د پخواني جمهوري نظام مرستیال ولسمشرامرالله صالح د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) پر لګښتونو جدي نیوکه کړې او ادعا یې کړې، چې د یوناما په دننه کې یو شمېر کسان له روان مبهم وضعیت څخه ګټه اخلي، په فساد کې ښکېل دي او هڅه کوي همدغه حالت دوام ومومي.
صالح زیاته کړې: "که روڼتیا رامنځته شي، دا کسان به خپل نفوذ او امتیاز له لاسه ورکړي."
صالح پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي،چې دغې ادارې له ۲۰۲۱ کال راهیسې نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالر د اندېښنو تر نامه لاندې لګولي، خو تر اوسه یې د ستونزو د حل لپاره هېڅ اغېزناک اقدام نه دی کړی.
هغه زیاتوي چې یوناما دغه پیسې یوازې د "اندېښنو"، "زیاتو اندېښنو" او "سختې اندېښنې" تر سرلیکونو لاندې لګولې، خو د دغو اندېښنو د ختمولو یا کمولو لپاره یې حتا یوه ساده لار نقشه هم نه ده وړاندې کړې.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د تورخم له لارې د بار وړونکو موټرو افغان چلوونکو ته د لنډمهالي ټرانزیټ (TAD) موده یې د روانې جولای میاشتې تر پایه پورې وغځوله.
د دغه وزارت په یو رسمي مکتوب کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د تورخم له لارې د سوداګریزو چارو د تسلل ساتلو او د احتمالي خنډو او ځنډ د مخنیوي لپاره شوې ده.
په مکتوب کې ټینګار شوی، چې د روان زېږدیز کال له اګسټ میاشتې څخه به ټولو هغو افغان موټر ګلوونکو او د هغوی همکارانو ته، چې غواړي پاکستان ته داخل شي؛ د کاري وېزې (ټرانزیټي، ټرانسپورتي وېزې) اخیستل اړین شي. خو تر هغې نېټې پورې به دوی وکولای شي، چې د TAD اسنادو له مخې تګ راتګ ته دوام ورکړي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت سکرتر د دې پرېکړې پخلی کړی او امر یې کړی، ټولو هغو وسایطو ته دې (د جولای تر ۳۱مې) پورې اجازه ورکړل شي چې لا دمخه یې د اسنادو موده ختمه شوې ده.
همداراز، د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې (FBR) او د سوداګرۍ ریاست ته هم لارښوونه شوې، چې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره اړینې چارې سر ته ورسوي؛ ترڅو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو وسایطو ترافیک او ترانزیت بهیر له خنډ پرته پرمخ ولاړ شي.