• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په دوحه کې د طالبانو سفارت: قطر په افغانستان کې جوماتونه رغوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۲۱ GMT+۱

په دوحه کې د طالبانو سفارت وايي، چې د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزیر غانم بن شاهين بن غانم الغانم ددې ډلې سفیر سهیل شاهین سره په لیدنه کې ویلي چې د طالبانو د حج او اوقافو او د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارتونو ترمنځ د جوماتونو د ساتنې او رغونې هوکړه شوې.

په دوحه کې د طالبانو سفارت نن دوشنبې په ورځ، د «چنګاښ ۱۶مه» په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو کولو ژمنه شوې ده.

دوی همدراز ویلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو او د دوه اړخیزو ګټو ترڅنګ پر نورو مسایلو هم خبرې شوي دي.

د طالبانو سفارت لیکلي، چې د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزیر په بحث شویو برخو کې د بشپړ ملاتړ ژمنه کړې ده.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

«طالبان ټور» روسی شرکت راتلونکې میاشت کندهار ته روسي سیلانیان بیايي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۳۸ GMT+۱

د طالبانو تر رسميت پېژندنې وروسته، روسي سیاحتي شرکتونه چمتووالی نیسي چې افغانستان ته سیاحتي سفرونه پیل کړي. د نیوز روسیه د رپوټ له مخې، لومړۍ ډله روسي سیلانیان، چې له مسکو، تاتارستان او نورو سیمو څخه لس تنه نارینه پکې شامل دي، په اګست میاشت کې کندهار ته ځي.

دا سفر د "طالبان ټور" په نوم یو خصوصي شرکت تنظیموي، چې بنسټ یې روسي سوداګر اناتولي ارونوف ایښی دی. نوموړي دغه نوم د تجارتي نښې په توګه ثبت کړی دی.

ارونوف وايي، د سفر هدف د افغانستان کلتور پېژندل دي.

هغه نیوز روسیه ته ویلي، « خلک لېواله دي، غواړي دا هېواد له نږدې وپېژني. دا یو له هغو ځایونو دی چې ډېر خلک یې یوازې له سرلیکونو یا جګړو پیژني، خو اوس غواړي کلتور، تاریخ او ژوندی حقیقت وویني».

د دوو اونیو دغه سفر شاوخوا ۱۵۰۰ امریکایي ډالر لګښت لري او هر ګډونوال تر دې دمه نږدې ۱۱۰۰ ډالر مخکې ورکړي دي.

نور شرکتونه هم ورته پلان لري

دوو نورو روسي سیاحتي شرکتونو هم تایید کړې چې افغانستان ته د سفر پروګرامونه جوړوي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د دغو سفرونو لګښت به له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ ډالرو پورې وي، چې علت یې د امنیتي تضمینونو برابرول دي. تمه ده چې رسمي خرڅلاو یې د مني په موسم کې پیل شي.

د روان کال په اپریل کې، د روسیې سترې محکمې طالبان پر ترهګرو ډلو د بندیزونو له نوملړه و اېستل او څو اونۍ وروسته کرملین د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توګه رسمي وپېژندله.

دغه ګام د روسي پانګه‌والو او سوداګرو پر وړاندې د افغانستان دروازې پرانېستې دي.

په روسي رسنیو کې د افغانستان د سفر لومړني اعلانونه خپاره شوي، لکه "SHOT" ټیلیګرام چینل چې کابل ته د اته ورځني سفر بیه له۲۸۴۰ څخه تر ۳۲۴۰ ډالرو پورې ښيي. په دې کې د ویزې، الوتنې، روغتیایي بیمې او امنیت لګښتونه شامل نه دي.

د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریز تبادلات ښايي ۳ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

افغانستان له ۲۰۲۲ کال راهیسې روسیې ته د کندهار انار، ممیز، غالۍ، پنبې، وړۍ او ځینې محلي مشروبات صادر کړي دي.

خو امنیتي اندېښنې لا شته دي

سره له دې چې دا سفرونه د کلتوري- اقتصادي همکاریو یوه برخه ګڼل کیږي، امنیتي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د افغانستان ځینې سیمې لا هم ناامنه دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د کنسولي خدمت وېب‌پاڼه افغانستان د لوړ خطر زون په توګه ښيي او روسي وګړي له سفر نه منع کوي.

د سفر تنظیموونکي ژمنه کوي چې سیلانیان به د افغانستان کلتور، معمارۍ او دودونو سره اشنا کړي، خو تفصيلي پروګرامونه یې لا نه دي خپاره شوي.

یو شمېر کسان د ځانګړو تجربو په موخه، له قواعدو بهر سیاحت او ماجراجويي له امله افغانستان ته سفر کوي.

خطرناکو او غیرمعمولي ځایونو لکه سومالیا، عراق، سوریې او اوس افغانستان ته سفرونه د یوټیوب او ټیلیګرام په چینلونو کې ډېر شوي دي.

