• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

امریکا: روسیه له بدو ځواکونو سره یوځای شوې، طالبان په امریکا کې ترهګره ډله ده

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۰۱ GMT+۱

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د روسیې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په تړاو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان په امریکا کې د نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي. د وزارت ویاند وویل:«دا د حیرانتیا خبره نه ده چې روسیې پریکړه کړې له شریرو لوبغاړو سره همکارۍ ته دوام ورکړي».

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ ، چې طالبان په متحده ایالاتو کې د یوې نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې د نړیوالو ترهګرو په توګه د طالبانو نومول "پخپله هر څه دي."

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د جرمونو نړیوالې محکمې د ملاهبت الله او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړل

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د جرمونو نړیوالې محکمې نن اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د طالبانو د قاضي‌القضات حکیم حقاني د نیولو حکمونه یې صادر کړي. د یادې محکمې اړوند دویمې خونې ویلي د نیولو حکمونه به دا مهال محرمانه پاتې شي چې د قضایي بهیر او قربانیانو امنیت خوندي شي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د دویمې خونې په اعلامیه کې راغلي، چې دا حکم د افغانستان د وضعیت په قضیه کې صادر شوی، او له مخې یې یاد کسان لږ تر لږه د۲۰۲۱کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د افغانستان پر خلکو د بشر ضد جرمونو په ترسره کولو تورن دي.

محکمې ویلي چې دواړو طالب مشرانو د طالبانو د جندر پالیسۍ پر بنسټ د ښځو، نجونو او نورو کسانو چې له دې پالیسیو سره مخالف دي، د سیستماتیک ظلم، بندیز، او تبعیضي چلند امر کړی یا یې هڅولی او د هغو کسانو پر وړاندې یې هم ظلم کړی چې د ښځو او نجونو "ملاتړي" بلل شوي او د طالبانو له پالیسیو سره مخالف دي.

اعلامیه وايي، دا جرمونه د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې دوام لري او لږ تر لږه د۲۰۲۵کال تر جنورۍ پورې ثبت شوي دي.

محکمه زیاتوي، طالبان یو داسې حکومتي سیاست عملي کوي چې د ملکي وګړو اساسي بشري حقوق تر پښو لاندې کوي او دا سیاست د قتل، توقیف، شکنجې، جنسي تېري او جبري لادرکه کولو له کړنو سره تړاو لري.

محکمې په ځانګړي ډول، نجونې او ښځې د تعلیم، شخصي حریم، کورنی ژوند، تګ‌راتګ، فکر، وجدان، دین او بیان په دې برخه کې یاد کړي دي.

یاده محکمه په خپله اعلامیه کې وايي، د روم اساسنامې د ۷(۱)(هـ) مادې له مخې د هغو سیستماتیکو ظلمونو پر ضد ده چې اسی پذیره ټولنیز ګروپونه هدف ګرځوي او د ښځو او نجونو ژغورنه د عدالت د موخو اصلي برخه ګڼل شوې ده.

طالبان وايي چې پروژې دې له دوی سره په همغږۍ پلې شي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۵۶ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې او د اسلامي هوساینې نړیوالې یا "ای، ار، ډبلیو" موسسې تر منځ د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د کورونو د جوړولو او ترمیم د هوکړې د لاسلیک پرمهال، دې ډلې له موسسو غوښتي، چې خپلې پروژې له دوی سره په همغږۍ پلې کړي.

د طالبانو د یادې ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي د دغې هوکړې د لاسلیک پر مهال د اسلامي هوساینې د نړیوالې موسسې له مشر محمد ذوالقرنین عباس څخه وغوښتل چې خپلې پروژې دې د دغې ادارې له مسوولینو سره په همغږۍ، روڼتیا او چټکتیا سره تطبیق کړي.

د یادې هوکړې پر بنسټ به د غور ولایت په فیروزکوه کې ۱۴۰ زیانمنوشویو کورنیو او د شهرک ولسوالۍ ۹۰ زیانمنو شویو کورنیو ته د هر کور د جوړولو په موخه په دریو پړاوونو کې ۱،۸۵۲ډالره ورکړل شي.

دغه راز د شهرک ولسوالۍ ۱۱۰ زیانمنو شویو کورنیو ته به د هغوی د کورونو د بنسټیز ترمیم په موخه په دریو پړاوونو کې هرې کورنۍ ته ۵۵۰ ډالر ورکړل شي.

دغه راز د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې ۵۵ زیانمنو شویو کورنیو ته د هغوی د کورونو د سطحي ترمیم لپاره هرې کورنۍ ته ۳۳۰ ډالر په دریو پړاوونو کې ورکول کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان راستنېدونکو افغانانو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۱۰ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په پولو او کرښو کې د یو زیات شمېر راستنېدونکو ښځو او ماشومانو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته له پولو او کرښو راستانه شوي یو زیات شمېر میندې، ماشومان، سپین ږیري او سپین سرې بې سرپناه دي او پر بېلابېلو ناروغیو او خوار ځواکۍ اخته دي.

