• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قطر راتلونکې اونۍ د افغانستان د دوو کاري ډلو د ناستو کوربه توب کوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازولي وايي، چې راتلونکې اونۍ په دوحه کې د افغانستان د مخدره توکو ضد کارډلې درېیمه او د افغان خصوصي سکتور د ملاتړ کارډلې دویمه ناسته ترسره کیږي.

په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې عالیه احمد بن سیف الثاني وايي، چې دغه ناستې د روان میلادي کال د جون له ۳۰مې نه د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د دوحې بهیر په چوکاټ کې جوړیږي.

په دغو ناستو کې به د طالبانو د حکومت، د دوحې په بهیر کې ښکېلو هېوادونو او تخنیکي کارپوهو ډلو استازي برخه واخلي.

عالیه احمد بن سیف الثاني وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په درې میاشتنۍ ناسته کې هم وویل، چې قطر د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د افغانانو د هڅو ملاتړی پاتې کېږي.

قطر څرګنده کړې چې د سیمې او نړۍ له شریکانو سره به همکارۍ ته دوام ورکړي څو په افغانستان کې د سولې بنسټونه ټینګ او د پرمختګ اساسي عناصر پیاوړي شي.

عالیې زیاته کړه چې د قطر دولت د قطر پراختیایي صندوق له لارې د ملګرو ملتونو له ادارو سره په همکارۍ، خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د نوموړې په وینا، دغه مرستې د خوراکي توکو مرسته، د لومړنيو روغتیایي پروګرامونو ملاتړ، زده کړو ته د افغان ماشومانو د لاسرسي ښه کول، بورسونه، د افغان مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا، له کړکېچونو سره د هغوی د مقاومت لوړول او د افغان ځوانانو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه رانغاړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د جرمني پولیسو د یوه افغان په نیولو کې له خلکو مرسته غوښتې

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۳ GMT+۱

د جرمني د جنايي پولیسو ادارې خبرداری ورکړی چې ۳۰ کلن افغان محمد سليمان، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د جرمني په هاله ښار کې خپله افغانه پخوانۍ ۲۶ کلنه ملګرې په چاقو وژلې وه، ښايي افغانستان ته له تېښتې وروسته بېرته جرمني ته ستون شوی وي.

سلیمان د ۲۰۱۹کال په مارچ کې خپله پخوانۍ ملګرې په خپل کور کې ووژله او وروسته وتښتېد.

د جرمني د فدرالي جنايي ادارې چارواکي باور لري چې هغه لومړی د فرانسي له لارې ترکیې ته وتښتېد او احتمال لري چې افغانستان ته هم تللی وي.

د جرمني د فدرالي جنايي ادارې (BKA) په وینا، اوس دا شک دی چې نوموړی ممکن د طالبانو له واکمنېدو وروسته بیرته جرمني ته ننوتی وي.

یوروپول هم محمد سلیمان د اروپا د «تر ټولو مطلوبو» مجرمانو په لیست کې شامل کړی دی، چې نه یوازې د قتل تور پرې دی بلکې د جدي بدني زیان اړولو په تور هم تورن شوی.

د دواړو ادارو په خپلو اعلانونو کې ویلي چې نوموړی۱،۸۴ متره لوړ دی، تور ویښتان لري او د ښي لاس ښکته برخه او خېټه یې د لویو ټپونو له مخې پېژندل کیږي. دغو ادارو د یاد افغان پورټریټ او د لاس او خېټې د ټپونو انځورونه هم خپاره کړي دي.

سراج الدین حقاني: موږ د اسلامي نظام استازي یو او دغه نسبت باید بدنامه نه شي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ویلي، چې طالبانو ته د اسلامي نظام د استازولۍ مسوولیت ورترغاړی دی او هڅه باید وشي؛ څو دغه نسبت بدنامه نه شي. هغه کاپیسا ته د سفر پرمهال له ولسي خلکو سره په یوې غونډه کې دغه څرګندونې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «که په قوم یا هر نسبت لوی خلک شو،‌ موږ مجاهد او د اسلامي نظام نماینده معرفي شوي یو او خدای ناخواسته دا نسبت رانه بدنام نه شي».

هغه همدا راز ویلي، چې د دغه ډلې د مشر ملاهبت الله له لوري د پخواني جمهوري نظام امنیتي منسوبینو او پوځیانو ته اعلان شوی د بښنې فرمان په ښه توګه پلی شوی دی.

سراج الدین حقاني وویل: «که کوم چا په پټه خودسرانه عمل کړی وي؛ نو کړی به یې وي. خو منحیث د نظام هېچا ته دا اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د چا په حق تېری وکړي».

هغه داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې همدا اوس هم د طالبانو په زندانونو کې د مخکېني نظام سلګونه سرتېري بندیان دي.

همدا راز راپورونو په ډاګه کړې، چې طالبانو د خپلې روانې واکمنۍ له پېله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جمهوري نظام امنیتي منسوبین او سرتېري شکنجه کړي او وژلي دي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو هم په وار، وار اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو له لوري اعلان شوی د بښنې فرمان نه دی پلي شوی او یوازې یوه نمایشي بڼه لري.

