• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د وینو قمار؛ د طالبانو له بندیزونو سره، سره بیا هم په کابل کې چرګان جنګول کېږي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۱۸ GMT+۱

سره له دې چې طالبانو د خپلې دویم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د چرګانو پر جنګولو بندیز اعلان کړی؛ خو د کابل لارې او کوڅې لا هم د دې وینه بهوونکې لوبې شاهدې دي. د اسوشیټېډ پرېس اژانس ویلي، چې لا هم خلک د چرګانو جنګولو لپاره راټولېږي او قمار پرې وهي.

کله چې د چرګانو جنګېدو سیالۍ پیلېږي، شاوخوا ناست نندارچیان په لوړو غږنو همدا وايي: «وهه! او ووژنه!». له دې سره چرګان پر یو بل مرګوني بریدونه کوي، د یو بل پر ضد هوا ته پورته کېږي او د وینو څاڅکي یې په بڼکو خپرېږي.

د چرګانو جګړه په افغانستان کې سلګونه کلونه پخوانی دود دی، چې پخوا به د ژمي د فصل یوه عامه ساتیري وه؛ خو اوس دا دود په ځانګړې توګه په کابل کې یوه دوامداره پدیده ګرځېدلې ده. فقر، بې روزګاري او اقتصادي فشارونه د دغه لوبې د ډېرېدو لاملونه بلل کېږي.

د راپور له مخې؛ جنګي چرګان په ځانګړې بڼه ساتل کېږي، تر سیالۍ مخکې یې پنجې تړل کېږي، اوبه پرې پاشل کېږي او کله ناکله د ځواک د زیاتوالي لپاره ځانګړې انرژۍ هم ورکول کېږي.

د چرګانو د جنګولو دا له وحشته ډکه سیالي څو پړاوونه لري او‌ په هر یو کې یې دمه هم شته. بریا هغه وخت اعلانېږي، چې یو چرګ له پښو وغورځي او نور د جنګ توان بایلي.

د ډېرو لپاره د چرګانو جنګول یوازې یوه ساتېري نه ده؛ بلکې د عوایدو یوه سرچینه، د قمار میدان او کله ناکله یو خطرناک اعتیاد هم دی.

درانه شرطونه کېدای شي یوه کورنۍ شتمنه کړي، یا یې په بشپړ فقر کې ډوبه کړي.

د محمد په نوم یو ۶۳کلن سړی له لسیزو راهیسې د چرګانو په دې جنګي لوبه کې ښکېل دی. هغه اسوشیېټډ پرېس ته ویلي: «په دغو کلونو کې مې لیدلي، چې څه ډول د یو چا ژوند جوړ شوی یا خراب شوی دی. یو ځل د همدې لوبې پر سر زامنو خپل پلار وواژه».

دی زیاتوي: «ځینو ‌بې وزلو کسانو په دې لوبو کې کورونه واخیستل؛ خو شتمنو کسانو بیا دې لوبه کې هر څه بایللي. مالکان د خپلو چرګانو سره دومره مینه لري، چې ان له خپلو کورنیو یې هم ښه ساتي. حتی د خپلو چرګانو لپاره د ډوډۍ او خوړو پیسې بېلوي».

د وینې تویېدنې دغه لوبه لا هم سره له بندیزونو روانه ده. دا د کابل ښار د تریخ ژوند یو له حقیقتونو ښکاره کیسه ده، چې ځیني کسان پرې بوخت دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، ختیځ نورستان له مرکزي نورستان سره نښلوي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د ۲۹ مېلیونه افغانیو په لګښت د پپړوک لس کیلو متره سړک جوړېدو چارې پیل شوې دي. د راپور له مخې؛ د یاد سړک په جوړېدو به د نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالۍ د نورستان له مرکز پارون سره ونښلول شي.

خو یو شمېر نورستانیان بیا وايي، په دغه ولایت کې باید د لارو او سړکونو جوړېدو ته پاملرنه ډېره شي.

