• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

سعودي عربستان وايي د افغانستان د ثبات ملاتړ کوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۳ GMT+۱

سعودي عربستان د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو ناسته کې وویل، چې د افغانستان د ثبات ملاتړ کوي. د سعودي عربستان استازي په دې ناسته کې وویل، چې افغانستان باید د ترهګرو ځای ونه اوسي. سعودي عربستان د افغانستان د ښځو او نجونو حقونو ملاتړ کړی.

د سعودي عربستان استازي دغه راز وویل، چې افغانستان باید په خپل حال پرېنښودل شي.

دې غونډې ته جرمني د یوه پریکړه لیک مسوده هم وړاندې کړې ده.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

۵

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

•
•
•

نور کیسې

یوناما: د مقاومت او ازادۍ جبهو په دریو میاشتو کې پر طالبانو ۷۲ بریدونه کړي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې تر اپرېل میاشتې پورې، د طالبانو پر ضد وسله‌والو مخالفو ډلو ۷۲ بریدونه کړي دي.

د رپوټ له مخې، له دې ډلې ۵۶بریدونه د "ملي مقاومت جبهې" او ۱۶د "افغانستان د ازادۍ جبهې" پر غاړه اخیستي دي.

د "افغانستان د ازادۍ غورځنګ" هم ویلي، چې په همدې موده کې یې درې بریدونه کړي، چې ټول د اپرېل په میاشت کې ترسره شوي دي.

یوناما زیاتوي چې سربېره پر دې، ۱۱نور بریدونه هم ثبت شوي، خو تر اوسه هېڅ یوې ډلې یې مسوولیت نه دی اخیستی.

د سازمان د معلوماتو پر بنسټ، یوازې درې بریدونه داسې دي چې ملګرو ملتونو یې کره والی تایید کړی.

دا بریدونه په کابل کې د طالبانو پر کورنیو چارو وزارت، د کاپیسا ولایت پر نجراب ولسوالۍ او د پروان ولایت پر بګرام هوايي ډګر ترسره شوي دي. د دغو بریدونو د تلفاتو دقیق جزئیات لا هم نه‌دي خپاره شوي.

یوناما تایید کړې چې د دې وسله‌والو ډلو له ډلې یواځې د "افغانستان د ازادۍ جبهې" د روژې په میاشت کې اوربند اعلان کړی و.

یادې شوې درې ډلې هغه وسله والې ډلې دي چې د۲۰۲۱ کال له اګست وروسته وخت ناوخته پر طالبانو وسله‌وال بریدونه کوي.

یادې ډلې طالبان د بشري حقونو په پراخ نقض، د مدني ازادیو پر ځپلو او د خلکو له ګډون پرته پر مطلق حاکمیت تورنوي.

افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات ۱۴ سلنه کم شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۰۸ GMT+۱

سږکال افغانستان له قزاقستان څخه د اوړو واردات شاوخوا ۱۴ سلنه کم کړي دي. د سپټمبر له میاشتې څخه تر می پورې، افغانستان ته له قزاقستان نه ټولټال ۸۸۳،۲ زره ټنه اوړه صادر شوي، چې دا د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۱۴۳،۲ زره ټنه کمښت ښيي.

د قزاقستان د غلو د اتحادیې د تحلیل د څانګې مشر یوجیني کارابانوف د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دې کمښت یو مهم لامل د ازبکستان له خوا د غنمو او اوړو په صادراتو کې زیاتېدونکې سیالي او په افغانستان کې په کور دننه د اوړو د تولید د ظرفیت لوړولو لپاره د غنمو پر واردولو تمرکز دی.

له دې سره، د قزاقستان پر صادراتو یو بل فشار د روسیې له لوري د اوړو د وارداتو زیاتوالی دی.

رپوټونه وايي، چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له روسیې څخه د ۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت اوړه اخیستي دي او اوس د دغه محصول تر ټولو لوی پېرودونکی ګڼل کېږي.

طالبانو هم له دې وړاندې اعلان کړی، چې له روسیې څخه د اوړو پر ځای غنم وارد کړي، څو د غنمو د کورني پروسس ظرفیتونه پراخ کړي.

د شنونکو په باور، د روسیې د اوړو وارداتو زیاتوالی او د افغانستان د کورني تولید د پراختیا هڅې دا امکان زیاتوي چې د قزاقستان د اوړو صادرات به لا هم کم شي.

په دوحه کې د طالبانو سفارت: قطر په افغانستان کې جوماتونه رغوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۴۳ GMT+۱

په دوحه کې د طالبانو سفارت وايي، چې د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزیر غانم بن شاهين بن غانم الغانم ددې ډلې سفیر سهیل شاهین سره په لیدنه کې ویلي چې د طالبانو د حج او اوقافو او د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارتونو ترمنځ د جوماتونو د ساتنې او رغونې هوکړه شوې.

په دوحه کې د طالبانو سفارت نن دوشنبې په ورځ، د «چنګاښ ۱۶مه» په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو کولو ژمنه شوې ده.

دوی همدراز ویلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو او د دوه اړخیزو ګټو ترڅنګ پر نورو مسایلو هم خبرې شوي دي.

د طالبانو سفارت لیکلي، چې د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزیر په بحث شویو برخو کې د بشپړ ملاتړ ژمنه کړې ده.

