• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شهباز شریف او طیب اردوغان لیدنه؛ دواړو په سیمه کې د سولې او ثبات په تړاو خبرې کړي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۵۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د اقتصادي همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې یې له د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدلي او په سیمه کې یې د سولې او ثبات په تړاو ورسره خبرې کړي دي. شریف پر خپله اېکس د دې ملاقات خبر ورکړی.

شریف د (چنګاښ ۱۳مه) پر خپله اېکس پاڼه زیاته کړې چې په یاده لیدنه کې دواړه لوریو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو هم بحثونه شوي دي. هغه ټینګار کړی چې ترکیه او پاکستان به سیمه کې د ثبات لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پر شخصي حریم د طالب محتسبانو تېری؛ «ملا صیب دا مې د مېرمنې انځور دی»

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۱۸ GMT+۱
•
ظاهر څراغ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو موندنې ښیي، په بېلابېلو ولایتونو کې خلک له دې شکایت کوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر غړي له اجازې پرته د شخصي موبایلونو پلټنه کوي. د خلکو په وینا، دا پر شخصي حریم ښکاره تېری دی.

شکایتونه؛ له کابل تر ننګرهاره

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د موندنو پر بنسټ، دا ډول موارد په وروستیو اوونیو کې په کابل، لغمان، ننګرهار، کونړ، پکتیا، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې ډېر شوي دي. ځايي اوسېدونکي وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف غړي د سړکونو، پارکونو او بازارونو په ګډون په عامه ځایونو کې خلک دروي، له هغوی د موبایل غوښتنه کوي او شخصي محتوا یې ګوري.

د کابل ښار اوسېدونکي زبیر (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وايي: «زه له خپلو ملګرو سره د کابل ښار د کارته سه سیمې په یوه هوټل کې وم، چې دوه کسان هوټل ته رادننه شول، ځانونه یې د امر بالمعروف غړي معرفي کړل او راته یې وویل چې موبایل دې راکړه. هغوی زما انځورونه، پیغامونه او ټولنیزو شبکو حسابونه وکتل. دا له سپکاوي ډک حالت و.»

هغه زیاته کړه چې د طالبانو د امربالمعروف غړي ورته د ده د موبایل په ګالري کې د یوې ښځینه د انځور د لرلو له امله سخت غوسه شوي دي. د زبیر په وینا، دا انځور د بل چا نه، بلکې د هغه د مېرمنې و، خو د امربالمعروف غړو له سپکو سپورو ویلو سره مخ شوی دی. نوموړي وویل: «ما خپل موبایل کې د خپلې مېرمنې انځور ساتلی و، خو د امربالمعروف غړي راته سخت غوسه شول. که څه هم ورته مې وویل چې دا زما د ناوې انځور دی، خو بیا یې هم سپکې سپورې راته وویلې او بې‌حرمتي یې راته وکړه.»

په ننګرهار کې هم ورته پېښې ثبت شوې دي. د دغه ولایت یو اوسېدونکی د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «په بازار کې مې ولیدل چې له یوه ځوان یې موبایل اخیستی و. هغوی د دې ځوان په موبایل کې د انځورونو تر کتلو وروسته، هغه ته وعظ پیل کړ. په دې وخت کې د لارې پر سر تېرېدونکي خلک پر ځوان راټول شول او هغه بې‌چاره داسې غلی او سرکښته ولاړ و، لکه غټ جرم یې چې کړی وي.»

له شخصي حریم سرغړونه، که د ارزښتونو خوندیتوب؟

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دغې ډلې ویلي چې د امر بالمعروف له لارې غواړي اسلامي ارزښتونه وساتي، خو د دغې ادارې کړنې، په ځانګړې توګه د شخصي وسایلو پلټنه، له بشري حقونو سره د ټکر په توګه لیدل کېږي.

په پاکستان کې کډوال او د بشر حقونو یو افغان فعال چې د امنیتي دلایلو له امله نه غواړي نوم یې په راپور خپور شي، وايي: «له عدلي حکم یا مشخصو دلایلو پرته د شخصي موبایل پلټنه، د انسان له اساسي حقونو یوه ښکاره سرغړونه ده. دا نه یوازې د ټولنیزو اخلاقو خلاف خلاف کړنه ده، بلکې له اسلامي اخلاقو سره هم مطابقت نه لري.»

حقوقي او قانوني اندېښنې

د اساسي قانون له مخې، که څه هم طالبان دا قانون نه پېژني، خو د هېواد هر وګړی د شخصي حریم حق لري. د ملګرو ملتونو د بشر حقونو نړۍوالې اعلامیې هم د هر انسان د محرمیت، ازادۍ او شخصي ملکیت خوندیتوب تضمین کړی دی.

په اسټرالیا کې د حقوقو کارپوه ضمیر رحیمزی په دې تړاو وايي: «هیڅ اداره، که هغه مذهبي وي یا حکومتي، حق نه لري چې د یوه کس له اجازې پرته شخصي معلومات وپلټي. دا عمل باید په واضح ډول وغندل شي.»

ولس څه وایي؟

د کونړ ولایت یو اوسېدونکی وايي: «موږ د اخلاقي مسایلو د ساتنې مخالف نه یو، خو دا چې د یو کس له اجازې پرته، شخصي ژوند ته لاس ور وړل کېږي، دا غیر اسلامي کار دی. موږ د دین د نوم تر سیوري لاندې د دې ډول بې‌حرمتیو او سپکاوي مخالفت کوو.»

