• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي ټي پي وايي په لکي مروت کې یې د پاکستان درې پوځیان وژلي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د طــالبانو غورځنګ وايي، چې د خیبر پښتونخواپه لکي مروت ولسوالۍ کې یې درې امنیتي سرتېري د «غچ اخېستونکي اقدام په توګه» وژلي دي. یاده ډله وايي، پوځ څو ورځې وړاندې په همدې سیمه کې ددوی ۷ جنګیالي وژلي او د مړو د سپارلو په برخه کې یې خپله ژمنه ماته کړې.

ټي ټي پي د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې پر پاکستاني سرتېرو دغه برید یې د هغو کسانو د "غچ" په توګه کړی، چې د دوی په وینا، څو ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان په حسن‌خېل سیمه کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوي وو. د ډلې په وینا، وژل شوي کسان د لکي مروت اوسېدونکي وو.

یادې ډلې ادعا کړې چې پوځ د وژل شویو کسانو د مړو د تسلیمولو ژمنه کړې وه، خو وروسته یې د دوی د جسدونو بې‌حرمتي کړې او تیزاب یې پرې شیندلي دي.

دا ادعاوې تر اوسه د پاکستاني پوځ له خوا نه‌دي تایید شوې.

ټي ټي پي د مړو مسخ کول د اسلام او انسانیت خلاف کار ګڼلی او د پاکستان پوځ ته یې خبرداری ورکړی، چې د خپلو مړو بې حرمتي نه شي زغملای.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

اسحاق ډار: د پاکستان اقتصادي وضعیت د ډاډ وړ دی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۰۵ GMT+۱

پاکستان سره له دې چې د بهرنیو پورونو له امله له سخت مالي فشار سره مخ دی؛ خو د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې د دې هېواد د انفلاسیون کچه راټیټه شوې او بهرنۍ زېرمې اوس ۱۴.۵میلیارده ډالرو ته رسېدلې دي.

له دې سربېره پاکستان لا هم د "ای، اېم، اف" او "نړۍوال بانک" په ګډون له بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو له سلو میلیاردو ډالرو ډېر پوروړی دی، د بېکارۍ کچه لوړه ده، صادرات کم او واردات ډېر دي؛ خو بیا هم اسحاق ډار د "حضرت داتا ګنج بخش" په مزار کې د غسل له مراسمو وروسته وویل: «لومړی وزیر شهباز شریف هڅه کوي چې د هېواد اقتصاد ښه کړي او پاکستان اوس د پرمختګ پر لور روان دی.»

د شنونکي په باور، که ‌چېرې په پاکستان کې اقتصادي اصلاحات، د صادراتو زیاتول او داخلي عایدات پراخ نه شي؛ نو دا پورونه ډېر خطرناک کېدای شي؛ خو بیا هم د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د پاکستان نړۍوال حیثیت ښه شوی او له اذربایجان سره د ۲میلیاردو ډالرو پانګونې تړون هم لاسلیک کړی دی.

اسحاق ډار د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نوازشریف به له پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره وګوري، وویل چې دا خبرې حقیقت نه لري او په وینا یې، «نواز شریف له چا سره د لیدو اړتیا نه لري.»

اسحاق ډار د خلکو ګوند"PPP"په کابینه کې د شاملیدو په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پیپلز ګوند لا تر اوسه په فډرالي کابینه کې د شاملیدو لپاره څه لېوالتیا نه ده ښودلې او په وینا یې، د پاکستان د خلکو ګوند د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند یو متحد دی او همداسې به پاتې شي او دوی به ورته ډېر درناوی وکړي.

هغه زیاته کړه: «واکمن اتحاد اوس په ملي اسمبلۍکې دوه پر درېیمه برخه اکثریت لري.»

نوموړي همداراز پر ایران د اسراییل د شویو بریدونو په تړاو وویل، پاکستان یاد برید سخت غندلی او زیاته یې کړه، چې اوس ایران پوه شوی چې پاکستان یې ریښتینی دوست دی.

پاکستاني حکومت: د کډوالۍ کارټ لرونکو افغانانو پروړاندې دې منفي ګامونه بند شي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۱۵ GMT+۱

د پاکستان حکومت د دې هېواد ټولو ولایتي او فدرالي ادارو ته لارښوونه کړې، چې د هغو ثبت شویو افغان کډوالو پروړاندې چې قانوني د کډوالۍ کارټونه (POR) لري، هېڅ ډول منفي یا زیان رسونکی اقدام ونه کړي.

افغان کډوالو هم ویلي، د هغو کسانو پروړاندې د ځورونو اقدام نه دی شوی، چې د کډوالۍ ځانګړې پاڼې لري.

دغه څرګندونې د پاکستاني چارواکو په یوه سند کې افشا شوي دي.

د کشمير او ګلګت بلتستان ایالتونو او سرحدي چارو وزارت په یوې خبرتيا کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت، د پولیسو له ادارو، د اسلام اباد له امنیتي مسوولینو او اړوند ادارو څخه غوښتي، چې د کډوالۍ کارټ لرونکو افغانانو نیول او ځورول بند کړي.

په دې خبرتیا کې ویل شوي: «د پي او ار کارټ لرونکي افغان کډوالو ځورونه او نیونه باید تر هغه وخته تر سره نه شي تر څو چې د اړوند چارواکو له خوا وروستۍ پرېکړه نه وي شوي.»

د دغو ادارو چارواکو ته لارښوونه شوې، چې ټولې اړوندې ادارې باید د دوی له امر سره سم اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د پاکستان حکومت د پي او ار کارټ لرونکو افغانانو د استوګنې مودې غځولو وړاندیز د مرکزي حکومت کابینې ته د تایید لپاره استولی و.

