اېلان ماسک د نړۍوالو شخړو په حل کې د ډونالډ ټرمپ رول وستایه

د نړۍ لوی مېلیارډر او د اېکس سپېس شرکت اجراییوي رییس اېلان ماسک په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ځینو نړۍوالو شخړو په حل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رول ستاینه کړې ده.

د نړۍ لوی مېلیارډر او د اېکس سپېس شرکت اجراییوي رییس اېلان ماسک په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ځینو نړۍوالو شخړو په حل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رول ستاینه کړې ده.
هغه د غزې اوربند په تړاو د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي دي: «حق باید حقدار ته ورکړل شي. ډونالډ ټرمپ په بریالیتوب سره په نړۍ کې ډېری جدي شخړې حل کړې دي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې مخکې ډونالډ ټرمپ ویلي و چې اسراییل له حماس سره د ۶۰ ورځني اوربند پر شرایطو هوکړه کړې ده. نوموړي له حماس غورځنګ نه هم غوښتي چې دا شرایط ومني. حماس بیا تر اوسه د ټرمپ د دغه وړاندیز په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

چین د سیمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان او ازبکستان په همکارۍ، د افغانستان له لارې د ټرانس-افغان رېل پټلۍ د جوړېدو پر پلان لګیا دی چې د عمليکېدو په صورت کې به د اسیا سوداګریزې لارې بدلې کړي. کارپوهان وايي چې چین غواړي د افغانستان له لارې خپلې اقتصادي رېښې پراخې کړي.
ټېنک چینا وېبپاڼې په یوې مقاله کې ویلي چې د دې پروژې موخه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ځمکني دهلیز جوړول دي او دا به د منځنۍ اسیا په وچه کې ایسار هېوادونه د عربي سمندرګي په اوږدو کې د پاکستان له لویو بندرونو لکه ګوادر او کراچۍ سره ونښلوي. د دې لارې په بشپړېدو سره به د چین او مرکزي اسیا نه سوېلي اسیا او اروپايي بازارونو ته د توکو د لېږد لپاره نوې لارې برابرې شي.
د جوړې شوې طرحې پر بنسټ، دا رېل ګاډي به شاوخوا ۶۰۰ کیلومټره اوږد وي او ترمز (ازبکستان) او همداراز د افغانستان مزار شریف او لوګر به د خېبر پښتونخوا له پېښور ښار سره ونښلوي. تمه کېږي چې دا پروژه به تر ۲۰۳۰ کال په کلني ډول تر ۱۵مېلیون ټنو توکي ولېږدوي، په داسې حال کې چې د ټرانسپورټ لګښتونه ۴۰ سلنه کموي او د توکو د لېږد وخت له ۳۵ ورځو نه یوازې ۵ ورځو ته راټیټوي.
که څه هم د دې پټلۍ اصلي ساختماني کار لا نه دی پیل شوی، خو ازبکستان، چین او نورو سیمهییزو شریکانو د تخنیکي مطالعاتو او همغږۍ لپاره ګامونه پورته کړي دي. په تاشکند کې د ټرانس-افغان د همغږۍ دفتر له ۲۰۲۳ کال راهیسې فعال دی او ازبکستاني چارواکو سږکال په پسرلي کې د تخنیکي خبرو اترو لپاره افغانستان ته سفر وکړ. موخه دا ده چې د ۲۰۲۷ کال تر پایه دا لار جوړه او چارې یې بشپړې شي.
د راپورونو پر بنسټ، د رېل ګاډي دغه لاربه د چین او پاکستان له اقتصادي دهلېز (CPEC) سره هم ونښلول شي؛ دا یو ستر پروژه ده چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د چین او پاکستان تر منځ پیل شوې او په کې لوی سړکونه، بندرونه، د رېل ګاډي پټلۍ، د برېښنا پروژې او صنعتي زېربناوې شاملې دي.
سره د دې چې دغه پروژه اقتصادي فرصتونه رامنځته کولای شي، لا هم له لویو ننګونو سره مخ ده. دغه لار له داسې سیمو تېرېږي چې له ناامنۍ، سیاسي بېثباتۍ اوترهګریزو ډلو له حضور سره مخامخ دي. احتمالي بریدونه، د بیمې لوړ لګښتونه، او تخنیکي ستونزې لکه د درېیو هیوادونو ترمنځ د پلونو د لینونو (ګیج) په اندازې کې توپیر هغه مسلې دي چې کولای شي د دې پلان پلي کول ستونزمن کړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیندونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د (چنګاښ ۱۰مه) پاکستان دېرش تنه هغه کډوال د سپین بولدک له لارې ستانه کړي چې د یاد هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې نیول شوي او بیا زنداني شوي وو.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کډوال له یوې څخه تر څلورو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې ساتل شوي وو.

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا ښايي له هند سره یو مهم سوداګریز تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې تعرفې راکمې شي او امریکايي شرکتونو ته به د هند بازار ته د لاسرسي پراخ فرصتونه هم ورسره برابر شي.
نوموړي همداراز په ډاګه کړې چې له جاپان سره د ورته تړون د امکان په اړه لا هم شکونه موجود دي.

وروسته له هغې چې د امریکا نړۍوالې پراختیایي ادارې خپلې بهرنۍ مرستې ودرولې؛ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د امریکا راتلونکی نړۍوال مالي ملاتړ به محدوده وي. نوموړي ویلي، مرستې به یوازې هغو هېوادونو ته ورکول کېږي چې د امریکا د ستراتیژیکو موخو ملاتړ کوي.

د امریکا عدلیې وزارت وايي، دوه چینايي وګړي یې د امریکا د سمندري ځواکونو د اډو په اړه د استخباراتي معلوماتو راټولولو په تور نیولي دي. دغه وزارت ویلي، دغه دوه چینایي وګړي د داسې کسانو په لټه کې وو چې د چین لپاره جاسوسي وکړي.
