• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات ۱۴ سلنه کم شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۰۸ GMT+۱

سږکال افغانستان له قزاقستان څخه د اوړو واردات شاوخوا ۱۴ سلنه کم کړي دي. د سپټمبر له میاشتې څخه تر می پورې، افغانستان ته له قزاقستان نه ټولټال ۸۸۳،۲ زره ټنه اوړه صادر شوي، چې دا د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۱۴۳،۲ زره ټنه کمښت ښيي.

د قزاقستان د غلو د اتحادیې د تحلیل د څانګې مشر یوجیني کارابانوف د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دې کمښت یو مهم لامل د ازبکستان له خوا د غنمو او اوړو په صادراتو کې زیاتېدونکې سیالي او په افغانستان کې په کور دننه د اوړو د تولید د ظرفیت لوړولو لپاره د غنمو پر واردولو تمرکز دی.

له دې سره، د قزاقستان پر صادراتو یو بل فشار د روسیې له لوري د اوړو د وارداتو زیاتوالی دی.

رپوټونه وايي، چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له روسیې څخه د ۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت اوړه اخیستي دي او اوس د دغه محصول تر ټولو لوی پېرودونکی ګڼل کېږي.

طالبانو هم له دې وړاندې اعلان کړی، چې له روسیې څخه د اوړو پر ځای غنم وارد کړي، څو د غنمو د کورني پروسس ظرفیتونه پراخ کړي.

د شنونکو په باور، د روسیې د اوړو وارداتو زیاتوالی او د افغانستان د کورني تولید د پراختیا هڅې دا امکان زیاتوي چې د قزاقستان د اوړو صادرات به لا هم کم شي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

تاجکستان د چین- قرغیزستان- ازبکستان رېل پټلۍ په پروژه کې د ګډون لپاره لېوالتیا وښوده

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۱

تاجکستان د چین-قرغیزستان-ازبکستان له ریل پټلۍ پروژې سره چې، د ورېښمو نوې لارې د ټرانسپورټ مهمه برخه ګڼل کېږي، یوځای کېدو ته لېوالتیا ښودلې ده. دغه موضوع د تاجکستان د ټرانسپورت وزیر د شانګهای همکارۍ سازمان د ټرانسپورت وزیرانو غونډه کې له خپل چینايي سیال سره کتنه کې مطرح کړې ده.

د تاجکستان د ټرانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده کتنه کې دواړو خواوو له پلان شوې رېل پټلۍ سره د تاجکستان د یوځای کېدو او همداراز د څو اړخیزې ټرانسپورټي لارې د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.

دغه لویه ټرانسپورټي لاره به چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، ترکیه، او اروپا سره ونښلوي.

د چین- قرغیزستان- ازبکستان یاده رېل پټلۍ به د دغو هېوادونو رېلي شبکې سره ونښلوي او چین به نېغ په نېغه د مرکزي او سویلي اسیا له لارې له اروپا سره وصل شي.

د تاجکستان او چین د ټرانسپورت وزیرانو په کتنه کې د دغې رېل پټلۍ لپاره د قرغیزستان پر شمالي لارې هوکړه شوې ده.

دغه لاره به د چین له "کاشغر"څخه پیل شي، د "تورګارت" سرحدي نقطې او "ارپا درې" له لارې به د "کوش‌دیبه" او مکمل کلیو نه تېرېږي او د قرغیزستان "جلال‌اباد" ته به رسېږي.

په پیل کې، د قرغیزستان برخه ۲۶۸،۴ کیلومتره او د چین برخه ۱۶۵ کیلومتره په پام کې نیول شوې وه چې، ټول اوږدوالی یې ۴۵۴ کیلومتره کېده، خو د وروستیو ارقامو له مخې، د ریل پټلۍ بشپړ اوږدوالی ۵۳۲،۵۳ کیلومتره په ګوته شوی او په دې کې ۱۵۸،۴ کیلومتره به په چین کې او ۳۰۴،۹۴ کیلومتره به په قرغیزستان کې وي.

تاجکستان له پخوا راهیسې د رېل پټلۍ له لارې د سیمه‌يیز اتصال لپاره هڅې کړې دي.

د ۲۰۱۴ کال په دسمبر میاشت کې په دوشنبه کې د چین-قرغیزستان-تاجکستان-افغانستان-ایران د ریل پټلۍ د پراختیا لپاره یو ابتدايي تړون لاسلیک شو او دغه پټلۍ به دچین له کاشغر څخه پیل، د قرغیزستان او تاجکستان له لارې د افغانستان هرات ته رسیدله او بیا به د ایران له شبکې سره نښلېده.

تهران، تر دې مخکې د ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغیزستان او چین له لارې د ریل پټلۍ د لارې د امکان سنجونې مطالعاتو لپاره له تاجکستان سره د یو میلیون امریکایي ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه، خو بالاخره دغه پروژه د مالي ملاتړو د نشتوالي له امله ودرېده.

د تاجکستان له خوا له یادې پروژې سره نوې لیوالتیا، د دغه هېواد هغه ستراتیژي ښيي چې غواړي د سیمه ییزاتصال او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره خپله ټرانسپورتي شبکه پراخه کړي.