یاد سازمان د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل، چې د امیندواره میندو په ګډون بې سرپرسته ماشومان روغتیايي خدماتو او همداراز خوراکي توکو او سرپناه ته شدیده اړتیا لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له اپرېل نه تر اوسه د اسلام کلا، تورخم، مېلک او سپین بولدک له لارو څه باندې ۸۳۶ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته اړول شوي او ورسره یې په دغه هېواد کې یو لوی بشري ناورین رامنځته کړی چې بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د ارزونو پر بنسټ، دمګړۍ دغه راستنېدونکي افغانان، په ځانګړې توګه امیندواره میندې خوندي زېږون، د مور او ماشوم روغتیاپالنې او رواني روغتیا او پاکو اوبو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان په مېلک او اسلام کلا بندرونو کې د راستنېدونکو افغانانو ګڼې ګوڼې ته په نغوتې سره وايي، چې په یادو سیمو کې په کافي اندازه امبولانسونه او د نارغانو د بېلتون لپاره مناسب ځایونه نشته او همداراز ښځینه ډاکټرانې هم د ګوتو په شمار دي.

دغه سازمان وايي، یو درې میاشتنی عملياتي پلان یې وړاندې کړی چې لګښت یې دوه میلیونه امریکايي ډالره اټکل شوی او په وینا یې که اضافي بودجه ورته برابره نه شي نو دوی هم اړ دي چې، خپلې چارې محدودې کړي.

د طالبانو د ملي احصایې اداره وايي د افغانانو نوې سرشمېرنه کوي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د احصایي او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د یوې طرحې پر اساس به نږدې وخت کې په هېواد کې د افغان وګړو دقیقه سرشمېرنه پیل کړي. د یادې ادراې ویاند محمدحلیم رافع وویل، چې د افغان وګړو د سرشمېرنې په اړه چمتو شوې طرحه د وزیرانو شورا له لوري تایید شوې هم ده.

د طالبانو تر واک لاندې د احصایي او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع نن سې شنبه د چنګاښ پر ۱۷مه د طالبانو اړوند یوې رسنۍ ته ویلي چې د احتمالي شمېرو په اساس به په ۱۴۰۴ لمریز کال کې دافغانستان نفوس ۳۶،۴ میلیونه تنه وي.

هغه له دې ډلې ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه ښځينه ښودلي دي.

یاد ویاند ویلي چې د دې شمېرو په اساس تر ټولو ډېر افغانان کابل کې ژوند کوي، چې شمېر یې ۶،۱ میلیونو تنو ته رسیږي.

د برلین محکمې جرمنی مکلف وباله چې یوې ۱۳ کسیزې افغان کورنۍ ته ویزې ور کړي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د برلین اداري محکمې د سې‌شنبې په ورځ حکم ورکړ چې د جرمني دولت نه شي کولای له یوې افغان کورنۍ سره د ویزې ورکولو له ژمنې شاته شي. محکمې وویل، «د دولت ژمنه حقوقاً لازم‌الاجرا ده. جرمني نه شي کولای له خپلې داوطلبانه ژمنې شاته شي».

محکمې وویل، دې کورنۍ ته د جرمني د دولت له لوري "حقوقي مکلفه" ژمنه شوې وه، چې د محافظه‌کار صدراعظم فریدریښ مېرڅ تر مشرۍ لاندې د نوې پالیسۍ باوجود هم اعتبار لري.

دغه قضیه د یوې افغان میرمنې او د هغې د کورنۍ د ۱۳غړو ده، چې د بیړني استیناف له لارې ثبت شوې وه. هغوی دا مهال په پاکستان کې ویزې ته انتظار باسي.

کورنۍ ادعا کړې چې که بېرته افغانستان ته وشړل شي، د طالبانو له خوا به یې ژوند له خطر سره مخ شي.

محکمه وايي، د کورنۍ د ټولو غړو امنیتي ارزونه شوې او هیڅ ګواښ ترې متوجه نه دی.

محکمې په خپل حکم کې ویلي، « د دولت ژمنه، چې د وروستۍ او نه بېرته اخیستونکې پرېکړې له لارې یې کړې، حقوقاً لازم‌الاجرا ده. جرمني نه شي کولای له خپلې داوطلبانه ژمنې شاته شي».

محکمې وویل، که څه هم دا خاصه ژمنه معتبره ده، خو دولت کولای شي د راتلونکي لپاره د افغانانو د منلو پروسه بنده یا اصلاح کړي.

د محکمې یوې ویاندې ویلي، دا مهال شاوخوا ۴۰ ورته دوسیې تر څېړنې لاندې دي، خو باید جلا جلا پرېکړې وکړي.