د هنر مات شوی غږ؛ "ممثل مسکین"د ټولنیزو رسنیو له لارې د مرستې غوښتنه کړې

د افغانستان د ټلویزیونونو پېژندل شوي ممثل "مسکین" د سخت اقتصادي حالت له امله د ټولنیزو رسنیو له لارې د مرستې غوښتنه کړې.
د افغانستان د ټلویزیونونو پېژندل شوي ممثل "مسکین" د سخت اقتصادي حالت له امله د ټولنیزو رسنیو له لارې د مرستې غوښتنه کړې.
مسکین چې اوسمهال د بېکارۍ، بېوزلۍ او نهمنلو له وجې له ژور فشار سره مخ دی، په خپل پیغام کې ویلي: «زه هغه څوک وم چې خلکو ته مې خندا وربښله، خو نن ورځ خپله ژړا هم پټ نه شم ساتلی. ما هنر ته ژوند ورکړ، خو اوس ژوند راڅخه وتلی.»
د نوموړي پیغام په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او خلک پر طالبانو نیوکه کوي چې له ځوانانو یې د کاري فرصتونو مخه نیولې ده.
یاد ممثل په داسې حال کې خپل د بې وزلۍ په پیغام خپور کړی، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم د هېواد هنري نړۍ له سختو ګوزارونو سره مخ شوې ده. دا ډګر چې پخوا د بیان، احساساتو او ټولنیز پوهاوي تریبون و، اوس د چوپتیا، وېرې او سپکاوي ښکار شوی دی.
ډېریو هنرمندانو چې کلونه د ټولنې لپاره هڅې کړې وې، د طالبانو د سخت دریځۍ له امله اړ شوي چې له هېواده وتښتي.
د راپورونو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې یو شمېر هنرمندان د طالبانو لهخوا نیول شوي، وهلټکول شوي، ان تر دې چې د سپکاوي هدف ګرځېدلي دي. طالبانو نه یوازې د دوی انساني کرامت تر پښو لاندې کړی، بلکې پر هنري وسایلو یې هم تېری کړی او له منځه یې وړي دي.
یو شمېر هېوادوال وایي، چې د طالبانو دغه چلند د زرګونو هغو غږونو ځپل دي، چې هنر یې د ټولنې د هوساینې لپاره کاراوه.