د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکی کفایت افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په دې اړه وویل:« موږ چې اوس مرکز پاورن ته ځو نو اړ یو، لومړی کونړ او بیا له هغه ځایه د اوږد مزل په کولو سره ځانونه مرکز ته ورسوو؛ خو که دغه لاره جوړه شي بیا زموږ مزل رالنډېږی.»

د کفایت په خبره؛ د نورستان ډېری ولسوالۍ د دغه ولایت له مرکزه په لرې واټن کې پرتې دي او اوسېدونکي یې ان تر درېیو ورځو مزل وروسته مرکز پارون ته سفر کوي.

د نورستان دغه اوسېدونکی شکایت کوي، چې اړونده مسوولینو په هغه ډول چې په کار ده؛ دغه ولایت ته پام نه دی کړی او خلک یې د لارو د خرابوالي سربېره له ډول، ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان نورستان ولایت د هندوکش غرونو په سوېلي برخه کې موقعیت لري، چې د خپل لرغوني اریايي کلتور له کبله یې د پوهانو، ګرځندویانو او نورو پاملرنه ځان ته اړولې ده؛ خو دغه ولایت ته د ورغلو لارو او په ولایت کې دننه د لارو د خرابولي له کبله په کراتو نورستانیانو او هغوی چې ترې لیدنه کړې شکایتونه کړي دي.

نوي ډیلي سره سوداګریزې اړیکې؛ طالبان هند ته د پنجشېر ۵۰ټنه ګیلاس لېږي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې په پنجشېر کې د دغه ډلې والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي چې هند ته د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو ۵۰ټنه ګیلاس لېږي. هغه دغه خبرې د تازه میوو له سوداګرو سره په یوې ګډه ناسته کې کړې دي.

راپور زیاتوي، چې دغه ګیلاس د پنجشېر له ابشار، شتل او حصه اول ولسوالیو څخه راټول شوي او هم‌مهاله یې بسته بندي هم شوې چې د صادراتو لړۍ به یې ژر پېل شي.

همدا راز ویل شوي، چې د دغه ولایت له ځینو نورو سیمو څخه هم د ګیلاس میوې د راټولولو هڅې روانې دي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون تر دې وړاندې په غبرګولي میاشت کې هم ویلي و، چې د ۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰۰ ټنه تازه ګیلاس ازبکستان، قرغزستان او مسکو ته صادروي.

د افغانستان په لور د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز غځېدل د قمار بڼه لري

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۳۷ GMT+۱

د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) چې له کلونو راهیسې د سیمه‌ییزو سټراتیژیو د «لوبې بدلوونکي» په نوم یادېږي؛ اوس د بیجېنګ د ډېپلوماټیکو هڅو په پایله کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سړې شوې اړیکې بېرته ګرمې کړې دي او دا پروژه یوې نوې جیوپولېټیکي مرحلې ته داخله شوې ده.

یورو اېشیا وېب‌پاڼې په یوې تحلیلي مقاله کې ویلي، د روان زېږدیز کال د مئ په میاشت کې د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې افغانستان ته د سي پېک د غځېدو په تړاو خبرې یو داسې اقدام دی، چې د سیمې اقتصادي ودې لپاره یې یو نوی باب پرانېستی دی.

مقاله کاږي، دا هڅه په یوه داسې سیمه کې ترسره کېږي چې تاریخ یې د بې‌باورۍ، سختدریځۍ او بهرنیو لاسوهنو څخه ډک دی چې دا چاره که څه هم یو فرصت ګڼل کېږي؛ خو هم‌مهاله یوه لویه ننګونه هم ده.

په داسې حال کې چې د مئ میاشتې په لومړیو کې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی و او ډېورنډ کرښې ته څېرمه سیمې له سختې نا امنۍ سره مخ وې؛ هم‌مهاله بېجینګ د یوه ښه منځګړي او ټیکاو راوستونکي په توګه دغه کړکېچ کې رول ادا کړ.

نه یوازې یې د CPEC د پراخېدو ملاتړ وکړ؛ بلکې هڅې وشوې چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته فعالې شي او تر دوو کلونو وروسته دواړو هېوادونو خپلې ډېپلوماټیکې اړیکې د سفیرانو کچې ته لوړې کړې.

