• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د پاکستاني طالبانو جګپوړي مشران له خوست او پکتیکا نه وتلي

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د پاکستان پوځ د احتمالي هوايي بریدونو له وېرې د پاکستاني طالبانو د اتحاد المجاهدین ډلې دوه جګپوړي مشران حافظ ګل بهادر او مولوي صادق نور داوړ د پکتیکا له برمل او د خوست له شمل ولسوالیو څخه ناڅرګند لوري ته وتلي.

دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې حافظ ګل بهادر او د هغه دوه نور قوماندانان قاري اسماعیل او اخترمحمد خلیل په برمل ولسوالۍ کې اوسېدل، خو پنځه ورځې وړاندې له دې سیمې وتلي دي.

سرچینې وايي، چې د اتحادالمجاهدین ډلې یو بل جګپوړی قوماندان مولوي صادق نور داوړ او د هغه دوو محلي قوماندانانو مولوي صدیق الله او سید انار د خوست په شمل او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تګ او راتګ درلود، خو په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځ د جون میاشتې د ۲۸مې نېټې له ځانمرګي برید وروسته، له سیمې وتلي دي.

سرچینې وویل، « حافظ ګل بهادر پخوا په مېلمستیاوو کې برخه اخېسته، خو په دې وروستیو کې یې ځان ګوښه کړی و. تېره اونۍ یې داسې اطلاعات ترلاسه کړي وو، چې کېدای شي د پاکستان تر برید لاندې راشي، له همدې امله اوس له سیمې وتلی دی».

د سرچینې په وینا، حافظ ګل بهادر د وزیرستان د قومي جرګې غړو ته ویلي، چې نور د خبرو اترو لپاره هغه ته ور نه شي.

ګل بهادر شکمن دی، چې پوځ د قومي مشرانو له جرګو وروسته دده ځای ځایکی معلوموي او بیا عملیات پرې کوي.

د پاکستان پوځ تېره اونۍ د اتمانزي وزیرو قبیلې ته، چې د ګل بهادر اړوند قبیله ده، ضرب الاجل ور کړی، چې یا له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی په خپلو سیمو کې له بریدونو را وګرځوي او یاپه سیمه کې پوځي عملیاتو ته چمتو شي.

د میرعلې خونړی برید

د روان کال د جون میاشتې پر ۲۸مه د شمالي وزیرستان په میرعلې کې یوه ځانمرګي موټربم برید د پاکستان د پوځ کاروان په نښه کړ، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳پاکستاني پوځیان ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.

د پاکستان پوځ له دغه برید وروسته اعلان وکړ، چې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یې په سیمه کې ۱۴ وسله وال جنګیالي وژلي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر له برید وروسته اعلان وکړ، چې « له عاملینو به غچ واخلي».

منیر په ټینګار وویل، چې«د ترهګرو پل به واخلي او په سیمه کې به د ترهګرۍ اصلي سرچينه افشا کړي».

پاکستاني پوځ دا برید د هند د یوې نیابتي ډلې کار وباله، خو نوي ډیلي دا تورونه رد کړي دي.

د برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر په مشرۍ اتحادالمجاهدین ډلې ومانه، چې فعالیتونه یې ډېری پر شمالي وزیرستان متمرکز دي.

د ګل بهادر د ډلې په اډانه کې جیش عمري، د فرسان محمد، غازیانو کاروان، شمله ور کاروان، سفیان کاروان او جیش انصارالمهدي په څېر کنډکونه فعالیت کوي چې ډله ییز ځانمرګي بریدونه، چاودنې او هدفي وژنې کوي.

د پاکستان ترهګرۍ ضد ملي ادارې د ۲۰۲۴ کال د جولای پر ۳۱مه نېټه حافظ ګل بهادر او د هغه ډله د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړل.

دې ډلې په۲۰۰۶میلادي کال کې له پاکستاني حکومت سره تړون کړی و او خلکو «ښه طالبان» او د پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړې ډله ګڼله، خو په شمالي وزیرستان کې له ضرب عضب پوځي عملیاتو وروسته ګل بهادر ډلې د ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې پټنځایونه وموندل او د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف یې ځپونکي عملیات پیل کړل.

