• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سند: د سراج الدین حقاني پرځای داځل ابراهیم صدر پر طالبانو نظامي یونیفورم عملي کوي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پرېکړو یوه سند کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، د یاد وزارت د امنیتي چارو ستر معیین محمد ابراهیم صدر ته دنده سپارل شوې، چې پر نظامي پرسونل ټاکل شوی یونیفورم لازمي کړي. صدر د طالبانو مشر ته نږدې کس ګڼل کیږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دوه اونۍ وړاندې د مشرتابه غونډې تر نامه لاندې ۳۸مه غونډه ترسره کړه.

ددې غونډې د پرېکړو ټول جزئیات افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي دي.

100%

طالبانو په دې غونډه کې په ډاګه کړې، چې ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت ټولو معینیتونو او مستقلو ریاستونو ته دنده سپارل شوې، چې په رسمي وخت کې پر خپل نظامي پرسونل له ټاکل شوي نظامي یونیفورم څخه ګټه اخیستل لازمي کړي.

په دغه سند کې راغلي:« دا فیصله دې له نن ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ۱۲ مې میاشتې له ۲۶ مې نېټې څخه تر راتلونکو پینځلس ورځو پورې په ټول نظامي پرسونل باندې عملي شي».

په سند کې زیاته شوې:«د امنیتي چارو ستر معینیت معیین ملا محمد ابراهیم صدر ته دنده سپارل شوې، چې نوموړی موضوع تر تعقیب لاندې ونیسي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دفتر رییس زین الله عابر په یوه ویډيو پېغام کې ویلي، چې د یاد وزارت پر ټول امنیتي پرسونل د یونیفورم د لازمي کېدو پرېکړه ددې ډلې مشر ملاهبت الله له خوا شوې ده او سراج الدین حقاني هم ددې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

طالبان او نظامي یونیفورم

د طالبانو تر واک لاندې کورنیو چارو وزارت کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په تېرو نژدې څلورو کلونو کې بار بار د ټاکل شوي نظامي یونیفورم د عملي کولو لپاره سپارښتنې شوې دي، خو دا ځل داسې ښکاري، چې دغه موضوع د طالبانو د مشر په ځانګړي هدایت ترسره کېږي او د هغه د فرمان د عملي کولو په موخه پرېکړه شوې، چې د یونیفورم د لازمي کولو مسوولیت د ملاهبت الله نژدې کس مولوي ابراهیم صدر ته وسپارل شي.

په کورنیو چارو وزارت کې سرچینو وویل چې اوس هم طالبانو د پرسونل ترمنځ د یونیفورم د اغوستلو پر سر اختلافات شته دي.

سرچینې زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت ځینو طالبانو د یاد وزارت له خوا د ټاکل شوي نظامي یونیفورم پرځای لمن لرونکي یونیفورمونه جوړ کړي دي، چې دا له ټاکل شوي یونیفورم سره توپیر لري.

یو باخبره سرچینه وايي، « نه یوازې په یونیفورمونو کې سره توپیر موجود دی بلکې د طالبانو هر غړي په خپله خوښه په نظامي یونیفورمونو کې رتبې لګولې دي او څوک نشته چې ددې کار مخه ونیسي.»

دوی همدراز زیاتوي چې تر اوسه د طالبانو په لیکو کې د نظامي کسانو رتبې په منظم ډول نه دي ثبت شوې او په دې برخه کې زیاته خپلسري او ګډوډوي روانه ده.

د یادونې ده، چې څه باندې درې کاله وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې ډېر ژر به یې وسله‌وال ځواکونه په ځانګړي یونیفورم سمبال شي، خو لاهم د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د طالبانو وسله‌وال ځواکونه په شخصي جامه کې لیدل کېږي، چې د خلکو له پراخو شکایتونو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ ته د خلیلزاد سپارښتنه: په منځنۍ اسیا کې پر کاني زېرمو د چین د سلطې مخه ونیسئ

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۱

د امریکا پخواني لوړپوړي ډیپلومات زلمي خلیل‌زاد خبرداری ورکړی چې چین په منځنۍ اسیا کې پر کاني زېرمو د تسلط لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي او د واشنګټن نه‌پاملرنه به د چین نفوذ ته لا ډېره لار ور کړي.خلیلزاد وايي، د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونه له ټرمپ سره معاملې ته چمتو دي.

خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل، چې « په منځنۍ اسیا کې د چین د تسلط هڅې چټک پرمختګ کوي، په ځانګړي ډول د سیمې پر بډایه کاني زیرمو د کنټرول له لارې. موږ باید د چین د کاني پراختیا غوښتنې مخه ونیسو».

خلیلزاد وايي، د سیمې یو شمېر هېوادونه، په ځانګړي ډول قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان، چمتو دي چې له ټرمپ ادارې سره د کانونو په برخه کې معاملې وکړي.

نوموړي زیاته کړې« مهمه ده چې ژر تر ژره د دغو هېوادونو او ښايي د ټولې سیمې لپاره یو منظم پلان جوړ کړو».

خلیل‌زاد خبرداری ورکړی چې که واشنګټن د دغو همکاریو فرصت له لاسه ورکړي، نو یوازې به د چین نفوذ ته زمینه برابره شي:

خلیلزاد زیاتوي، چې «زموږ غفلت به یوازې چین ته ګټه ورسوي».

چین د «یو کمربند، یوه لار» نوښت له لارې په سیمه کې د ترانسپورت، انرژۍاو استخراج سکتورونو کې پراخې پانګونې کړي دي.

یو روسی فلم جوړوونکی د طالبانو په همکاري په افغانستان کې سینمايي فلم جوړوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۱

یو روسی فلم جوړوونکی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو په مرسته او همکارۍ سینمایي فلم جوړوي. د فلم قانوني چارې روسی وکیل الکساندر مولوخوف پر غاړه لري. هغه ویلي، طالبانو د فلم له سناریو خوښي ښودلې او د تولید اجازه یې ورکړې ده.

دغه فلم، چې د شوروي لیکوال ارکادي ګیدار د مشهور ناول « توده ډبره» پر بنسټ جوړیږي، د یوه پخواني روسي پوځي د شخصي تجربو او اروايي ستړیاوو داستان بیانوي، چې د جګړو له ډګره ستړی کور ته ستنیږي.

د فلم سناریو لیکنه او لارښوونه پوځي خبریال ویکتور خومینکو کوي چې نږدې اته کاله یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې او له دې وړاندې یې پر افغانستان یو مستند هم جوړ کړی.

د روسیې د ماش رسنۍ د معلوماتو له مخې، فلم به په افغانستان کې د طالبانو په اجازه او همکاری جوړ شي.

خومینکو تر اوسه په رسمي توګه د دې فلم د جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینې وايي چې چمتووالی روان دی او فلم‌برداري به سږ کال پیل شي.

د فلم تر شا قانوني شخړې

د فلم قانوني چارې روسی وکیل الکساندر مولوخوف پر غاړه لري چې له طالبانو سره د «حقوقي همکاریو» له امله له انتقادونو او قانوني تعقیب سره مخ دی. مولوخوف رسنیو ته ویلي، طالبانو د فلم له سناریو خوښي ښودلې او د تولید اجازه یې ورکړې ده.

مولوخوف د مسکو له تور نوملړه د طالبانو د نوم له اېستلو وړاندې ددې ډلې دفاع کړې وه.

دغه اقدام د روسیې د عدليې وزارت له خوا تر پوښتنې لاندې راغلی و او د جون په پای کې عدليې وزارت غوښتنه کړې چې له مولوخوف نه باید د وکالت جواز واخېستل شي.

په غبرګون کې، مولوخوف د قاضي نیفیودوف پر ضد د قضاوت کیفیت کمېټې ته شکایت کړی او ویلي یې دي چې له طالبانو سره قانوني اړیکې یې د موجودو مقرراتو له مخې سمې وې.

طالبان له ۲۰۰۳ کال راهیسې په روسیه کې تر بندیز لاندې ډله بلل کېده، خو د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۱۷مه، د روسیې سترې محکمې دا بندیز موقتي وځنډاوه.