وړاندې لیکل شوي، بلوچستان چې د CPEC جیوپولیټيکي او لوژستیکي زړه بلل کېږي؛ لا هم یوه کړکېچنه او ناکراره سیمه ګڼل کېږي.

دغه ایالت سره له دې چې د غني کاني زېرمو خاوند دی؛ خو له سختې بې‌وزلۍ، انزوا او وروسته‌ پاتې والي سره مخ دی.

د ګوادر بندر، چې د CPEC د ګران بیه ګاڼې په توګه پېژندل کېږي، خپله د دې تضاد سمبول دی. ځايي کب نیوونکي لکه جمال پیر بخش شکایت کوي، چې د بندر جوړښت او ختیځ سړک یې د دوی دودیز بازارونه له منځه وړی او د بدیل لپاره یې هېڅ ډول پلان نشته.

د اقتصادي ګټې ناسم وېش او د ولسي خلکو له پامه غورځېدل په سیمه کې د سختې ناراضۍ لامل شوې. وسله‌والې ډلې لکه د بلوچستان ازادۍ پوځ یا بلوڅ بېلتون غوښتونکي (BLA) او د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) اوس د تاوتریخوالي ځانګړي لوبغاړي ګرځېدلي دي، چې پر ملکي وګړو او مهمو بنسټیزو تاسیساتو وژونکې بریدونه کوي.

د «نړۍوال ترهګرۍ شاخص» د ۲۰۲۵کال د راپور پر بنسټ؛ پاکستان د ترهګرۍ له اړخه تر افغانستان وروسته دویم مقام لري.

یوازې په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۰۰۰ زیات ترهګریز بریدونه پاکستان کې ثبت شوي، چې شاوخوا ۹۰ سلنه یې د BLA او TTP له لوري ترسره شوي دي. شنونکي دا بریدونه تصادفي نه بولي.

پاکستاني او چینایي چارواکي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د هند قونسلګرۍ له بلوڅ بېلتون پالو سره مالي او وسله‌واله مرسته کړې او دا د هند د چین د مهار د ستراتیژۍ یوه برخه ګڼل کېږي؛ ځکه چې هند CPEC ته د سیمې د جیوپولیټيکي توازن لپاره یو ګواښ ګڼي.

یاده وېب‌پاڼه باور لري، له دې ټولو ګواښونو سره، سره په سي پېک کې د افغانستان ګډون ګټې او ګواښونه دواړه لري.

افغانستان له پخوا راهیسې په بېلابېلو پروژو لکه د TAPI ګازو نل‌لیکه او CASA-1000 برېښنا پروژه کې د ټرانزیت رول لاره؛ خو د دغه هېواد پرله‌پسې بې‌ثباتي د اوږدمهاله پانګونې مخه نیسي.

چینایي کارپوهان هم دا نظر لري، چې د CPEC دوه اړخیز ماډل باید بیا طرحه شي او دغه پروژه دې د یوه سیمه‌ییز مشارکت د چوکاټ بڼه غوره کړي چې افغانستان په کې یوازې یو جغرافیایې دهلېز نه؛ بلکې یو ګټور ګډونوال وي.

د ګاونډیو هېوادونو ګران بیه ویزې؛ خلک د اړونده ادارو له بې‌غورۍ شکایت کوي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د دوو ګاونډیو هېوادونو ویزې چې له اضافي پېسو ورکولو پرته یې ترلاسه کول ستونزمن شوي؛ خلکو ته یې نوې ستونزې راولاړې کړې دي. د بلخ یو اوسېدونکي چې په ۳۲ زره افغانیو د ایران ویزه اخیستې وايي، په دغه ولایت کې سیاحتي شرکتونه د خلکو له مجبوریته ناوړه ګټه اخلي.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې شرکت د ویزې له ورکړې وړاندې داسې ویډیو ترې ثبت کړې چې ګواګې دغه شرکت د ویزې لپاره له نوموړي ۱۴ نیم زره افغانۍ ترلاسه کړې دي.

