د پاکستان له زندانونو ۲۸ افغانان تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو (د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) ۲۸ تنه افغان بندیان تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو په لرلو سره بیا هم د پاکستاني پولیسو لهخوا نیول شوي وو او له یوې ورځې څخه نیولې تر ۴ ورځو پورې یې د بند موده تېره کړې ده.