پخوانیو افغان سیاست‌والو هم نیوکې کړې، چې طالبانو د عمومي بښنې په نوم د خلکو سترګو کې خاورې اچولې دي او هره ورځ یې خپلو ځورونو ته دوام ورکړی دی.

د روسیې دفاع وزیر: له منځني ختیځ څخه افغانستان ته د وسله‌والو لېږد دوام لري

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۵۸ GMT+۱

د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو غونډې ته ویلي، چې له منځني ختیځه د ترهګریزو افکارو خپرېدل او افغانستان ته د وسله‌والو لېږد دوام لري.

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دوامداره نا امني د شانګهای همکارۍ سازمان په سیمه کې د نړۍوالو جرمونو او ترهګریزو ګواښونو اصلي سرچینه ده.

بلوسوف د شانګهای سازمان پر غړو هېوادونو غږ کړی، چې له افغانستان، سوریې او اوکراین څخه د ورپېښو ګواښونو پر وړاندې خپل ګډ اقدامات پراخ کړي.

نوموړي همدا راز وړاندیز کړی، چې د امنیتي همکاریو د پراخوالي لپاره ګډ پوځي تمرینات مهم دي او روسیه غواړي په دې برخه کې خپلې تجربې له نورو سره شریکې کړي.

که څه هم د شانګهای سازمان غړي هېوادونه او په ځانګړې توګه روسیه له طالبانو سره ښې اړیکې لري؛ خو وخت ناوخت یې د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په اړه په بېلابېلو نړۍوالو ناستو کې خپلې اندېښنې او وړاندیزونه شریک کړي دي.

د نوموړي په خبره؛ دا مهال په افغانستان کې څه باندې شل سخت دریځې ډلې چې د جنګیالیو شمېر یې ۱۵ زرو ته رسېږي؛ فعالې دي.

طالبانو بیا تل دغه ډول څرګندونې رد کړې دي او په افغانستان کې یې د بشپړ امنیت ټینګولو ډاډ ورکړی دی.

د تهران والي: له ایرانه د بې‌اسناده افغان کډوالو اېستنه په چټکۍ سره روانه ده

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۴۱ GMT+۱

د تهران والي محمدصادق معتمدیان وایي: «د بې‌اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نه یوازې دا چې نه ده درېدلې؛ بلکې چټکه شوې هم ده او دغه لړۍ دوام لري.» له دې سره هم‌مهاله طالبانو ویلي، چې تېره ورځ له ایرانه تر ۳۰زرو ډېر کډوال په جبري توګه اېستل شوي دي.

طالبان وایي، چې تېره شپه ناوخته هم له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ روانه وه او دغه کډوال تر ۶۰۰ ‌ډېرو بس موټرونو کې انتقال شوي دي.

تازه د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د تهران والي په حواله راپور ورکړی، چې په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په پلازمېنې کې د بې‌اسناده کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده.

هغه په ایران کې له مېشتو ټولو بې‌اسناده کډوالو غوښتي، چې د ایران قوانینو ته درناوی وکړي او په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.

له بل پلوه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر مشر عرفات جمال ویلي، چې له اسراییل سره د تهران د کړکېچ له امله له ایران څخه د افغانانو د ستنېدو څپه چټکه شوې ده. هغه په اسلام کلا بندر کې د یوه وېډیويي پېغام پر مهال دغو ستنېدونکو سره د مرستو غوښتنه کړې.

مجاهد: ملاهبت الله د ډار نه بلکې د «دیني او شرعي» دلایلو له امله رسنیو کې نه ښکاري

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، چې د دوی مشر په وار، وار په عام محضر کې حاضر شوی او ویناوې یې کړې دي؛ خو د «دیني او شرعي» دلایلو له امله نه غواړي رسنیو کې ښکاره شي.

نوموړي ويلي، چې په رسنیو کې د طالبانو د مشر د نه ښکاره کېدو لامل ډار نه؛ بلکې یوازې شرعي دلایل دي، چې نوموړی یې پلی کولو ته ژمن دی.

هغه د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په لویو ملي مسایلو کې هم د دې اړتیا نه ویني چې ویډیويي پیغام یې په رسنیو کې خپور شي وايي، چې د دغې اړتیا د پوره کولو لپاره یې دی او نور ویاندویان ګومارلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راوروسته په وار، وار په ملي او نړۍواله کچه پر طالبانو سختې نیوکې شوې، چې ولې یې مشر په عام محضر او رسنیو کې نه ښکاري.

که څه هم د طالبانو ویاندویان په زغرده دا ادعا کوي، چې د دوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده په بېلابېلو عمومي غونډو، د اختر او جمعې په لمونځونو کې راڅرګندېږي؛ خو د دغو غونډو او لمونځونو انځورونه او ویډیوګانې هم تر دې دمه نه دي خپرې شوې.

طالبان یوازې د خپل مشر د ویناوو ځینې متنونه او غږیز پیغامونه وخت ناوخت خپروي.