د نوموړي په وینا، په بلخ ولایت کې د ایران د عادي ویزو بیه ۹۰ یورو او د بېړنیو هغو ۱۵۰ یورو ده؛ خو که څوک په خپله د ایران قونسلګرۍ ته ورشي، نو ویزې نشي ترلاسه کولای.

هغه وايي، خلک اړ دي چې هغو سیاحتي شرکتونو ته ورشي چې د ایران له قونسلګرۍ سره ثبت دي؛ خو هغوی بیا پرې ویزې له اصلي بیو څو برابره لوړې پلوري.

هغه زیاتوي، یو بل سیاحتي شرکت په دغه ولایت کې د ایران د ویزې لپاره د ده له یوه ملګري ۵۰ زره افغانۍ اخیستې دي.

افغانستان انټرنشل- پښتو په بلخ ولایت کې له یوې داسې مېرمنې سره هم خبرې کړې دي، چې په ۴۲ زره افغانیو یې د ایران ویزه اخیستې وه؛ خو ایران ته د اوښتو پرمهال ایراني پوله ساتو ځواکونو له دې کبله ایران ته نه ده پرېښې، چې ګواکې ویزه یې جعلي ده.

نوموړې چې اوس‌مهال له سیاحتي شرکت سره دعوه لري وايي، له بلخ نه د هرات او اسلام کلا پورې یې اوږد مزل وکړ؛ خو د سیاحتي شرکت د دوکې له کبله نږدې و، چې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له‌خوا د جعل په تور نیول شوې وای.

نوموړې وايي، که څه هم شرکت ورته ویلي چې د موضوع د نه شریکولو په شرط یې پیسې ورکوي؛ خو درې اوونۍ کېږي چې پیسې یې نه دي ورکړي.

هغه وایي:« له بلخ نه تر هرات او له هغه ځایه بېرته د مزارشریف تر ښاره په تګ راتګ مو شاخوا ۲۰زره افغانۍ ولګېدې، وخت مو هم ضایع شو او له ټولو بده دا چې نږدې و ایراني پوله ساتو ځواکونو نیولي وو؛ هغوی غوسه وو، چې ولې له جعلي ویزې سره ورغلي یو.»

نوموړې وایي، که څه هم یاد شرکت یې ګواښلی چې موضوع به د طالبانو حکومت له اړونده ادارو سره شریکه کړي؛ خو هغوی پرې چندان غوږ نه دی ګرولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بل ګاونډي پاکستان ویزې هم د افغانستان په تور بازار کې له اصلي بیې خورا لوړې پلورل کېږي. د پاکستان یوه بېړنۍ ویزه ان تر زرو امریکايي ډالرو پلور کېږي.

زینب نوري چې د پاکستان ویزه یې ۷۵۰ ډالره اخیستې وايي، بیا هم په تورخم کې د اوښتو پرمهال ډېره لالهانده شوې ده.

نوموړې وايي، سیاحتي شرکت ورسره ژمنه کړې وه چې تر درېیو ورځو به ورته ویزه اخلي؛ خو څه باندې یوه اوونۍ خپلې ویزې ته په تمه وه.

د اغلې نوري په خبره؛ خاوند یې په بهر کې اوسېږي او نوموړې د کډوالۍ د پروسې د مخ ته وړلو لپاره اړه وه، چې په لوړې بیې دغه ویزه واخلي.

هغه وایي:« خاوند مې سویډن کې اوسېږي. د واده مې څه باندې یو کال کېږي، په کابل کې خو اوس سفارت نشته؛ نو اړه شوم، چې دلته راشم. د نورمال ویزې لپاره مې څو ځلې غوښتنه وکړه؛ خو ویزه مې ترلاسه نه کړه، نو اړه شوم چې د ویزې لپاره ۷۵۰ ډالره شرکت ته ورکړم؛ خو هغوی هم په ټاکلي وخت ویزه راونه اېستله.»

په ورته وخت هغه افغانان چې په ويزو پاکستان ته تللي او هلته د پاتې کېدو لپاره ويزې تمدیدوي؛ په دغه لړۍ کې د ګڼو ستونزو سره مخ دي.