طالبان تر غچ اخېستونکي برید وړاندې اسلام اباد کې

په داسې حال کې، چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې د چین په مرسته او کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له سفر وروسته غوړېدلې ښکاري، د میرعلې برید یوځل بیا د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې تر ازمویښت لاندې راوستې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر علي اسد ګیلاني د دوشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې عملي ګامونه واخلي. نوموړي وویل، چې په افغانستان کې مېشت وسله وال د پاکستان لپاره امنیتي ګواښ جوړوي.

د طالبانو پلاوي همدا اونۍ، چې مشري یې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي ریاست مشر نور احمد نور کوله، پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان او لوېدیزې اسیا لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره هم ولیدل.

دا لیدنه ظاهرا د دواړو حکومتونو تر منځ د سیاسي مشورو د لومړي پړاو ناستې په چوکاټ کې ترسره شوې، خو د میرعلې له خونړي برید سره هممهاله ترسره کیږي.

طالبانو کابل ته د اسحاق ډار په سفر کې له اسلام اباد نه غوښتنه کړې وه، چې امنیتي مسایل او ستونزې د ګډې کمیټې له لارې حل کړي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ له غبرګون نه په اندېښنه کې دی، ځکه تېر کال په داسې حال کې، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان د کابل پر سفر بوخت و، پاکستاني الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مرغه، لمن او پیتاوګي سیمو بمبارۍ وکړې.

له بریدونو وروسته پاکستاني سرچینو وویل چې افغان طالبانو ته له برید وړاندې خبر ورکړل شوی و.

د پاکستان امنیتي سرچینو هغه مهال اعلان وکړ، چې الوتکو یې د مخلص یار مسید او اخترمحمد خلیل پر مرکزونو بمباري کړې ده.

له بمبارۍ څو ورځې وړاندې د سویلي وزیرستان په مکین سیمه کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ په یوه غچ اخستونکي برید کې ۱۶ پاکستاني پوځیان وژلي وو او د پاکستان لوی درستیز د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې یوې ناستې ته ویلي و، چې دوی به ټي ټي پي او د هغوی ملاتړي له منځه یوسي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ بېنېټ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک مسودې له تصویبه هرکلی وکړ

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۱۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ نن چهارشنبه د (چنګاښ ۱۸مه) پر اېکس پاڼه د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک مسوده ستایلې ده.

نوموړي ویلي: « زه د دغه پرېکړه لیک د مسودې له تصویبېدو هرکلی کوم. په مسوده کې د بشري حقونو، د افغان ښځو پر فعالې ونډې او د جدي سرغړونو د پلټونو پر اړتیا ټینګار شوی دی.»

ښاغلي بېنېټ همدا راز د راستنېدونکو کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

تازه د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک مسوده د ۱۱۶ موافقو، ۲ مخالفو او ۱۲ ممتنع رایو سره تصویب شوه، چې له کبله یې د طالبانو په ګډون بېلابېلو خواوو غبرګونونه وښودل.

تهران کې له خلکو سره د طالبانو ناوړه چلند؛ «زموږ اسنادونه یې څيرې کړل»

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۱۳ GMT+۱

یو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شویو ویډیوګانو او پیغامونو کې په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت کارکوونکو له ناوړه چلند شکایتونه کړي دي. د سفارت کارکوونکو په ایران کې د مېشتو افغانانو اسنادونه څیري کړي دي.

یو افغان په رالېږل شوي پیغام کې وايي، چې کډوال د سې‌شنبې پر سهار په تهران کې د افغانستان سفارت مخې ته د «وتلو پاڼې» ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ وو؛ خو د سفارت کارکوونکو د هغوی اسناد څیرې کړي او په «خځلو» کې یې غورځولي دي.

هغه د سفارت له مراجعه‌کوونکو سره د طالبانو د کارکوونکو چلند «ظالمانه» بللی. په تصویر کې همداراز لیدل کېږي، چې وګړي له ځمکې نه خپل اسناد راټولوي.

د افغانستان انټرنشنل مخاطبانو ویډیوګانې رالېږلي، چې په تهران کې د افغانستان سفارت دننه او بهر بې‌نظمي او پراخه ګڼه ګوڼه ښيي.

په ویډیوګانو کې د سفارت له مراجعه‌کوونکو سره د طالبانو د چلند خلاف قهرجن هېوادوال لاریون کوي ​​او «مرګ پر اسلامي امارت» شعارونه ورکوي.