د طالبانو بې‌ثباته دریځ

افغانان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د سې‌شنبه (غبرګولي ۱۳مه) د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمدخالد حنفي په یوه سیمینار کې د دغه وزارت کارکوونکو ته ویلي و چې د خلکوپر کورونو، جیبونو او موبایلونو لاس‌ وهل «جایز» نه ‌دي. د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر غړي تر دې مخکې هم د خلکو د شخصي حریم پر سرغړونې تورن شوي دي.

اسراییل د غزې په مختلفو سیمو کې ۷۱ فلسطینيان وژلي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۴ GMT+۱

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي پوځ لخوا په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۱ فلسطینيان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپيان دي. دغه بریدونه د تل ابیب لخوا په غزې کې د جګړې د پراختیا یوه برخه ګڼل کیږي.

د چارواکو په وینا، دغه بریدونه د جمعې په ورځ ناوخته شوي دي.

د روغتیایي سرچینو د معلوماتو له مخې، د دې بریدونو په ترڅ کې ۲۴ کسان، چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره یې انتظار کاوه، وژل شوي دي. د غزې په جنوب کې د ال-صبر ښوونځي ته نږدې درې کسان وژل شوي، دغه ښوونځي د بې ځایه شویو لپاره پناځای وو.

په ورته وخت کې، په وادي غزه سیمه کې د بشري مرستو د ترلاسه کونکو پر لاره د توپچي برید له امله څلور کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د خان یونس په ختیځ کې ۱۵ کسان د خوړو مرستې لپاره د انتظار پر مهال وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، په رفاه، جابلیا او شمالي غزه کې په جلا بریدونو کې ۱۰ نور فلسطینيان وژل شوي دي، او ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي.

د اسراییل پوځ د دغو بریدونو تړاو څه ندي ویلي.

جورجیا میلوني: امریکا اوکراین ته د وسلو رسولو فعالیت نه دی درولی

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۰۶ GMT+۱

د اټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې امریکا اوکراین ته د وسلو سپارلو په فعالیت کې یوازې په ځینو ځانګړو اجزاوو بیا کتنه کوي، خو د ټولې مرستې فعالیت یې نه دی درولی.

میلوني په یوه فورم کې د خپلې وینا پر مهال وویل: "امریکا د وسلو رسولو او د اوکراین ملاتړ نه دی درولی، بلکه یوازې یې د ځانګړو اجزاوو د سپارلو په پرېکړه بیا کتنه کړې ده. دا یو مهم بدلون دی."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای ۳مه نېټه د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې واشنګټن اوکراین ته د وسلو رسولو فعالیت درولی دی. ټرمپ وویل چې دا راپورونه بې بنسټه دي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند شان پارنیل د جولای ۲مه نېټه تایید کړه چې د اوکراین لپاره ځینې پوځي مرستې په موقتي توګه درول شوي دي، ځکه چې د امریکا دفاع وزارت د بهرنیو مرستو په رسولو کې بیا کتنه کوي.

جرمني د روسیې د ګواښ پر وړاندې د دفاع لپاره لوی پوځي پلان جوړوي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۱

جرمني د ناټو د ځواک د پراختیا په چوکاټ کې د زرګونو جنګي وسایطو د پېرلو لپاره د ۲۵ میلیاردو یورو په ارزښت د دفاعي تجهیزاتو لوی پلان جوړوي.

دا خبر بلومبرګ د یوې سرچینې په حواله ورکړی چې د دې پروژې پر جزییاتوخبر دی.

په پلان کې ده چې تر ۲۵۰۰ پورې د(جي ټي کی)بوکسر زغره‌دار وسایط او تر ۱۰۰۰ پورې د لیوپارد ۲ جنګي ټانکونه واخستل شي. د دې ټانکونو یو شمېر لا دمخه اوکراین ته ورکړل شوي او هلته په جګړه کې ازمویل شوي دي.

د دفاع وزیر بورېس پیستوريوس او لوړپوړي چارواکي د دې پلان ارزونه کوي او تمه ده چې د کال تر پایه به پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې شي. دغه ګام د ناټو او واشنګټن له فشار وروسته اخیستل کېږي ترڅو جرمني د دفاع لپاره خپلې ژمنې چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د ناخالص داخلي تولید لږ تر لږه ۵٪ ته رسول دي، پوره کړي.

د سعودي دفاع وزير له ټرمپ سره د غزې جګړې او دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې کړي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۱

د سعودي عربستان دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان په واشنګټن کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د غزې جګړې او دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې وکړې. دغه سفر په داسې وخت کې وشو چې سعودي عربستان د سيمې د ثبات د ټينګښت لپاره خپلې ډېپلوماټيکې هڅې ګړندۍ کړي دي.

باوري سرچينو العربیه انګلیسي ته ويلي، چې شهزاده خالد د ټرمپ تر څنګ جلا جلا ملاقاتونه د دفاع وزارت له مشر پيټ هيګسېټ او د ولسمشر د منځني ختيځ ځانګړي استازي سټيو ويټکاف سره هم درلودل.

د واشنګټن او رياض ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې او په غزه کې روانه جګړه د دغو ليدنو اصلي موضوعات وو.

همدارنګه، شهزاده خالد او پيټ هيګسېټ د يو احتمالي دفاعي تړون په اړه هم خبرې وکړې چې پرې کار روان دی.

سعودي عربستان په سيمه کې د ثبات د ټينګښت او د غزې جګړې د پراخېدو د مخنيوي لپاره خپلې ډېپلوماټيکې هلې ځلې زياتې کړې دي.