که د مرکزي حکومت کابینه دغه وړانیز تایید کړي، نو د افغان کډوالو د استوګنې موده به د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځېږي.

دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه، چې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه د لوړې کچې یوه ناسته ددغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شوه.

په غونډه کې د سرحدي سیمو او قبایلي چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او د امنیتي ادارو استازو ګډون کړی و.

یو شمېر مدني فعالانو په اسلام اباد کې د روسیې سفارت ته نږدې اعتراض وکړ

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۱ GMT+۱

په اسلام اباد کې د مدني ټولنې او د افغان ښځو د حقونو فعالانو د روسیې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې له امله د روسیې سفارت ته نږدې اعتراض وکړ. دوی «طالبان جنایت کوي او روسیه یې ملاتړ کوي» په شعار سره اعتراض ته دوام ورکړ؛ خو سفارت ته نږدې پولیسو د وړاندې تګ اجازه ور نه کړه.

دوی چې د افغانستان ملي بیرغ هم له ځانه سره لېږداوه وویل، روسیې یوه "ترهګره" ډله په رسمیت پېژندلې ده.

یو شمېر مدني فعالانو ویلي، د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه ترهګرۍ ته د مشروعیت ورکړې په معنا ده او په وینا یې افغانستان اوس د سخت دریځو پر امن ځالې بدل شوی دی.

دوی همداراز د روسیې له دولته غوښتي، چې پر خپلې دغې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د روسیې له اوسېدونکو یې غوښتي، چې په دې حساس وخت کې خپله چوپتیا ماته کړي او د دغې بې عدالتۍ پر وړاندې ودرېږۍ.

د ویلو ده، چې روسیې دا څو ورځې مخکې د طالبانو اداره په رسمیت وپېژندله او دغه پرېکړه هم د طالبانو د مخالفینو، د مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو له پراخ محکومیت سره مخ شوه.

مسکو بیا ویلي، چې له ترهګرۍ او د نشه يي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې له امله یې طالبان په رسمیت پېژندلي دي.

د پاکستان پوځ: په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې ۱۰ وسله وال وژل شوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۵۴ GMT+۱

د پاکستان په پنجاب او خېبرپښتونخوا ایالتونو کې د وسله والو نښتو او بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ کسان چې نهه یې د شکمنو وسله والو په توګه پېژندل شوي، وژل شوي دي. چارواکي وایي، چې په دغه بریدونو کې د وسله والو له لورې سیمه ییز مشران هم په نښه شوي.

د پنجاب ډېره غازي خان ولسوالۍ کې د شنبې په سهار پولیسو د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله والو سره یوه سخته نښته تایید کړه. په دې نښته کې پنځه وسله وال وژل شوي او عملیات لا هم روان دي.

د پولیسو د بیان له مخې، نښته د جادې والا کلي په سیمه کې شوې ده.

بل پلو، د خېبر پښتونخوا لکي مروت او دېره اسماعیل خان ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د څلورو نورو مشکوکو وسله والو د وژلو خبر هم ورکړل شوی.

امنیتي چارواکي وايي، دا عملیات د ټیکاو د ساتلو لپاره روان دي او هیله لري چې د نورو وسله والو فعالیتونه هم ودروي.

د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې بیا وسله والو قبیلوي مشر ملک عید نواز وژلی دی.

د پولیسو په وینا، دا وژنه د یوې ترهګرۍ د برید نتیجه وه.

یاده دې وي، چې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي.

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ د یوه بیان له لارې ویلي، چې لږ تر لږه ۳۰ مشکوک وسله وال یې ډيورنډ کرښې ته نږدې ځایونو کې وژلي دي.

د پوځ په وینا، دغه وسله والو هڅه کوله چې له ډيورنډ کرښې را واوړي.

تېره اوونۍ بیا په شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید ۱۳ پاکستاني سرتېري وژلي وو، چې د پاکستان حکومت یې پړه په ټي ټي پي وسله والو واچوله او زیاته یې کړه، چې دا وسله وال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلان کوي، خو طالبان بیا دا تورونه ردوي او وايي، چې د افغانستان خاوره د داسې فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.

خلیلزاد: په پاکستان کې د کوکنارو تولید له ترهګرۍ او ناامنۍ سره تړاو لري

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په بلوچستان صوبه کې د کوکنارو تولید زیات شوی، چې دا چاره له ترهګرۍ او د حکومت له واکه وتلو سیمو سره ژور تړاو لري. په پاکستان کې د کوکنارو پر ضد مبارزه باید د ترهګرۍ او ناامنۍ د له منځه وړلو یوه مهمه برخه وي.

زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې وړاندې یې هم په پاکستان کې د کوکنارو د تولید د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و. نوموړی وایي، دا زیاتوالی ښايي د پاکستان په ناامنه سیمو، د ترهګرۍ فعالیتونو او د حکومت له واکه وتلو سیمو سره تړاو ولري.

نوموړي خبراری ورکړی او وايي:« که دا ستونزې جلا جلا ونه څېړل شي، ښايي یو بل پیاوړي کړي او لا پراخې شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د حکومت د کمزورې واکمنۍ له امله د نامنیو او ترهګریزو برېدونو تر سیورې لاندې دی او په دغه صوبه کې د کوکنارو تولید نه یوازې اقتصادي ستونزې زیاتې کړي، بلکې د نشه یی توکو کاروبار ته یې هم زمینه برابره کړې ده.