له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو پر دوام؛ ډېری کډوال په تهران کې د طالبانو سفارت ته د قونسلګرۍ د چارو د ترسره کولو او د اسنادو د چمتو کولو په موخه ورځي.

تر دې مخکې هم په تهران کې د طالبانو سفارت له افغان کډوالو سره پر ناوړه چلند تورن شوی و.

له اسراییل سره تر اوربند وروسته، ایران لسګونه زره افغان کډوال و اېستل او دا بهیر لاهم په چټکۍ سره روان دی.

حسن: رسمیت پېژندل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۷ GMT+۱

په مسکو کې د طالبانو سفیر هلته له مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې د روسیې له‌خوا د دغې ډلې د رژیم له رسمیت پېژندنې هرکلی کړی دی. د هغه په وینا، د روسیې له‌خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.

‏نوموړي هلته له مېشتو افغانانو ته د هرکلي ترڅنګ زیاته کړې، چې د خپل ټیم په ملتیا به هڅه وکړي؛ څو په کوربه هېواد کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته رسېدنه وشي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت په خپل بیان کې ادعا کړې، چې په دې ناسته کې د ګډون‌والو په استازولۍ څو تنو قومي مشرانو او د زده‌کړیالانو استازو خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې روسیې تېره اوونۍ د ملا‌ هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژانده او په دې سره دا لومړنی هېواد شو چې یاده ډله په رسیمت پېژني.

د زده‌کړې ارمانونه او د وطن یادونه؛ پښتونخوا کې ۱۰زره افغان زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۳۰ GMT+۱
•
جواد شينواری

د خیبر پښتونخوا په ۳۴ زره ښوونځیو کې له ۱۰ زره زیات افغان ماشومان پر زده‌کړو بوخت دي. ډېری دغه ماشومان د هغو کډوالو له ډلې دي، چې په تېره یوه لسیزه کې پاکستان ته ورغلي او هلته یې د زده‌کړو ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کړې دي.

په لوړو زده‌کړو کې هم د افغان زده‌کړیالانو شمېر خورا ډېر ښودل شوی. د صوبې ۳۴ پوهنتونونو له ډلې په ۲۴ پوهنتونونو کې نږدې ۱۵۰۰ افغان زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي، چې پکې تر ۱۵۰ زیاتې نجونې هم شاملې دي.

له دې ډلې تر ټولو زیات افغان زده‌کړیالان په پېښور پوهنتون کې پر زده‌کړو بوخت دي، چې شمېر یې ۲۴۷ ته رسېږي. په انسټیټوټ اف منېجمېنټ ساینسز کې ۲۱۹ او په خیبر مېډیکل پوهنتون کې ۲۱۸ افغان زده‌کړیالان ثبت شوي دي.

د لوړو زده‌کړو څانګې د معلوماتو له مخې؛ په دې پوهنتونونو کې ۹۶۰ افغان زده‌کړیالان د علامه اقبال سکالرشېپ له لارې ثبت شوي او ۵۳۶ نور بیا په خپل شخصي لګښت په دغه پوهنتونونو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

احمد د افغانستان د کندهار ولایت اوسېدونکی دی. هغه دوه کاله مخکې له خپل مشر ورور سره پېښور ته تللی دی.

د دوی پلار لا هم په افغانستان کې دی خو احمد او د هغه ورور پرېکړه کړې، چې په پاکستان کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

احمد په پېښور کې د اېف اېس سي (پري مېډیکل) کالج دویم کال زده‌کوونکی دی. احمد افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي:« زه یوازې زده‌کړې غواړم نه له سیاست سره کار لرم او نه له کوم تنظیم سره. یوازې دا هیله لرم، چې یو ښه ډاکټر شم او دا مې د ماشومتوب خوب دی.»

په کالج کې وخت ناوخت له احمد څخه د هغه د هویت له امله پوښتنې کېږي؛ که څه هم تر ډېره دغه خبرې د ټوکو په بڼه وي، خو احمد وايي دغه ټوکې یې دردوي.

هغه کیسه کوي، کله چې د نوم لیکنې لپاره کالج ته تللی و؛ نو لومړی پوښتنه ترې دا وه، چې افغان یې؟ بیا یې ترې پوښتنه کړې، چې د ویزې کاپي ورکړي.

