• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فاریاب کې په ټرافیکي پېښه کې شپږ کسان مړه او درې ټپیان دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۱

په فاریاب ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله مرادي وایي، پرون مازیګر د دولت اباد ولسوالۍ جنګل سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله د دوو ښځو په ګډون شپږ کسان مړه او درې ماشومان ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

په تېرو وروستیو کې په بېلابېلو سیمو کې ټرافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي، چې له امله یې وخت نا وخت خلکو ته د سر زیانونه اړولي دي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د بې روزګارۍ سختې څپې؛ اروپايي ټولنې افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ ژمنه کړې

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۴ GMT+۱

د کوچنیو کاروبارونو د نړۍ‌والې ورځې په مناسبت افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي، چې افغانانو سره به د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ په برخه کې خپلې مرستې روانې ساتي. دغه ادارې زیاته کړې: «کوچني کاروبارونه د اقتصادي ودې او ټیکاو ستنې دي».

اروپايي ټولنې په پېغام کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو په برخه کې روزنې، ملاتړ، وسایلو او بازار ته د لاسرسي په برخه کې به ځانګړي اقدامات وکړي.

دا سازمان په داسې حال کې د کاربارونو د ملاتړ ډاډ ورکوي، چې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ له پیل راهیسې افغانان له سختې بې روزګارۍ کړېږي.

د مخکني جمهوري نظام په نسکورېدو سره سلګونه زره کسانو دندې له لاسه ورکړې، د کاروبارونو کچه را کمه شوې او د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت د کوچنیو تر څنګ پر لویو کاروبارونو هم ژورې اغېزې کړې دي.

یو شمېر بشري سازمانونو په افغانستان کې د «اقتصادي ناورین» پراخېدو په تړاو خبرداری ورکړی او اندېښنې یې ښودلې، چې د فقر کچه هم مخ په لوړېدو ده.

طالبان که څه هم د اقتصادي ټیکاو ادعاوې کوي؛ خو د چارو کارپوهان‌ په دې باور دي، چې یوازې شعاري او تبلیغاتي بڼه لري.

پر افغانستان دا واکمنه ډله نه ده توانېدلې، چې پراخ کاري فرصتونه رامنځته کړي او یا هم په هېواد کې مخ په ځوړ روان «اقتصادي وضعیت» کنټرول کړي.

د افغان کډوالو جبري ستنېدو لړۍ دوام؛ تېرو دوو ورځو کې له ایرانه ۴۲زره افغانان اېستل شوي دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو دوه ورځو کې له ایرانه ۴۲زره کسان د هرات او نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې ډله کې ۳۷۸۲ کورنۍ هم شاملې دي.

د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۶مه) د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې ویلي، چې دغو کسانو ته یې په پولو کې د اړینو خدمتونو او لنډمهاله مېشتېدو پنډغالي هم جوړ کړي دي.

هم‌مهاله د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان هم خبر ورکړی، چې د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ له امله هېواد ته د افغانانو جبري ستنېدو لړۍ هم چټکه شوې ده.

د ایران په یو شمېر ښارونو کې بیا د افغانانو پر ګرځېدو هم بندیز لګېدلی او کرمانشاه ولایت کې یې بیا خبرداری ورکړی، چې تر نیول کېدو وروسته به افغانان په زوره خپل هېواد ته لېږي.

ایران یو له هغو هېوادونو دی، چې تر بل هر ځایه په کې افغان کډوال ډېر مېشت دي او شمېر یې تر څلور مېلیونه کسانو هم اوړي.

د ماژان صالحي په نوم ایران کې یو مېشت افغان کډوال وایي: «تر اوسه پورې هغه کډوالو ته چې قانوني اسناد لري، څه ستونزه نه‌شته؛ خو هغوی چې اسناد نه لري اېستل کېږي».

ایراني چارواکو له دې وړاندې طالبانو سره هم د افغانانو د ستنېدو پر بهیر خبرې اترې کړې وې.

طالبانو په وار، وار د ایران تر څنګ پر پاکستان هم غږ کړی، چې افغانان دې په جبري توګه ستنېدو ته نه اړ کوي او باید اجازه ورکړي چې په خپله خوښه او باعزته توګه افغانستان ته ستانه شي.

هره ورځ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پولیس د افغان کډوالو نیول کېدو پسې ګرځي او په زوره یې خپل هېواد ته استوي.

د رسمي شمېرو له مخې؛ د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې نږدې ۲۰۰زره کسان په جبري توګه له یاد هېواد څخه اېستل شوي او همدا راز معلوماتو څرګنده کړې، چې له ایرانه هم روان کال کې تر ۶۰۰زرو ډېر افغانان اېستل شوي دي.

پنجاب کې د سختو ورښتونو له امله په بېلابېلو پېښو کې۷ کسان مړه او ۴۶ ټپیان دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د موسمي بارانونه له امله په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې؛ د چونیان په قصور ولسوالۍ او بهاولنګر سیمو کې د چت پرېوتو په جلا، جلا پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي دي.

دغه ورښتونو په ځینو سیمو کې د برېښنا مزي پرې کړي او په لاهور کې یې د الوتنو چارې هم ګډوډې کړې دي.

له بل پلوه د پاکستان د هواپوهنې ادارې بیا په راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې د شړکنده بارانونو او سېلابونو راوتو خبرداری خپور کړی دی.