په داسې حال کې چې روسي فلم جوړوونکي وايي دا پروژه د فرهنګي تبادلې په نیت پیل شوې، منتقدین وايي دا کار د طالبانو چارو ته ، چې د ښځو او بیان پر ازادۍ یې بندیزونه لګولي، د مشروعیت ورکولو هڅې دي.

د روسي فلم جوړوونکي له خوا په افغانستان کې د سینمايي فلم جوړولو دا خبر داسې مهال دی، چې په کوردننه افغان سینمايي لوبغاړي د طالبانو تر سختو بندیزونو لاندې دي، افغان فلم تړل شوی او ګڼ هنرمندان له افغانستان نه بهرنیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت: په تېرو دوو اونیو کې د رېل پټلۍ له لارې ۱۶۱ زره ټُنه واردات شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت مسوولین وايي، په تېرو دوو اونیو کې د روان کال د غبرګولي له ۳۰مې د چنګاښ تر ۱۲مې د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ له لارې ۱۶۴ زره او ۶۷۱ ټُنه انتقالات شوي دي.

په دې موده کې تر ټولو ډېر انتقالات د حیرتان بندر له لارې شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو دوو اونیو کې د حیرتان بندر له لارې ۱۲۱ زره او ۶۵۵ ټُنه، د اقینې بندر له لارې ۱۲ زره او ۷۶۴ ټُنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۳۵۱۲ټُنه او د خواف –هرات له لارې ۱۶۷۴۰ ټُنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۱۶۴۶۷۱ ټُنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد هېواد ته وارد او یا هم صادر شوي دي.

په دې انتقالاتو کې بیا یوازې ۲۹۶۰ ټُنه صادرات دي او هغه هم وچې میوې او د انارو جوس دي.

پر دې سره په تېر دوو اونیو کې د هېواد د وسپنې پټلیو له لارو یوازې نږدې ۳ زره ټُنه صادرات او څه باندې ۱۶۱ زره ټُنه بیا واردات شوي دي.

سند: د طالبانو کورنیو چارو وزارت ومنله چې له نظامي موټرو شخصي ګټه اخیستل کېږي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۶ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو رسمي سند چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړی، ښيي چې ددې ډلې غړي له نظامي وسایطو او موټرو شخصي ګټه اخلي. د سند له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د کورني امنیت لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، چې ددې کار مخه ونیسي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې دوه اونۍ وړاندې ۳۸مه رهبري غونډه شوې ده او ددې غونډې د ټولو بحث شویو موضوعاتو رپوټ د یوه سند په بڼه افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی دی.

په دې غونډه کې په شخصي چارو کې د نظامي موټرو پر استفادې او مخنیوي بحث شوی دی.

غونډې پرېکړه کړې ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د « د کورني امنیت لوی ریاست» له نظامي موټرو څخه د شخصي او ناوړه ګټه اخیستلو موضوع په جدي توګه وڅېړي.

100%

په سند کې راغلي چې یاد ریاست «له نظامي موټرو څخه د شخصي ګټې اخیستې مخنیوي وکړي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې، چې په تفریحي ځایونونو او پارکونو کې دې موظف پرسونل له موټرو علاوه، د نظامي موټرو د ورتګ مخنیوی هم وکړي.

د طالبانو پر بیا واکمنېدو نژدې څلور کاله تېریږي خو دغه ډله لاهم د خپلو ټولو نظامي وسایطو او موټرو د راټولولو او خوندي کولو په چارو کې نه ده بریالۍ شوې.

د طالبانو د چارو ادارې ریاست د ۱۴۰۳ کال د غويي پر لومړۍ نېټه د دې ډلې له چارواکو او غړو غوښتي وو، چې د بيت المال اجناس او وسایط په شخصي چارو کې ونه لګوي. دوی ټولو طالبانو ته سپارښتنه کړې وه، چې د بیت المال ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په یاده ناسته کې د طالبانو د چارو ادارې ويلي و، چې کارکوونکي بايد په دفترونو او کارځایونو کې د برېښنا د بې ځايه لګښت مخنيوی وکړي او په وينا يې چې د بيت المال ضیاع د ګناه لامل کيږي او بايد ځان ترې وساتل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي،، چې د اختر په شپو او ورځو کې د طالبانو یو شمیر پلویانو د خپلې ډلې پر کسانو نیوکې وکړې، چې د اختر د خوښیو پرمهال په دولتي موټرو کې یو شمیر ولایتونو ته په چکر تللي دي.