عبيدالله چې دوه کاله کېږي پاکستان کې مېشت دی وايي، پخوا به ويزې د شپږو مياشتو لپاره تمدیدېدې؛ خو اوس دغه موده يوې مياشتې ته کمه شوې ده.

هغه وایي: «اوس يوازې د يوې مياشتې لپاره ويزې راکوي هغه هم ډېر په ستونزو؛ بايد هره میاشت شاوخوا ۲۰ زره کلدارې ورکړو، کنه ويزې نشته.»

د ویزو په اړه د افغانانو له دومداره شکایتونو سره، سره تراوسه د دواړو ایران او پاکستان له لوري په دې برخه کې د لازمو اسانتیاو په موخه اقدامات نه دي شوي.

ډېری افغانان د درملنۍ، کار روزګار، د خپلو کورنیو د لیدو او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ د کېسونو د چارو د مخ ته وړلو لپاره پاکستان او ایران ته مخه کوي؛ خو دغو هېوادونو ته د ورتګ لړۍ له کړاوه ډکه ده.

طالبانو د ګرځندویانو پر مخ دروازې پرانیستې دي، خو د افغان ښځو پر مخ یې تړلې دي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۱

د طالبانو حکومت هڅه کوي د ګرځندویۍ له لارې اقتصادي ستونزې حل کړي او نړۍ ته د افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي، خو د دې ښکلو منظرو تر شا د نجونو د ښوونځیو تړل، د ښځو محدودیتونه او د بشري حقونو سرغړونې لا هم د هېواد د راتلونکي لپاره سترې ننګونې دي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څخه نږدې څلور کاله تېرېږي، خو تر اوسه یې هېڅ هېواد په رسمیت نه پېژني او یاده ډله تمه لري چې د ګرځندویانو لپاره د فرصتونو په برابرېدو سره به د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره زمینه برابره شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال قدرت‌الله جمال د جون میاشتې په پیل کې له "اسوشېټېډ پرېس" سره په مرکه کې وویل: «افغانان مېلمه‌پاله خلک دي او غواړي له نورو هېوادونو سیلانیان راشي، موږ یې کوربه‌توب ته چمتو یو. ګرځندوی یوه ګټوره چاره ده او موږ غواړو زموږ هېواد یې له ټولو اقتصادي او فرهنګي ګټو برخمن شي.»
د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې ګرځندوی د میلیاردونو ډالرو ارزښت لري، خو افغانستان چې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله نړۍوال منزوی شوی، لا هم له پراخې بې‌وزلۍ سره مخ دی. طالب چارواکي هیله لري، چې د ګرځندوی له لارې به پانګه راجلب کړي.

جمال زیاتوي: «موږ له دې صنعت څخه د پام وړ عواید تر لاسه کوو او باور لرو چې دا به نور هم پراخ شي. د سیلانیانو له لوري مصرف شوې پیسې تر نورو برخو زیات خلکو ته ګټه رسوي. موږ هیله‌مند یو چې دا به زموږ د اقتصاد یوه لویه برخه شي.»
د افغانستان لپاره د ګرځندوی ویزې اخیستل نسبتا اسانه دي او له دوبۍ، استانبول او نورو لویو مرکزونو الوتنې هم شته. حکومت ان د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ په برخه کې د نارینه‌وو لپاره یو روزنیز انسټیټیوټ جوړ کړی، په دغه انسټیټيوټ کې نجونو ته ونډه نه ده ورکړل شوې.

جمال وايي، تېر کال نږدې ۹،۰۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي وو او یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۳،۰۰۰ نور هم ورغلي دي.

نږدې څلوېښت کلنې جګړې د افغانستان ښکلې منظرې، تاریخي ځایونه او غرنۍ جغرافیه له نړۍ پټه کړې وه. د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته که څه هم وخت ناوخته د نا امنۍ پېښې کېږي خو د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت نسبي ارام شوی.

