي چارواکو خبرداری ورکړی، چې هېڅ افغان په دغه ولایت کې د تګ راتګ یا ګرځېدو اجازه نه لري.

ځايي ایراني چارواکو ګواښ کړی،‌ که هلته یې هر افغان ولید؛ نو افغانستان ته به یې ډیپورټ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي تېره ورځ په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې استبداد، سیاسي ظلمونه، فقر او بې روزګارۍ د افغانانو د کډوالۍ اصلي لاملونه دي.

پاکستان او ایران هغه دوه هېوادونه دي، چې د افغان کډوالو شمېر په کې تر بل هره ځایه ډېر دی او دغه دواړه هېوادونه په هغه کتار کې هم د ټولو سر کې راځي چې افغان کډوال په کې له سختو ځورونو او شکنجو سره مخ دي.