دوی دا کار له بیت المال سره خیانت بللی و.

په دې وروستیو ورځو کې ویډیوګانې ښيي چې د پخوانيو افغان امنیتي ځواکونو نظامي وسایط چې اوس مهال د طالبانو په واک کې دي، د بې احتیاطۍ له امله په اوبو کې ډوب شوي او استهلاک شوي دي.

د ایران له بې ثباتۍ وروسته د افغانستان له لارې ټرانزیټ ته پاملرنه ډېره شوې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د ایران او اسراییل د جګړې او ایران د لارو د بې ثباتۍ له امله د افغانستان له لارې ټرانزیټ ته پاملرنه ډېره شوې. د ایکو په ناسته کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د بدیلو لارو او د چین-قرغیزستان-ازبکستان رېل پټلۍ پر پراختیا او له ټرانس افغان دهلیز سره د هغې پر نښلولو ټینګار درلود.

د ایکو سازمان په۱۷مه سرمشریزه غونډه کې، چې په اذربایجان کې جوړه شوې وه، د ترکیې، ایران، پاکستان، طالبانو، ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان، قزاقستان، ترکمنستان او اذربایجان چارواکو ګډون کړی و.

د روسیې نیز اویسیمایا ګزیتا ورځپاڼه وايي، چې پر ایران د اسراییل بریدونو د منځنۍ اسیا په اقتصادي برخو کې خطرونه رامنځته کړي، ځکه ایران د سیمې یو مهم ترانزیتي هېواد دی. د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د دې خطرونو په رڼا کې د بدیلو ترانزیتي لارو په ځانګړې توګه د چین-قرغیزستان-ازبکستان رېل پټلۍ پر پراختیا او له ټرانس افغان دهلیز سره د هغې پر نښلولو ټینګار درلود.

میرضیایف د طالبانو د حکومت له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د ترانس-افغان دهلېز د چټک عملي کېدو په اړه خبرې وکړې. ازبکستان اعلان وکړ چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي، چې د مزار، هرات او کندهار تر منځ رېل پټلۍ، نساجي، سیمنټ فابریکې، د مالګې پروسس او ډیجیټل حکومتولي پکې شامل دي.

کارپوهان وايي چې د ترانس-افغان دهلېز له لارې د مالونو لیږد به لس چنده چټک او ارزانه شي.

قزاقستان هم ژمنه کړې چې د تورغونډۍ-هرات رېل پټلۍ او د لوژستیک مرکز جوړولو کې به پانګونه وکړي.

طالب چارواکو ویلي چې قزاقستان له ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګې سره چمتو دی.

دغه پروژه لږ تر لږه ۷ میلیارد ډالره پانګونې ته اړتیا لري. روسیه هم کېدای شي ددې پروژې یو پانګوال اړخ شي او غواړي افغانستان د شمالي-جنوبي دهلېز یوه برخه وګرځوي.

د روسیې مرستیال صدراعظم الکسي اوورچوک د دوو رېل پټلیو (لویدیځ او ختیځ) د جوړولو طرحه وړاندې کړې او ویلي یې دي چې طالب لوری له روسي معیارونو سره همغږي شوی دی.

پر دې سربېره، اذربایجان د لاپیس لازولي دهلېز د پرمختګ په اړه خبرې کړې، چې ترکیه، جورجیا، ترکمنستان، اذربایجان او افغانستان سره نښلوي.

ترکمنستان دټاپي ګاز نللیکې، د بریښنا لینونه او د فایبر نوري کیبلونو د پراختیا پلانونه له طالبانو سره شریک کړي دي.

نیزاویسیمایا ګزیتا وايي، د ایکو د غونډې او حاشیوي ناستو څرنګتیا ښيي چې د ایران د بې‌ثباتۍ په منځ کې د افغانستان له لارې د بدیلو لارو پراختیا د سیمې د اقتصاد ژغورنې او نښلولو لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.