د چین شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای د همکاریو سازمان د ټرانسپورت وزیرانو د ۱۲مې غونډې ګډونوالو سلا وکړه چې، سیمه ییز اتصال باید پیاوړی شي.

د یادې غونډې په لړ کې، د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د ټرانسپورت سکتورونو ترمنځ د "ورېښمو لارې د سټیشنونو" د جوړولو په اړه هم سلا وشوه او یوه هوکړه لاسلیک شوه.

په دوحه کې د طالبانو سفارت: قطر په افغانستان کې جوماتونه رغوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۴۳ GMT+۱

په دوحه کې د طالبانو سفارت وايي، چې د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزیر غانم بن شاهين بن غانم الغانم ددې ډلې سفیر سهیل شاهین سره په لیدنه کې ویلي چې د طالبانو د حج او اوقافو او د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارتونو ترمنځ د جوماتونو د ساتنې او رغونې هوکړه شوې.

په دوحه کې د طالبانو سفارت نن دوشنبې په ورځ، د «چنګاښ ۱۶مه» په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو کولو ژمنه شوې ده.

دوی همدراز ویلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو او د دوه اړخیزو ګټو ترڅنګ پر نورو مسایلو هم خبرې شوي دي.

د طالبانو سفارت لیکلي، چې د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزیر په بحث شویو برخو کې د بشپړ ملاتړ ژمنه کړې ده.

«طالبان ټور» روسی شرکت راتلونکې میاشت کندهار ته روسي سیلانیان بیايي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۳۸ GMT+۱

د طالبانو تر رسميت پېژندنې وروسته، روسي سیاحتي شرکتونه چمتووالی نیسي چې افغانستان ته سیاحتي سفرونه پیل کړي. د نیوز روسیه د رپوټ له مخې، لومړۍ ډله روسي سیلانیان، چې له مسکو، تاتارستان او نورو سیمو څخه لس تنه نارینه پکې شامل دي، په اګست میاشت کې کندهار ته ځي.

دا سفر د "طالبان ټور" په نوم یو خصوصي شرکت تنظیموي، چې بنسټ یې روسي سوداګر اناتولي ارونوف ایښی دی. نوموړي دغه نوم د تجارتي نښې په توګه ثبت کړی دی.

ارونوف وايي، د سفر هدف د افغانستان کلتور پېژندل دي.

هغه نیوز روسیه ته ویلي، « خلک لېواله دي، غواړي دا هېواد له نږدې وپېژني. دا یو له هغو ځایونو دی چې ډېر خلک یې یوازې له سرلیکونو یا جګړو پیژني، خو اوس غواړي کلتور، تاریخ او ژوندی حقیقت وویني».

د دوو اونیو دغه سفر شاوخوا ۱۵۰۰ امریکایي ډالر لګښت لري او هر ګډونوال تر دې دمه نږدې ۱۱۰۰ ډالر مخکې ورکړي دي.

نور شرکتونه هم ورته پلان لري

دوو نورو روسي سیاحتي شرکتونو هم تایید کړې چې افغانستان ته د سفر پروګرامونه جوړوي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د دغو سفرونو لګښت به له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ ډالرو پورې وي، چې علت یې د امنیتي تضمینونو برابرول دي. تمه ده چې رسمي خرڅلاو یې د مني په موسم کې پیل شي.

د روان کال په اپریل کې، د روسیې سترې محکمې طالبان پر ترهګرو ډلو د بندیزونو له نوملړه و اېستل او څو اونۍ وروسته کرملین د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توګه رسمي وپېژندله.

دغه ګام د روسي پانګه‌والو او سوداګرو پر وړاندې د افغانستان دروازې پرانېستې دي.

په روسي رسنیو کې د افغانستان د سفر لومړني اعلانونه خپاره شوي، لکه "SHOT" ټیلیګرام چینل چې کابل ته د اته ورځني سفر بیه له۲۸۴۰ څخه تر ۳۲۴۰ ډالرو پورې ښيي. په دې کې د ویزې، الوتنې، روغتیایي بیمې او امنیت لګښتونه شامل نه دي.

د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریز تبادلات ښايي ۳ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

افغانستان له ۲۰۲۲ کال راهیسې روسیې ته د کندهار انار، ممیز، غالۍ، پنبې، وړۍ او ځینې محلي مشروبات صادر کړي دي.

خو امنیتي اندېښنې لا شته دي

سره له دې چې دا سفرونه د کلتوري- اقتصادي همکاریو یوه برخه ګڼل کیږي، امنیتي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د افغانستان ځینې سیمې لا هم ناامنه دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د کنسولي خدمت وېب‌پاڼه افغانستان د لوړ خطر زون په توګه ښيي او روسي وګړي له سفر نه منع کوي.

د سفر تنظیموونکي ژمنه کوي چې سیلانیان به د افغانستان کلتور، معمارۍ او دودونو سره اشنا کړي، خو تفصيلي پروګرامونه یې لا نه دي خپاره شوي.

