ارونوف وايي، د سفر هدف د افغانستان کلتور پېژندل دي.
هغه نیوز روسیه ته ویلي، « خلک لېواله دي، غواړي دا هېواد له نږدې وپېژني. دا یو له هغو ځایونو دی چې ډېر خلک یې یوازې له سرلیکونو یا جګړو پیژني، خو اوس غواړي کلتور، تاریخ او ژوندی حقیقت وویني».
د دوو اونیو دغه سفر شاوخوا ۱۵۰۰ امریکایي ډالر لګښت لري او هر ګډونوال تر دې دمه نږدې ۱۱۰۰ ډالر مخکې ورکړي دي.
نور شرکتونه هم ورته پلان لري
دوو نورو روسي سیاحتي شرکتونو هم تایید کړې چې افغانستان ته د سفر پروګرامونه جوړوي.
د دوی د معلوماتو له مخې، د دغو سفرونو لګښت به له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ ډالرو پورې وي، چې علت یې د امنیتي تضمینونو برابرول دي. تمه ده چې رسمي خرڅلاو یې د مني په موسم کې پیل شي.
د روان کال په اپریل کې، د روسیې سترې محکمې طالبان پر ترهګرو ډلو د بندیزونو له نوملړه و اېستل او څو اونۍ وروسته کرملین د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توګه رسمي وپېژندله.
دغه ګام د روسي پانګهوالو او سوداګرو پر وړاندې د افغانستان دروازې پرانېستې دي.
په روسي رسنیو کې د افغانستان د سفر لومړني اعلانونه خپاره شوي، لکه "SHOT" ټیلیګرام چینل چې کابل ته د اته ورځني سفر بیه له۲۸۴۰ څخه تر ۳۲۴۰ ډالرو پورې ښيي. په دې کې د ویزې، الوتنې، روغتیایي بیمې او امنیت لګښتونه شامل نه دي.
د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریز تبادلات ښايي ۳ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت د توپچي ریاست د ظرفیت لوړونې سیمینار په پای مراسمو کې په وسله وال ځواک کې توپچي څانګه مهمه بللې او وايي، "څومره چې زموږ توپچي برخه پیاوړې وي په همغه اندازه به زموږ اردو قوي وي."
نوموړي همداراز په ډاګه کړه چې، باید له سرحدونو په کلکه دفاع وشي او همداراز په راتلونکې کې د هر ډول ګواښونو پر وړاندې چمتو واوسي.
محمد فصیح الدین فطرت زیاته کړې، "موږ باید له خپلو سرحداتو څخه په کلکه دفاع وکړو او په راتلونکې کې د هر ډول تهديد پر وړاندې متوجې واوسو او په ښه مهارت سره د هغو پر وړاندې ودریږو."
د ویلو ده چې، د طالبانو د دفاع وزارت ستردرستیز د توپچي ریاست د ظرفیت لوړونې له ۳ ورځني سیمینار څخه د توپچي ۶۵ مدیران او امرین هم فارغ شول.
طالبان پر توپچي برخه داسې مهال ټینګار کوي، چې افغانستان لرې واټن ویشتونکي توغندي او چټکې الوتکې نه لري او وخت ناوخته د سرحدي شخړو پرمهال له توپچي برخې کار اخلي.