د طالبانو لوی درستیز د توپچي څانګې پر پیاوړي کېدو ټينګار کړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت د توپچي ریاست د ظرفیت لوړونې سیمینار په پای مراسمو کې په وسله وال ځواک کې توپچي څانګه مهمه بللې او وايي، "څومره چې زموږ توپچي برخه پیاوړې وي په همغه اندازه به زموږ اردو قوي وي."

نوموړي همداراز په ډاګه کړه چې، باید له سرحدونو په کلکه دفاع وشي او همداراز په راتلونکې کې د هر ډول ګواښونو پر وړاندې چمتو واوسي.

محمد فصیح الدین فطرت زیاته کړې، "موږ باید له خپلو سرحداتو څخه په کلکه دفاع وکړو او په راتلونکې کې د هر ډول تهديد پر وړاندې متوجې واوسو او په ښه مهارت سره د هغو پر وړاندې ودریږو."

د ویلو ده چې، د طالبانو د دفاع وزارت ستردرستیز د توپچي ریاست د ظرفیت لوړونې له ۳ ورځني سیمینار څخه د توپچي ۶۵ مدیران او امرین هم فارغ شول.

طالبان پر توپچي برخه داسې مهال ټینګار کوي، چې افغانستان لرې واټن ویشتونکي توغندي او چټکې الوتکې نه لري او وخت ناوخته د سرحدي شخړو پرمهال له توپچي برخې کار اخلي.

یو شمېر افغانان: افغانستان به یوځل بیا د روسانو په لومو کې ښکیل شي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د روسیې له خوا د طالبانو له رسمیت پېژندنې وروسته افغانان سره وېشل شوي دي. ځینې یې د هېواد د ښېرازۍ لپاره مثبته چاره ګڼي خو ځينې نور چې، شمېر یې تر لومړۍ ډلې ډېر دی په دې باور دي، چې افغانستان به یوځل بیا د روسیې په لومو کې بند شي.

روسیې په تدریجي توګه په لومړي سر کې د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له نوملړه واېست او بیا په مسکو کې د طالبانو د سفیر له منلو وروسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د نړۍ په کچه لومړنی هېواد شو چې، طالبان یې په رسمیت وپېژندل.

د ګلف ټوډې د رپوټ له مخې، د روسیې له دې پرېکړې وروسته له هېواده بهر یو زیات شمېر افغان سیاستوالو، مخکښو څېرو، د مدني او د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالانو د روسیې یاده پرېکړه ناسمه وبلله او زیاته یې کړه چې، په دې سره افغانستان څو کاله نور هم شاتګ وکړ.

په داسې حال کې چې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې پر طالبانو هر ډول نیوکه په شدت سره ځپل شوې او هېڅوک دې ته زړه نه ښه کوي چې په ښکاره توګه پر طالبانو نیوکې وکړي، په دې منځ کې یوه کابل مېشتي ځوان عاطف چې، اصلي نوم یې نه دی، فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي، باوري نه دی چې، د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو ښه کېدل به د عادي افغانانو په ژوند کې څه ښه والی راولي.

دغه ۲۵ کلن ځوان چې، دمګړۍ بېکاره هم دی وايي، "زه فکر کوم افغانستان به یو ځل بیا د روسانو په لومو کې راګیر شي، ستونزې به زیاتې شي او عام خلک به لکه مخکې، همداسې په ستونزو کې وي. خلک به په هر صورت کې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي."

له دې سره سم، په کابل کې یو ۵۸ کلن سپین ږیری بیا وايي، په دې وروستیو کې د افغانانو تر منځ اندېښنې ډېرې شوې او په وینا یې د افغانستان د کشالې د حل لپاره نړیواله ټولنه باید یوه دایمي حل لاره ومومي.

د کابل دغه اوسېدونکی ګل محمد نومېږي او د روسیې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو یې فرانس پرس اژانس ته ویلي، "د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو او له ټولو ستونزو سره سره ټول خلک اندېښمن دي. که چېرې نړۍ افغانستان په رسمیت وپېژني، نو موږ به خوشحاله شو، ځکه په اوسني وخت کې ان کوچنی شی هم موږ ته ډېر مهم دی."

د ښځو د حقونو فعالانې، په ځانګړي ډول هغه چې د طالبانو د حکومت د منزوي کولو غوښتونکې دي، د روسیې یاده پرېکړه یو شاتګ ګڼي. هغوی وايي، چې دا کار د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شویو بندیزونو ته قانوني حیثیت ورکوي.

د روسیې د دغې پرېکړې په تړاو د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډيو هېوادونو محتاطانه دریځ غوره کړی او په ترڅ کې یې پاکستان ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو رسمیت پېژندنې ته بېړه نه‌لري.

چین بیا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په تړاو د روسیې پرېکړه ستایلې ده.

ملګري ملتونه نن د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۳۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې اعلان کړی چې نن به د افغانستان د روان وضعیت د څېړلو لپاره غونډه وکړي. تمه ده چې په دې غونډه کې به د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، په ملاتړ یو پرېکړه‌لیک تصویب شي.

