
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي، چې د دوی مشر په وار، وار په عام محضر کې حاضر شوی او ویناوې یې کړې دي؛ خو د «دیني او شرعي» دلایلو له امله نه غواړي رسنیو کې ښکاره شي.
نوموړي ويلي، چې په رسنیو کې د طالبانو د مشر د نه ښکاره کېدو لامل ډار نه؛ بلکې یوازې شرعي دلایل دي، چې نوموړی یې پلی کولو ته ژمن دی.
هغه د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په لویو ملي مسایلو کې هم د دې اړتیا نه ویني چې ویډیويي پیغام یې په رسنیو کې خپور شي وايي، چې د دغې اړتیا د پوره کولو لپاره یې دی او نور ویاندویان ګومارلي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راوروسته په وار، وار په ملي او نړۍواله کچه پر طالبانو سختې نیوکې شوې، چې ولې یې مشر په عام محضر او رسنیو کې نه ښکاري.
که څه هم د طالبانو ویاندویان په زغرده دا ادعا کوي، چې د دوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده په بېلابېلو عمومي غونډو، د اختر او جمعې په لمونځونو کې راڅرګندېږي؛ خو د دغو غونډو او لمونځونو انځورونه او ویډیوګانې هم تر دې دمه نه دي خپرې شوې.
طالبان یوازې د خپل مشر د ویناوو ځینې متنونه او غږیز پیغامونه وخت ناوخت خپروي.

د افغانستان د پرځېدلي اسلامي جمهوریت د سیاسي او قونسلي استازولیو همغږۍ شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له روسیې غوښتي، چې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یوه دوه کلن افغان ماشوم د وهلو پېښه «غیر انساني او زړه بوږنوونکې» ده.
تازه ۳۱ کلن بېلاروسي وګړی د مسکو په شرمتوه هوایي ډګر کې یو افغان ماشوم په ناڅاپي توګه پر ځمکه ولي.
د راپورونو پربنسټ؛ د دغه ماشوم روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
که څه هم د پېښې د لامل په اړه کره معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي؛ خو ځینو رسنیو بیا ویلي، چې د پېښې پرمهال د یاد بېلاروسي وګړي ذهني حالت ښه نه و.
د افغانستان د سیاسي او قنسولي استازولیو همغږۍ شورا ټینګار کړی، چې دغه بېلاروسي وګړي ته باید سخته سزا ورکړل شي؛ څو په راتلونکې کې د ورته ناوړه پېښو مخنیوی وشي.
که څه هم دغه ۳۱ کلن بېلاروسي وګړی د پولیسو له لوري نیول شوی؛ خو دغه ویډیو په پراخه کچه په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې د کاروونکو توند غبرګونونه یې هم راپارولي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د دوی تخنیکي کارکوونکو هغه پوځي وسایط او وسلې ترمیم کړې چې له پخواني حکومت یا بهرنیو ځواکونو ورپاتې شوې دي.
په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې شاوخوا ۵۳۰ پوځي وسایط او ۳۸ ډوله بېلابېلې وسلې بېرته فعاله شوې دي.
په دغو وسایطو کې زغرواله هاموې، ټانکونه، موټرونه، فورکلفتونه او نور وسایط شامل دي. همدا را د یو شمېر سپکو او درنو وسلو د ترمیم خبره هم شوې ده.
د طالبانو د دفاع وزارت په وینا؛ د ترمیم دغه چارې د دوی د «۲۱۷ عمري قول ادو» د تخنیکي او لوژستیکي برخې له لوري ترسره شوې، چې د پاتې وسایطو د ترمیم هڅې یې هم روانې کړې دي.
د طالبانو چارواکي وخت پر وخت وايي، چې د پخواني جمهوري نظام پاتې تجهیزات ترمیموي او له خپلو امکاناتو سره یې بېرته کارېدو لپاره چمتو کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان انټرنشنل موندنو ښوولې چې له تېر جهوري نظام او بهرنیو ځواکونو څخه پاتې یو شمېر امریکایي وسلې اوس ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورو بازارنونو کې په ازادانه ډول پلورل کېږي.