«طالبان ټور» روسی شرکت راتلونکې میاشت کندهار ته روسي سیلانیان بیايي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۳۸ GMT+۱

د طالبانو تر رسميت پېژندنې وروسته، روسي سیاحتي شرکتونه چمتووالی نیسي چې افغانستان ته سیاحتي سفرونه پیل کړي. د نیوز روسیه د رپوټ له مخې، لومړۍ ډله روسي سیلانیان، چې له مسکو، تاتارستان او نورو سیمو څخه لس تنه نارینه پکې شامل دي، په اګست میاشت کې کندهار ته ځي.

دا سفر د "طالبان ټور" په نوم یو خصوصي شرکت تنظیموي، چې بنسټ یې روسي سوداګر اناتولي ارونوف ایښی دی. نوموړي دغه نوم د تجارتي نښې په توګه ثبت کړی دی.

ارونوف وايي، د سفر هدف د افغانستان کلتور پېژندل دي.

هغه نیوز روسیه ته ویلي، « خلک لېواله دي، غواړي دا هېواد له نږدې وپېژني. دا یو له هغو ځایونو دی چې ډېر خلک یې یوازې له سرلیکونو یا جګړو پیژني، خو اوس غواړي کلتور، تاریخ او ژوندی حقیقت وویني».

د دوو اونیو دغه سفر شاوخوا ۱۵۰۰ امریکایي ډالر لګښت لري او هر ګډونوال تر دې دمه نږدې ۱۱۰۰ ډالر مخکې ورکړي دي.

نور شرکتونه هم ورته پلان لري

دوو نورو روسي سیاحتي شرکتونو هم تایید کړې چې افغانستان ته د سفر پروګرامونه جوړوي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د دغو سفرونو لګښت به له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ ډالرو پورې وي، چې علت یې د امنیتي تضمینونو برابرول دي. تمه ده چې رسمي خرڅلاو یې د مني په موسم کې پیل شي.

د روان کال په اپریل کې، د روسیې سترې محکمې طالبان پر ترهګرو ډلو د بندیزونو له نوملړه و اېستل او څو اونۍ وروسته کرملین د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توګه رسمي وپېژندله.

دغه ګام د روسي پانګه‌والو او سوداګرو پر وړاندې د افغانستان دروازې پرانېستې دي.

په روسي رسنیو کې د افغانستان د سفر لومړني اعلانونه خپاره شوي، لکه "SHOT" ټیلیګرام چینل چې کابل ته د اته ورځني سفر بیه له۲۸۴۰ څخه تر ۳۲۴۰ ډالرو پورې ښيي. په دې کې د ویزې، الوتنې، روغتیایي بیمې او امنیت لګښتونه شامل نه دي.

د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریز تبادلات ښايي ۳ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

افغانستان له ۲۰۲۲ کال راهیسې روسیې ته د کندهار انار، ممیز، غالۍ، پنبې، وړۍ او ځینې محلي مشروبات صادر کړي دي.

خو امنیتي اندېښنې لا شته دي

سره له دې چې دا سفرونه د کلتوري- اقتصادي همکاریو یوه برخه ګڼل کیږي، امنیتي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د افغانستان ځینې سیمې لا هم ناامنه دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د کنسولي خدمت وېب‌پاڼه افغانستان د لوړ خطر زون په توګه ښيي او روسي وګړي له سفر نه منع کوي.

د سفر تنظیموونکي ژمنه کوي چې سیلانیان به د افغانستان کلتور، معمارۍ او دودونو سره اشنا کړي، خو تفصيلي پروګرامونه یې لا نه دي خپاره شوي.

یو شمېر کسان د ځانګړو تجربو په موخه، له قواعدو بهر سیاحت او ماجراجويي له امله افغانستان ته سفر کوي.

خطرناکو او غیرمعمولي ځایونو لکه سومالیا، عراق، سوریې او اوس افغانستان ته سفرونه د یوټیوب او ټیلیګرام په چینلونو کې ډېر شوي دي.

د طالبانو لوی درستیز د توپچي څانګې پر پیاوړي کېدو ټينګار کړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت د توپچي ریاست د ظرفیت لوړونې سیمینار په پای مراسمو کې په وسله وال ځواک کې توپچي څانګه مهمه بللې او وايي، "څومره چې زموږ توپچي برخه پیاوړې وي په همغه اندازه به زموږ اردو قوي وي."

نوموړي همداراز په ډاګه کړه چې، باید له سرحدونو په کلکه دفاع وشي او همداراز په راتلونکې کې د هر ډول ګواښونو پر وړاندې چمتو واوسي.

محمد فصیح الدین فطرت زیاته کړې، "موږ باید له خپلو سرحداتو څخه په کلکه دفاع وکړو او په راتلونکې کې د هر ډول تهديد پر وړاندې متوجې واوسو او په ښه مهارت سره د هغو پر وړاندې ودریږو."

د ویلو ده چې، د طالبانو د دفاع وزارت ستردرستیز د توپچي ریاست د ظرفیت لوړونې له ۳ ورځني سیمینار څخه د توپچي ۶۵ مدیران او امرین هم فارغ شول.

طالبان پر توپچي برخه داسې مهال ټینګار کوي، چې افغانستان لرې واټن ویشتونکي توغندي او چټکې الوتکې نه لري او وخت ناوخته د سرحدي شخړو پرمهال له توپچي برخې کار اخلي.