• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محسن داوړ: په پاکستان کې ترهګري د دولت د ناسمو پالیسیو پایله ده

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۴۸ GMT+۱

په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو له خونړي برید وروسته اوس په دې سیمه کې پر تګ راتګ محدودیتونه لګول شوي دي. د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ دغه وضعیت ته په غبرګون ویلي، د شمالي وزیرستان خلک د ترهګرو د بریدونو له امله د تګ راتګ محدودیتونو سره مخ دي.

محسن داوړ زیاتوي، د پاکستان دولت د شمالي وزیرستان د خلکو د ساتنې پر ځای هغوی د وزیرستاني والي له امله مجازات کوي.
ښاغلي داوړ په ډاګه ویلي، چې ترهګري د پاکستان دولت د ناسمو پالیسیو زېږنده ده.
محسن داوړ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «دولت زموږ د خلکو د ساتنې پر ځای هغوی د وزیرستاني توب له امله مجازات کوي. ترهګر د دولت د ناسمو پالیسیو پایله ده.»
د خېبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان د غلام خان بندر ته څېرمه د پاکستاني پوځيانو پر موټریز کاروان په موټر بم برید کې ۱۳ پوځيان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
له دغه خونړي برید وروسته د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر خېبرپښتونخوا ته ولاړ او په ټينګار سره یې وویل، له عاملینو به غچ اخلي او په وینا یې، ترهګر به بې‌درېغه تعقیب کړي او "په سیمه کې به د ترهګرۍ اصلي سرچينه" افشا کړي.
عاصم منیر د دې برید د قربانیانو د جنازې په مراسمو کې وویل، ټول هغه کسان چې ترهګرۍ ته زمینه برابروي، ملاتړ یې کوي یا په کې ښکېل دي، بې‌وقفې به تعقیب او عدالت ته به وسپارل شي.
د پاکستان پوځ هند تورن کړی، چې په دې برید کې لاس لري؛ خو نوي ډیلي دا تور رد کړی دی.
د اتحاد المجاهدین پاکستان په نوم یوې وسله والې ډلې د یاد موټر بم برید مسوولیت منلی دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د برید مسوولیت یوې داسې ډلې پر غاړه اخیستی چې له تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري او د حافظ ګل بهادر تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

اتحاد المجاهدین ډلې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو د شوي برید مسوولیت منلی

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۱

د اتحاد المجاهدین پاکستان په نامه یوې وسله والې ډلې د خېبربښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د غلام خان بندر ته څېرمه د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان د ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په خبرپاڼه کې یادې ډلې پاکستاني نظامیانو ته د ځاني او مالي زیانونو د اړولو ادعا کړې ده.

ځايي سرچینو نن شنبې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خېبر پښتونخوا په سوېل لوېدیځ شمالي وزیرستان کې او د غلام خان بندر ته څېرمه یوه ځانمرګي بریدګر د پاکستاني پوځیانو پر نظامي کاروان ځانمرګی برید کړی . په دې برید کې شپږ پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینو وویل، چې ټپیان د میرانشا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، ځانمرګی بریدګر پر موټر سپور و او د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان یې برید کړی دی.

دوی همدراز زیاتوي په ټپي شویو کې د درېیو کسانو حالت نازک ښودلی و.

د خېبرپښتونخوا په کوز دیر ولسوالۍ کې په یوه چاودنه درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا په کوز دیر ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه د لاسي بم له امله د کباړ په یوه دوکان کې رامنځته شوې ده.

د خېبرپښتونخوا د ژغورنې ادارې په وینا، د چاودنې وروسته سمدلاسه د ژغورنې عملیات پیل شوي دی او جسدونه او ټپیان د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په چاودنه کې وژل شوي کسان د رویداد، امین الله او هارون په نوم پیژندل شوي.

د پیښې وروسته په سیمه کې ویره خپره شوې ده، پداسې حال کې چې امنیتي ادارو سیمه محاصره کړې او د نورو شواهدو راټولول یې پیل کړي دي.

تراوسه هېڅ کومې وسلوالې ډلې ددې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستي.

خېبر پښتونخوا کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۳ کسان مړه شوي دي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د پښتونخوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې ویلي، چې د تېرو اورښتونو او سېلابونو له امله په دغه ایالت کې شاوخوا ۲۳ کسان مړه شوي دي. دغه اداره وايي چې وروستیو سېلابونو د خېبرپښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې زیات زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د سوات سیند د سېلابونو له امله د نږدې شل کسانو مړه کېدو پېښې ته توند غبرګون ښودلی او وايي، یاده پېښه د صوبايي حکومت د بیغورۍ له امله رامنځته شوې ده.

د پښتونخوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې ویلي، چې په سوات کې له تېرې ورځې راهیسې د پرلپسې اورښتونو له کبله سېلابونه راوتي او ژغورونکې ډلې هم لاس په کار شوې دي.

تردې مهاله په یادو سېلابونو کې د نږدې شل کسانو د ډوبېدو خبر ورکړل شوی دی.

طالبان وایي، تېره اونۍ «۱۷ مېرمنې» له اجباري نکاح او کورني تاوتریخوالي ژغورلي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۰۳ GMT+۱

د‌طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت ویلي چې په تېره اونۍ کې یې محتسبانو د ښځو اړوند «۱۷ بېلابېلې دوسیې» څېړلي او د حل لارې یې ورته موندلې دي. کورنی تاوتریخوالی او په زوره نکاح د دغو شکایتونو برخې ګنل شوي.

د شنبې په ورځ د (چنګاښ ۷مه) یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې یوازې په لغمان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې یې «۷مېرمنې» له اجباري نکاح څخه ژغورلي دي. طالبانو ادعا کړې چې له دې سره یې ښځو ته خپل حقوق ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ویل شوي، ملا هبت الله تر اوسه پورې د ښځو اړوند «۸۰ فرمانونو» صادر کړي چې د دوی ژوند، حقونه او ازادۍ یې په کې سختې محدودې کړي دي. طالبانو د خپلې اونۍ واکمنۍ له پېل راهیسې د زده کړو،‌ کار، سفرونو او ورزش تر څنګ په بېلابېلو برخو کې پر ښځو یو شمېر بندیزونه لګولي دي.

که څه هم نړیوالې ټولنې له دغه ډلې غوښتي چې د ښځو په تړاو دې خپل دریځ نرم کړي، خو پر افغانستان واکمنو نه یوازې دغو غوښتنو ته چندان پاملرنه نه ده کړې، بلکې خپلې سختدریځه تګلارې او بندیزونه یې لا نور ډېر کړي دي.

شمالي وزیرستان کې ځان‌مرګی برید؛ پنځه پاکستاني پوځیان ووژل شول

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ په خدي سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

امنیتي سرچینو ویلي چې په چاودنه کې یو کور هم نړېدلی چې له امله یې د څلورو ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکيان ټپیان شوي دي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو یې روغتیايي حالت ناسم ښودل شوی دی.

پاکستاني امنیتي چارواکي وايي چې چاودنه یو ځانمرګی برید و او د سیمې اوسېدونکو ته یې سخت زیانونه اړولي دي. د پیښې په تړاو ځايي پولیسو خپلې څېړنې پیل کړي دي.

تر اوسه پورې کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» په یادو سیمو کې پراخ فعالیتونه لري.