همدا راز د «ټيټيپي» په ګډون ان د کشمیر جهادي ډلو ته هم دغه وسلې لاس ته ورغلې دي.
ویل کېږي د طالبانو یو شمېر قوماندانان او لوړپوړي غړي د وسلو په قاچاق او پلور کې پراخ لاسونه لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر مشر عرفات جمال ویلي، چې له اسراییل سره د تهران د کړکېچ له امله له ایران څخه د افغانانو د ستنېدو څپه چټکه شوې ده. هغه په اسلام کلا بندر کې د یوه وېډیويي پېغام پر مهال دغو ستنېدونکو سره د مرستو غوښتنه کړې.
د یاد سازمان د افغانستان څانګې دې مشر د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۵مه) خپاره کړي پېغام کې زیاته کړې، چې له ایران څخه په دغو راستنو شویو کډوالو کې داسې کسان هم شته چې لومړی ځل خپل هېواد ګوري.
عرفات جمال وویل: «دا هغه کسان دي، چې د جګړو له کبله یې افغانستان کې ژوند ستونزمن و او ایران کې یې ژوند پیل کړی و؛ خو هلته هم د خلکو د جنګونو له امله ارام پاتې نه شو».
هغه ټینګار کړی، چې په لنډ مهال کې له دغو ستنېدونکو کډوالو سره مرستې کېږي؛ خو په اوږدمهال کې هم باید کډوالۍ ته د نه اړ کېدو لپاره د دغو افغانانو لاسنېوی وشي.
تېره ورخ چهارشنبه د (چنګاښ ۴مه) په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمد الله متقي خبر ورکړی، چې په یوه ورځ کې تر لس زرو ډېر افغانان له ایران څخه په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.
هغه ویلي، له اسراییل سره د روان کړکېچ له کبله له ایران څخه د ستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې درې برابره زیاتوالی راغلی دی.
هممهاله د ایران په کرمانشاه کې حکومتي چارواکو خبرداری ورکړی، چې هېڅ افغان په دغه ولایت کې د تګ راتګ یا ګرځېدو اجازه نه لري.
ځايي ایراني چارواکو ګواښ کړی، که هلته یې هر افغان ولید؛ نو افغانستان ته به یې ډیپورټ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي تېره ورځ په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې استبداد، سیاسي ظلمونه، فقر او بې روزګارۍ د افغانانو د کډوالۍ اصلي لاملونه دي.
پاکستان او ایران هغه دوه هېوادونه دي، چې د افغان کډوالو شمېر په کې تر بل هره ځایه ډېر دی او دغه دواړه هېوادونه په هغه کتار کې هم د ټولو سر کې راځي چې افغان کډوال په کې له سختو ځورونو او شکنجو سره مخ دي.
د هند د دفاع وزیر راجناټ سېنګ د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې نوی ډيلی د افغانستان د سولې، امنیت او ټیکاو پیاوړی ملاتړی دی. هغه زیاته کړې، چې له افغانانو سره به بشري مرستو او پراختیایي پروژو ته دوام ورکړي.
راجنات سېنګ د چین په ښار چینګداو کې د SCO غونډې ته وویل: «هند تل د افغانستان د سولې او ټیکاو لپاره د ملاتړ ثابته تګلاره غوره کړې. زموږ په بېړنيو لومړیتوبونو کې بشري مرستې او د افغانستان د پرمختیا ملاتړ شامل دی. هند د افغانستان تر ټولو لوی سیمهییز پرمختیایي شریک دی او د افغانانو لپاره د ظرفیت جوړونې پروګرامونه پر مخ وړي».
نوموړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او هند ترمنځ اړیکې خوږې شوې او ان نوي ډیلي د یادې ډلې ځینې ډېپلوماتان هم منلي دي.
په اپرېل میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ دوستانه ټلېفوني خبرې هم شوې دي.
د دغه اړیکې پر مهال نوي ډیلي له متقي مننه کړې وه، چې د دوی په هېواد کې یې د کشمیر په پهلګام کې ترهګریزه پېښه غندلې ده.