د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې په یوه برید کې، وسله‌والو کسانو په بامیان ولایت کې درې هسپانوي سیلانیان او درې افغانان ووژل.

بامیان یو له مشهورو ګرځندوی سیمو څخه دی، چې پکې پخوا د بودا لویې مجسمې وې، خو طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې الوځولې وې.

د لوېدیځو هېوادونو مشورې لا هم خلک افغانستان ته د سفر څخه منع کوي، خو طالبان ټینګار کوي چې وضعیت بدل شوی.

جمال وايي: «افغانستان د جګړو له اوږدو کلونو راوتلی. اوس غواړو سیلانیان زموږ دودونه، ژوند، هنر، او مقاومت له نږدې وویني. امنیت ټول هېواد کې شته.»
خو منتقدین وایي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت چلند له اخلاقي پلوه پوښتنې راپورته کوي. نجونې له ابتدايي ښوونځي پورته تعلیم ته نه‌ پرېښودل کېږي، د ښځو پروړاندې د کار، ورزش، پارکونو او سینګارتونونو پر تګ بندیزونه دي او د جامو د اغوستلو سخت قوانین ورباندې عملي کېږي.

که څه هم دا قوانین پر بهرنیو مېرمنو کم تطبیقېږي، خو هغوی هم باید سر پټ کړي.

یو شمېر سیلانیان وایي، دوی د اخلاقو له نظره شکمن وو، خو غوښتل یې خپلواکه ارزونه وکړي.

یوه فرانسوي-پیروویایي سیلانۍ ایلاري ګومېز او د هغې برېتانوی ملګری جېمز لیډیارډ وویل، چې نږدې یو کال یې بحث کاوه چې افغانستان ته ولاړ شي او که نه.

لیډیارډ وايي: «موږ فکر نه کوو چې زموږ حضور د طالبانو ملاتړ ښکاره کړي. موږ پیسې خلکو ته ورکوو، نه حکومت ته.»
سره له دې چې د ښځو موضوع حکومتي چارواکو ته حساسه ده، جمال یوازې دومره وویل چې ښځینه او نارینه سیلانیان دواړه دې هر کله راشي، خو د محدودیتونو په اړه یې څه ونه‌ویل.

هغه ټینګار کوي: «کوم کسان چې زموږ قوانینو او دودونو ته درناوی لري، مخکې هم راغلي او لا هم راتلای شي.»
جمال وویل، ګرځندوی نه‌ یوازې اقتصادي، بلکې سیاسي او فرهنګي ګټې هم لري: «دا د خلکو ترمنځ د تفاهم، باور او اړیکو د جوړېدو یو مهم فرصت دی. خلک یو بل له نږدې ویني، یو بل ته درناوی پیدا کوي او فاصله له منځه ځي.»

افغانستان ته د سیلانیانو ورو ورو راتګ د طالبانو حکومت لپاره د یوې ستراتیژیکې هڅې په توګه لیدل کېږي، چې غواړي له اوږدې نړۍوالې انزوا وروسته ځان ته ښه انځور جوړ کړي.

که څه هم سیلانیان د دې هېواد ښکلو غرونو، تاریخي ځایونو او کلتوري بډاینو ته زړه ښه کوي، خو د طالبانو د سختو محدودیتونو تر څنګ، دا سفرونه د یوې شنې پاڼې په څېر ښکاري چې تر شا یې ژور سیوري پراته دي.

طالبانو د ښځو حقونه په پراخه کچه تر فشار لاندې نیولي دي؛ نجونې ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي، ښځې له ګڼو عامو ځایونو محرومې دي او د ازادۍ فضا شدیدا تنګه شوې ده.

دا وضعیت د هېواد اقتصادي ودې او د ګرځندوی پراختیا لپاره ستر خنډ ګرځېدلی دی.

سربېره پر دې، حکومت د نړۍوالو مرستو بندېدو او اقتصادي بحران له کبله په ګران حالت کې دی، خو له دې سره هم غواړي نړۍوالو ته ووایي، چې افغانستان بیا خوندي شوی او د سفر وړ دی.