دغه غونډه د کابل پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو پیلیږي او افغانستان انټرنشنل ټلویزیون یې په ژوندۍ بڼه خپروي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر فایق ویلي چې په د نړیوالې ټولنې په پرېکړه‌لیک کې به د افغانستان د خلکو د کرامت، هیلو او ښځو د حقوقو په ملاتړ ټینګار وشي.

هغه همدارنګه څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د افغانستان د سوله ییز او پراخ شموله راتلونکي غوښتنه کوي.

دا په تېرو دوو اونیو کې دویمه غونډه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا جوړېږي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د چنګاښ پر دویمه نېټه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه درلوده.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي تازه رپوټ وړاندې کړ چې د ښځو پر محدودیتونو، د اقتصادي کړکېچ پراختیا، د حیاتي پروژو درېدلو او د بشر حقونو د پراخ نقض په تړاو اندېښنې پکې څرګندې شوې وې.

طالبانو نړیوالې غونډې بې اغیزې بللې، ځکه د دوی استازي په نړیوالو سازمانونو او غونډو کې ګډون نه لري او غوښتنه کوي چې هېوادونه له دوی سره مستقیمې خبرې وکړي.

د سیمې مهم هېوادونه لکه روسیه او چین د طالبانو د دې غوښتنې ملاتړ کوي.

سند: د سراج الدین حقاني پرځای داځل ابراهیم صدر پر طالبانو نظامي یونیفورم عملي کوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۲۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پرېکړو یوه سند کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، د یاد وزارت د امنیتي چارو ستر معیین محمد ابراهیم صدر ته دنده سپارل شوې، چې پر نظامي پرسونل ټاکل شوی یونیفورم لازمي کړي. صدر د طالبانو مشر ته نږدې کس ګڼل کیږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دوه اونۍ وړاندې د مشرتابه غونډې تر نامه لاندې ۳۸مه غونډه ترسره کړه.

ددې غونډې د پرېکړو ټول جزئیات افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي دي.

100%

طالبانو په دې غونډه کې په ډاګه کړې، چې ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت ټولو معینیتونو او مستقلو ریاستونو ته دنده سپارل شوې، چې په رسمي وخت کې پر خپل نظامي پرسونل له ټاکل شوي نظامي یونیفورم څخه ګټه اخیستل لازمي کړي.

په دغه سند کې راغلي:« دا فیصله دې له نن ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ۱۲ مې میاشتې له ۲۶ مې نېټې څخه تر راتلونکو پینځلس ورځو پورې په ټول نظامي پرسونل باندې عملي شي».

په سند کې زیاته شوې:«د امنیتي چارو ستر معینیت معیین ملا محمد ابراهیم صدر ته دنده سپارل شوې، چې نوموړی موضوع تر تعقیب لاندې ونیسي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دفتر رییس زین الله عابر په یوه ویډيو پېغام کې ویلي، چې د یاد وزارت پر ټول امنیتي پرسونل د یونیفورم د لازمي کېدو پرېکړه ددې ډلې مشر ملاهبت الله له خوا شوې ده او سراج الدین حقاني هم ددې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

طالبان او نظامي یونیفورم

د طالبانو تر واک لاندې کورنیو چارو وزارت کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په تېرو نژدې څلورو کلونو کې بار بار د ټاکل شوي نظامي یونیفورم د عملي کولو لپاره سپارښتنې شوې دي، خو دا ځل داسې ښکاري، چې دغه موضوع د طالبانو د مشر په ځانګړي هدایت ترسره کېږي او د هغه د فرمان د عملي کولو په موخه پرېکړه شوې، چې د یونیفورم د لازمي کولو مسوولیت د ملاهبت الله نژدې کس مولوي ابراهیم صدر ته وسپارل شي.

په کورنیو چارو وزارت کې سرچینو وویل چې اوس هم طالبانو د پرسونل ترمنځ د یونیفورم د اغوستلو پر سر اختلافات شته دي.

سرچینې زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت ځینو طالبانو د یاد وزارت له خوا د ټاکل شوي نظامي یونیفورم پرځای لمن لرونکي یونیفورمونه جوړ کړي دي، چې دا له ټاکل شوي یونیفورم سره توپیر لري.

یو باخبره سرچینه وايي، « نه یوازې په یونیفورمونو کې سره توپیر موجود دی بلکې د طالبانو هر غړي په خپله خوښه په نظامي یونیفورمونو کې رتبې لګولې دي او څوک نشته چې ددې کار مخه ونیسي.»

دوی همدراز زیاتوي چې تر اوسه د طالبانو په لیکو کې د نظامي کسانو رتبې په منظم ډول نه دي ثبت شوې او په دې برخه کې زیاته خپلسري او ګډوډوي روانه ده.

د یادونې ده، چې څه باندې درې کاله وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې ډېر ژر به یې وسله‌وال ځواکونه په ځانګړي یونیفورم سمبال شي، خو لاهم د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د طالبانو وسله‌وال ځواکونه په شخصي جامه کې لیدل کېږي، چې د خلکو له پراخو شکایتونو سره مخ دي.