ملګري ملتونه: افغانستان کې کروندې او څاروي د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (اېف ای او) تازه معلومات ښیي چې د افغانستان شمال، شمال لوېدیځ او شمال ختیځو سیمو کې د وچکالۍ سختې څپې خپرې شوي. یاد سازمان وایي، د دغې څپو اغېزې ټول هېواد ته پراخېدونکې دي.