د هبت الله په غوښتنه سمنګان کې د تحقیقاتي فارم لپاره ۲۴۰ جریبه ځمکه پېرل شوې

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي چې ددې ډلې د مشر په «ځانګړي شفقت» د سمنګان لوړو زده کړو موسسې تحقیقاتي فارم لپاره ۲۴۰ جریبه ځمکه پېرل شوې ده. یاد وزارت په دغه تحصیلي بنسټ کې د عملي چارو لپاره د ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو خبر ور کړی، خو جزئیات یې نه دي ور کړي.