له نجونو پرته؛ تازه د ننګرهار پوهنتون نږدې ۶۰۰ زده‌کړیالان فارغ کړل

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۵۴ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت له دولتي پوهنتون څخه ۵۳۶ ځوانانو په بېلابېلو برخو کې د لېسانس دورې بشپړې کړې دي. هم‌مهاله د ملاهبت الله د بندیزونو له امله نجونې په کور ناستې دي او د فارغانو په کتار کې نه وې.

د دغو فارغانو له ډلې ۱۹۶ کسان له انجینرۍ، ۱۰۴ له ساینس، ۱۶۰ له اقتصاد او ۷۶ نور بیا له وترنرۍ پوهنځي فارغ شوي دي.

په همدې تړاو د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۶مه) جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون استادانو او د طالبي رهبرۍ یې له خپل حکومته وغوښتل، چې دغو نویو فارغانو ته په حکومتي چوکاټ کې د دندو فرصت ورکړي.

خو د ننګرهار پوهنتون په دغو مراسمو کې هېڅ ښځینه فارغه نه وه.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په ټول هېواد کې د نجونو پر زده‌کړو سخت بندیزونه لګېدلي او په ټولو پوهنتونو کې د نجونو زده‌کړې د ملاهبت الله د یوه فرمان له مخې منعه اعلان شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي‌بي‌سي سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې لا هم له «شرعي لیده د نجونو زده‌کړو بیا پیلېدو لپاره کومه حل لاره نه ده موندل شوې».

طالبان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د «ترتیب او شرعي چوکاټ» په نوم د نجونو زده‌کړو پیلېدو لپاره خلکو ته هیلې ورکوي؛ خو ښکاري چې دوی په دغو ژمنو کې دروغجن دي.

راپورونو ښودلې، چې د ملاهبت الله په ګډون د هغه نږدې کړۍ نه غواړي چې نجونې د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وکړي او له همدې کبله یې د تورې تیارې څادر غوړولی.

د طالبانو ترمنځ هم د نجونو د زده‌کړو پر سر ناندرۍ او سخت مخالفتونه رامنځته شوي دي.

د یادې ډلې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي نږدې څلور میاشتې وړاندې په خوست کې د یوې غونډې پر مهال نیوکه وکړه، چې د دوی مشر د خپل «شخصي فکر او طبعیت» له مخې د نجونو زده‌کړې بندې کړې دي او دغه بندیز هېڅ ډول شرعي بڼه نه لري.

له دغه ډول تکراري څرګندونو وروسته په افغانستان کې د نوموړي ژوند هم سخت شو او ملاهبت الله یې د نیول کېدو امر وکړ؛ خو عباس ستانکزي وار لومړی کړ او متحده عربي اماراتو ته یې پښې سپکې کړې، چې لا تر اوسه هلته دی.

د ملاهبت الله د امر له مخې؛ هر هغه کس، د بشري حقونو او زده‌کړو فعال چې د افغانستان دننه د نجونو د تعلیم په ملاتړ غږ پورته کوي؛ باید ونیول شي.

تر اوسه لسګونه هم نه بلکې سلګونه کسان طالبانو له همدې امله ځورولي، شکنجه کړي او ان زنداني کړي دي.

که څه هم یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو نړۍ‌والو سازمانونو له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ښوونځي او‌ پوهنځي بېرته پرانېزي؛ خو نه یوازې پر دې غوښتنو غوږونه کاڼه اچول شوي، بلکې ورسره پر ښځو او نجونو بندیزونه لا نور هم ډېر شوي دي.

د کانګرس استازی: د طالبانو له ژمنې سره، سره په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ لا په خپل ځای دی

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۰۹ GMT+۱

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د فرعي کمېټې مشر د پنجشنبې په ورځ د دغې کمېټې په غونډه کې ویلي، چې له افغانستانه د بایډن ادارې په بېړه وتلو او واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په سوېلي او مرکزي اسیا کې د ترهګرۍ ګواښ لا په خپل ځای دی.

بل هایزینګا وایي، چې د دوحې په تړون کې د طالبانو د ژمنو سره، سره افغانستان یو وار بیا د هغو ترهګرو په مرکز بدل شوی چې د خوندي پټنځایونو په لټه کې دي.

هغه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان ډله په سیمه کې تر ټولو مهم ترهګریز ګواښونه وبلل.

هغه خبرداری ورکړ، چې ترهګرې ډلې په ټوله سیمه او نړۍ کې د بریدونو ترسره کولو لپاره خپلې وړتیاوې زیاتوي.

ښاغلي هایزینګا زیاته کړه، چې اوس‌مهال د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو ګواښونه تر بل هر وخت ډېر څرګند شوي دي.

هغه وایي، چې پاکستان په وروستيو کلونو کې تر ټولو زيات د ترهګريزو بريدونو شاهد و.

هغه دارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د امریکا رول ته په اشارې سره وویل، چې واشنګټن د دوه اړخیزو تړونونو او څو اړخیزو تګلارو له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له خپلو نړۍوالو شریکانو سره مرسته کوي.

هغه د داعش خراسان په کنټرول کې د طالبانو ناکامۍ ته اشارې سره ویلي، په داسې حال کې چې طالبان د بریا ادعا کوي؛ داعش خراسان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او ان له مرکزي اسیا څخه ور هاخوا له کډوالو ټولنو څخه د افراطیت او استخدام هڅه کوي.