یو شمېر کسان د ځانګړو تجربو په موخه، له قواعدو بهر سیاحت او ماجراجويي له امله افغانستان ته سفر کوي.

خطرناکو او غیرمعمولي ځایونو لکه سومالیا، عراق، سوریې او اوس افغانستان ته سفرونه د یوټیوب او ټیلیګرام په چینلونو کې ډېر شوي دي.

د طالبانو لوی درستیز د توپچي څانګې پر پیاوړي کېدو ټينګار کړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت د توپچي ریاست د ظرفیت لوړونې سیمینار په پای مراسمو کې په وسله وال ځواک کې توپچي څانګه مهمه بللې او وايي، "څومره چې زموږ توپچي برخه پیاوړې وي په همغه اندازه به زموږ اردو قوي وي."

نوموړي همداراز په ډاګه کړه چې، باید له سرحدونو په کلکه دفاع وشي او همداراز په راتلونکې کې د هر ډول ګواښونو پر وړاندې چمتو واوسي.

محمد فصیح الدین فطرت زیاته کړې، "موږ باید له خپلو سرحداتو څخه په کلکه دفاع وکړو او په راتلونکې کې د هر ډول تهديد پر وړاندې متوجې واوسو او په ښه مهارت سره د هغو پر وړاندې ودریږو."

د ویلو ده چې، د طالبانو د دفاع وزارت ستردرستیز د توپچي ریاست د ظرفیت لوړونې له ۳ ورځني سیمینار څخه د توپچي ۶۵ مدیران او امرین هم فارغ شول.

طالبان پر توپچي برخه داسې مهال ټینګار کوي، چې افغانستان لرې واټن ویشتونکي توغندي او چټکې الوتکې نه لري او وخت ناوخته د سرحدي شخړو پرمهال له توپچي برخې کار اخلي.

یو شمېر افغانان: افغانستان به یوځل بیا د روسانو په لومو کې ښکیل شي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د روسیې له خوا د طالبانو له رسمیت پېژندنې وروسته افغانان سره وېشل شوي دي. ځینې یې د هېواد د ښېرازۍ لپاره مثبته چاره ګڼي خو ځينې نور چې، شمېر یې تر لومړۍ ډلې ډېر دی په دې باور دي، چې افغانستان به یوځل بیا د روسیې په لومو کې بند شي.

روسیې په تدریجي توګه په لومړي سر کې د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له نوملړه واېست او بیا په مسکو کې د طالبانو د سفیر له منلو وروسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د نړۍ په کچه لومړنی هېواد شو چې، طالبان یې په رسمیت وپېژندل.

د ګلف ټوډې د رپوټ له مخې، د روسیې له دې پرېکړې وروسته له هېواده بهر یو زیات شمېر افغان سیاستوالو، مخکښو څېرو، د مدني او د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالانو د روسیې یاده پرېکړه ناسمه وبلله او زیاته یې کړه چې، په دې سره افغانستان څو کاله نور هم شاتګ وکړ.

په داسې حال کې چې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې پر طالبانو هر ډول نیوکه په شدت سره ځپل شوې او هېڅوک دې ته زړه نه ښه کوي چې په ښکاره توګه پر طالبانو نیوکې وکړي، په دې منځ کې یوه کابل مېشتي ځوان عاطف چې، اصلي نوم یې نه دی، فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي، باوري نه دی چې، د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو ښه کېدل به د عادي افغانانو په ژوند کې څه ښه والی راولي.

دغه ۲۵ کلن ځوان چې، دمګړۍ بېکاره هم دی وايي، "زه فکر کوم افغانستان به یو ځل بیا د روسانو په لومو کې راګیر شي، ستونزې به زیاتې شي او عام خلک به لکه مخکې، همداسې په ستونزو کې وي. خلک به په هر صورت کې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي."

له دې سره سم، په کابل کې یو ۵۸ کلن سپین ږیری بیا وايي، په دې وروستیو کې د افغانانو تر منځ اندېښنې ډېرې شوې او په وینا یې د افغانستان د کشالې د حل لپاره نړیواله ټولنه باید یوه دایمي حل لاره ومومي.

د کابل دغه اوسېدونکی ګل محمد نومېږي او د روسیې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو یې فرانس پرس اژانس ته ویلي، "د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو او له ټولو ستونزو سره سره ټول خلک اندېښمن دي. که چېرې نړۍ افغانستان په رسمیت وپېژني، نو موږ به خوشحاله شو، ځکه په اوسني وخت کې ان کوچنی شی هم موږ ته ډېر مهم دی."

د ښځو د حقونو فعالانې، په ځانګړي ډول هغه چې د طالبانو د حکومت د منزوي کولو غوښتونکې دي، د روسیې یاده پرېکړه یو شاتګ ګڼي. هغوی وايي، چې دا کار د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شویو بندیزونو ته قانوني حیثیت ورکوي.

د روسیې د دغې پرېکړې په تړاو د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډيو هېوادونو محتاطانه دریځ غوره کړی او په ترڅ کې یې پاکستان ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو رسمیت پېژندنې ته بېړه نه‌لري.

چین بیا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په تړاو د روسیې پرېکړه ستایلې ده.