خو احمد وایي،« موږ فیس ورکوو درسونه وایو؛ خو بیا هم زموږ سره د پردیو سلوک کېږي.»

احمد له خپل ورور سره په یو کوچني اپارتمان کې اوسېږي او ترڅنګ یې په ځینو ځایونو کې تدریس هم کوي؛ څو لږ تر لږه د ورځني لګښت بندوبست وکړي.

د فاطمې په مستعار نوم یوه کابل مېشتې چې شپږ کاله مخکې یې د لوړو زده‌کړو لپاره پېښور ته سفر وکړ، دا مهال د پېښور یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس د وروستي سمسټر زده‌کړیاله ده او په خپل ټولګي کې د ممتازو زده‌کړیالانو له ډلې ده.

فاطمه د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواری ته وايي، چې دلته په پوهنتون کې ورته نوم لیکنه ترټولو سخته وه.

هغې پېښور ته له رسېدو وروسته د پېښور یونیورسټي ټاون په سیمه کې د خپل ماما په کور کې اوسېده، چې ماما کورنۍ یې لا له وړاندې هلته مېشته وه.

فاطمه وایي، پېښور ته له تګ وروسته د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره به یې د ورځې پوهنتون ته تګ کاوه او د ماښام له‌خوا به یې د ودونو په یوه تالار کې دنده کوله.

د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ په یادولو سره فاطمه ژړغونې شوه او ویې ویل، کله چې دغه لړۍ پیل شوه ماما یې هم بېرته افغانستان ته ولاړ چې له امله یې خويندې له زده‌کړو پاتې شوې او بېرته افغانستان ته ستنې شوې او اوس هغه دلته یوازې پاتې ده.

کله چې ترې وپوښتل شول چې اوس چېرته اوسېږې؟ نو فاطمې په ژړغوني غږ وویل:« دا مهال د یو څو خپلوانو سره موقتي اوسېږم؛ خو هغوی هم ژر شايد بېرته افغانستان ته ولاړ شي. اوس نه پوهېږم، چې زما به څه کېږي؟ ایا زه به خپله ډګري پوره کړای شم؟»

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو لپاره د قانوني حیثیت له مخې څلور بېلابېلې کټګورۍ ټاکلې دي او هرې ډلې ته جلا (کارټونه) ورکړل شوي دي. د هرې کټګورۍ قانوني ټولنیز او اقتصادي حالت له یو بل سره توپیر لري او د دوی حقوق او اسانتیاوې هم د هماغو کارټونو پورې محدود دي.

د POR کارټ په ۲۰۰۶ کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د پاکستان د نادرا ادارې له‌خوا افغان کډوالو ته ورکړل شوي. د دغه کارډ موده وخت په وخت غځول شوې ده او دغه کارټ لرونکي له جبري اېستنې څخه خوندي دي.

د رسمي شمېرو له مخې؛ دا مهال په پاکستان کې د پي او ار کارټ لرونکو افغانانو شمېر د ۱۳ لکو څخه تر ۱۴ نیم لکو پورې اټکل شوی. دغه کسان په پاکستان کې د روغتیایي، زده‌کړو او نورو بنسټیزو خدمتونو ته لاس‌رسی لري او د کډوالو په توګه پېژندل شوي دي.

په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان حکومت هغو افغان وګړو ته د (ACC) کارټونه ورکړل، چې د ۲۰۰۶کال له لومړۍ نوم لیکنې پاتې وو او یا له هغې وروسته پاکستان ته رسېدلي وو. دغه کارټ یوازې د پېژندنې او احصایې لپاره ورکړل شوی و.

د ACC کارټ لرونکي قانوني کډوال نه ګڼل کېږي او دغه کارټ نه د ویزې ځای نیسي او نه هم د تابعیت ضمانت ورکوي. دوی ته یوازې محدودو ښوونیزو او روغتیایي اسانتیاوو ته لاس‌رسی ورکول کېږي. د دوی شمېر شاوخوا ۸ لکو څخه تر ۸ نیم لکو پورې اټکل شوی دی.

د پاکستان اوریجن کارټ (POC) د دغه هېواد د نادرا ادارې له‌خوا هغو بهرنیو وګړو ته چې په کې افغانان هم شامل دي ورکول کېږي، چې د هغوی مور، پلار، نېکه، انا یا مېرمن او خاوند یې پاکستانی تابعیت ولري.

