په پاکستان کې د وروستیو ورښتونو له کبله د مړو شمېر ۴۵ ته لوړ شو

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د بارانونو او طبیعي پیښو له کبله تراوسه ۴۵ کسان مړه شوي دي. د راپور له مخې؛ یوازې په خیبر پښتونخوا کې د لسو ماشومانو په ګډون ۲۱ کسان مړه شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د بېړنیو مرستو د رسولو هڅې روانې دي؛ خو خلک باید د شړکنده بارانونو پرمهال له احتیاط کار واخلي.

په وروستیو کې د اقلیمي بدلون څپې په ځانګړې توګه سېلابونو د پاکستان ځینې سیمې سختې ځپلې دي.