دا اړیکه له طالبانو سره د هند د یوه نوي تعامل پیل ګڼل شوی او تر دې دمخه هم طالبانو په بېلابېلو وختونو کې له هندي ډېپلوماټانو او چارواکو سره ناستې کړې دي.
اسلام اباد د طالبانو له دغه ډول اړیکو خوښ نه برېښي او هڅه کوي، چې په افغانستان کې د نوي ډیلي د نفوذ مخه ډب کړي.
په بیجینګ کې میاشت وړاندې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ګډه ناسته کې په دې هم خبرې شوې وې، چې څنګه افغانستان کې د هند د پراخېدونکي نفوذ مخه ونیول شي.
پاکستاني رسنیو څو څو ځله راپورونه ورکړل، چې پاکستاني چارواکو له نوي ډیلي سره د طالبانو د زیاتېدونکو اړیکو په تړاو خپلې اندېښنې له دغه ډلې سره شریکې کړې دي.
طالبان چې لا تر اوسه هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو د تعادل په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د پاکستان له لوري د پي او ار کارت لرونکو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو لپاره له ټاکل شوي ضرب الاجل د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي. د دغې مودې ختمېدو په درشل کې ګڼ د پي او ار کارت لرونکي افغانان د خپل ناروښانه برخلیک په تړاو اندېښمن دي.
د پاکستان مرکزي حکومت تر دې وړاندې په وار، وار د پي او ار کارت لرونکو لپاره د روانې جون میاشتې ۳۰مه په دغه هېواد کې د پاتې کېدو لپاره وروستۍ نېټه اعلان کړې وه؛ خو د دغې نېټې په رانږدې کېدو یو شمېر پي او ار کارت لرونکي افغانان د خپل ناروښانه برخلیک په اړه اندېښمن دي.
امنه چې د دوو بچو مور ده او د پښتونخوا په پېښور ښار کې اوسېږي وايي، د خپلې کورنۍ د راتلونکې په اړه ډېره اندېښمنه ده.
نوموړې د پاکستان پر حکومت غږ کوي، چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو دې له افغان کډوالو سره له نرمښته کار واخلي:« له شلو کالو زیاته موده کېږي، چې موږ دلته اوسېږو. ژوند مو برابر کړی او روزګار مو د خدای په فضل ښه چلېږي؛ خو که موږ په جبري توګه شړل کېږو دا به ډېره سخته وي او باید مرسته راسره وشي.»
یوازې امنه نه؛ بلکې د دغې پرېکړې له مخې ۱.۳ مېلیونه افغان کډوال چې د پي او ار کارتونه لري، له پاکستانه د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
که څه هم (د جون ۳۰مې) ته لا څو ورځې پاتې دي؛ خو وار له مخه له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.
د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې ویلي، چې یوازې تېره اوونۍ زرګونه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک او انګور اډې له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.
د افغان کډوالو لویه برخه کې د افغانستان په دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې مېشته ده، چې وخت ناوخت له دوی سره د ناسم چلند او زور زیاتي په اړه هم راپورونه ورکول کېږي.
په دې ورستیو کې بیا د افغانستان بل ګاونډي ایران هم له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.
د راپورونو له مخې؛ ایران یوازې د چهارشنبې په ورځ له خپلې خاورې تر ۳۰ زرو ډېر افغان کډوال د اسلامکلا له لارې اېستلي دي.
د هرات لپاره د طالبانو سیمهییزو چارواکو هم د دغه خبرې پخلی کړی و.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا اعلان کړی، چې پر افغانستان د دغې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې له ۵ مېلیونو ډېر کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي چې ، دغه کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې اېستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
که څه هم طالبان د ستنو شویو افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو خبره کوي؛ خو ستانه شوي کډوال بیا له بې وزلۍ، بېکارۍ او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته د نه لاسرسي ستونزه سره مخ دي.
وړاندې په دې اړه بېلابېلو نړۍواله مرستندویه بنسټونو او بشري سازمانونو اندېښنه ښودلې وه، چې افغانستان وار له مخه له جدي اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی او که هممهاله له ګاونډیو هېوادونو افغان کډوال په زور شړل کېږي؛ نو دغه هېواد به له جدي او لویو ستونزو سره مخامخ شي.