یو کس د مارکو روبیو غږ تقلید کړی او له لوړپوړو چارواکو سره یې د هغه په نوم خبرې کړې دي

یوه ناپېژانده کس د مصنوعي ځیرکتیا په کارونې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو غږ تقلید کړی او له دې لارې یې د درېیو بهرنیو چارو وزیرانو، یوه ایالتي والي او د کانګرس له یوه غړي سره خبرې کړې دي.