د دغه کارټ لرونکي کسان کولای شي پرته له ویزې پاکستان ته داخل شي، جایداد واخلي، بانکي حسابونه پرانیزي او کاروبار وکړي. دغه کارټ د تابعیت بدیل نه ګڼل کېږي؛ بلکې محدودې قانوني اسانتیاوې برابروي.

په څلورمه کټګورۍ کې هغه افغانان شامل دي، چې د پناه غوښتنه یې کړې ده او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له‌خوا هغوی ته سندونه ورکړل شوي دي.

د افغان بندیانو په شکنجه کولو کې د کاناډايي ځواکونو رول افشا شو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۴۰ GMT+۱

نوي افشا شوي اسناد ښيي، چې د کاناډا پوځي ځواکونو په کندهار ولایت کې د خپل ماموریت پرمهال تر زرو ډېر افغان بندیان د حامد کرزي حکومت امنیتي بنسټونو ته سپارلي دي. ورلډ سوسیالیست وېب‌پاڼې ویلي، کاناډايي پوځیان په دې پوهېدل چې دغه بندیان د شکنجې له ګواښ سره مخ دي.

دغه موندنې پخواني کاناډايي ډېپلومات ریچارډ کولوېن په یو زر مخیز راپور کې وړاندې کړي، چې دا راپور تر اوسه په رسمي ډول نه‌دی خپور شوی؛ خو ځینې برخې یې رسنیو ته رسېدلې دي. کولوېن په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې په کندهار کې او وروسته بیا په کابل کې د کاناډا په سفارت کې دنده ترسره کوله.

د اسنادو پر بنسټ؛ د دې بندیانو ډېری هېڅکله هم رسمي ډول نه دي ثبت شوي او «د جګړې بندیانو» پر ځای د «تر کنترول لاندې کسانو» په نوم یاد شوي دي. دا کار له نړۍوالو قوانینو څخه د سرغړونې او د هغوی د برخلیک د پټولو په موخه ترسره شوی دی.

کولوېن د کاناډا پارلمان ته وویل: «موږ ډېر خلک ونیول او شکنجې ته مو وسپارل، ډېری یې په بشپړ ډول بې‌ګناه خلک وو. په دې کې بزګران، موټر چلوونکي، خیاطان او عادي خلکو وو.»

د راپور له‌مخې؛ نه یوازې د کاناډا پوځ بلکې د بهرنیو چارو په وزارت کې ملکي چارواکو هم د شکنجې په پټولو کې رول لوبولی دی. د کولوېن په وینا؛ هغه ډیپلوماتان چې دا مسله یې له پامه غورځولې وه، ترفیع ورکړل شوه؛ خو هغه کسان چې په دې اړه یې خبرداری ورکړی و، ګواښل شوي او له خپلو دندو لرې شوي وو.

په ۲۰۰۷ کال کې له شکنجو د پرده پورته کېدو وروسته، د کاناډا پارلمان څېړنې پیل کړې؛ خو هغه مهال حکومت چې مشري‌ یې د ستیفن هارپر په غاړه وه، هڅه وکړه څېړنې ودروي. هغوی پارلمان وتاړه، اسناد یې سانسور کړل او شاهدان یې ووېرول.

که څه هم د کاناډا لېبرال ګوند په هغه وخت کې د پلټنې غوښتنه وکړه؛ خو په ۲۰۱۵ کال کې واک ته له رسېدو وروسته یې د محافظه کارانو غوندې ورته چلند غوره کړ. د هغه وخت د دفاع وزیر هارچیت ساجان چې په خپله یې هم په افغانستان کې دنده ترسره کړې وه، د عامه پلټنې لپاره د خلکو غوښتنې رد کړې او ویې ویل، چې له بندیانو سره د قانون مطابق چلند شوی دی.

کاناډا ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د ناټو په چوکاټ کې له ۴۰ زرو ډېر پوځیان افغانستان ته واستول، چې دا د دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې د کاناډا تر ټولو لوی پوځي حضور بلل کېږي. کاناډا د خپل حضور پرمهال ۱۵۸ سرتېري له لاسه ورکړل او تر ۱۰۰ ډېرو یې خپل هېواد ته تر راستنېدو وروسته ځان‌وژنه وکړه.