• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچينې: بلوچستان ته تلونکي ۱۲پنجابي مسافر وسله والو په ډزو وژلي دي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۳۶ GMT+۱

سیمه‌يیزې سرچینې وایي چې وسلوالو کسانو د پنجاب ۱۲ اوسېدونکي د ډېره غازي خان – لورالای په لویه لاره د « سردکي » په سیمه کې له دریو مسافر وړونکو موټرو ښکته کړي او په ډزو یې وژلي دي.

سرچینو زیاته کړې چې یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دغه مسافر له پنجاب نه د بلوچستان په لور روان وو.

بلخوا موټر چلوونکو ویلي، چې د «درکي» په سیمه کې وسلوالو کسانو د سړک بندولو وروسته سپرلۍ ښکته کړې، له هغوي یې د پېژندنې پوښتنه وکړه، او چې کله یې ډاډ ترلاسه کړ چې یاد کسان د پنجاب اوسېدونکي دي، نو ځای پر ځای یې په نښه کړل.

د یادولو وړ ده، چې د یادې پېښې په اړه لا تراوسه د پاکستان حکومت په رسمي توګه څه ندي ویلي، خو ډیرې وختونه د پاکستان حکومت د داسې خونړیو بریدونو پړه د بلوڅ بېلتونپاله غورځنګ پر وسلوالو وراچوي، چې وخت ناوخت د پاکستان د امنیتي ځواکونو، دولتي پروژو، او غیر بلوڅ وګړو پر وړاندې بریدونه کوي. لا تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

جان اڅکزی: د بلوڅ وسله والو له خوا هدفي برمته جرم نه بلکې نسلي ظلم دی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان اڅکزی وایي، چې په بلوچستان کې د هند استخباراتي ادارې په ملاتړ فعاله وسله والې ډلې په پنجاب کې لس بې ګناه پاکستاني وګړي برمته کړي. د نوموړي په خبره، چې د بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ دا کړنې «نسلي تعصب او د مدنې ازاديو سړغړونې دي.»

جان اڅکزي د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې وسله والو د لورلایي او مسی خېل ترمنځ سیمه کې پر لویه لار د تلاشۍ پر مهال له خلکو پېژندپاڼې غوښتي او ځانګړي کسان یې له ځان سره بېولي دي.

جان اڅکزی وايي: «دا پېښه یو جدي ترهګري، نسلي تبعیض، کرکه، تعصب او سخت دريځۍ یوه خطرناکه بڼه ده.»

نوموړي زياته کړې، چې وسله والو برمته شوي کسان د یو پلان له مخي له ځان سره بیولي دي.

نوموړی د وسله والو دا ډول فعالیت د هېواد یوالي ته جدي ګواښ ګڼي او له دولت او خلکو يې غوښتي، چې د دې ظلم په وړاندې غږ پورته کړي او یو شي.

یو ۱۸ کلن فرانسوي بایسکل‌چلوونکی په ایران کې د یو نامعلوم جرم په تور نیول شوی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۱ GMT+۱

یو ۱۸ کلن ځوان، چې د فرانسې او جرمني دواړو تابعیت لري، له جون میاشتې راهیسې په ایران کې ورک و او اوس د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړی د یو جرم په تور نیول شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د نیول کېدو رسمي خبر یې د فرانسې سفارت ته استولی، خو د ځوان د تور په اړه یې نور جزییات نه‌دي وړاندې کړي.

یاد ځوان د ایران له لارې د سفر پر مهال ناڅاپه نادرک شوی و، چې وروسته یې د نیولو خبر ورکړل شو.

د فرانسې حکومت په دې اړه ویلي چې له ایراني چارواکو سره په تماس کې دی، خو له نورو څرګندونو یې ډډه کړې ده.

اېمل ولي خان: دا اسراییل نه دی چې غزه وژني، دا پاکستان دی چې باجوړ وژني

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۵۷ GMT+۱

د عواميي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان ویلي،‌ چې د حکومت له خوا پر هغو خلکو ډزې کیږي، چې د مولانا خانزیب د وژل کېدو په اړه یې غبرګون ښودلی. ایمل ولي خان وایي:« پاکستانه وېښ شه! دا اسراییل نه دی چې غزه وژني، دا پاکستان دی چې باجوړ وژني.»

نوموړي پر اېکسپاڼه لیکلي:« اوس دولت پر هغو خلکو مرمرۍ وروي، چې د مولانا خانزیب د وژنې په اړه پوښتنه کوي.»

اېمل ولي خان د امنیتي کسانو له خوا پر لاریون کوونکو ډزو کولو ته سخت غبرګون ښودلی او وایي:« پاکستانه وېښ شه! دا اسراییل نه دی چې غزه وژني، دا پاکستان دی چې باجوړ وژني.»

د عوامي نېنشل ګوند د علماوو څانګې مشر او پښتون ملتپال سیاستوال مولانا خانزیب د پنجشنبې په ورځ د باجوړ په شندۍ ګرځني کې د ناڅرګندو کسانو له خوا ډزو کې ووژل شو او تر اوسه کومې ډلې د نوموړي د وژل کېدو پړه په غاړه نه ده اخیستې.

خلیلزاد د ملګرو ملتونو وروستی پرېکړه لیک 'شرمناک' وباله

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۲۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې وروستي پرېکړه لیک ته غبرګون ښودلی دی. هغه د دغه پرېکړه لیک ملاتړ کوونکي پوښتلي، چې له دوی څخه څو کسان په رښتیا د بشري حقونو د خوندي ساتلو غوره ریکارډ لري؟

هغه دا هم پوښتلي‌ چې څو کسان له خپلو ښځو او نجونو سره په مساوي توګه چلند کوي؟

خلیلزاد زیاتوي چې دوی هغه هېواد ته درس ورکوي چې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته راوتلی دی، خو ګاونډي هېوادونه لکه ایران او پاکستان له چمتووالي او همغږۍ پرته زرګونه کډوال ور لېږي.

هغه ټینګار کړی چې دا ټول په داسې حال کې کېږي چې افغانستان تر بندیزونو لاندې دی او خپلې شتمنۍ یې کنګل شوې دي.

خلیلزاد بیا پوښتي چې ایا دوی د دې لوړو اهدافو د پوره کولو لپاره کوم پلان وړاندې کړی دی؟ هغه دا پریکړه شرمناکه بللې ده.

خلیلزاد یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له افغان ښځو او نجونو سره خپل چلند ښه کړي.

هغه زیاته کړې: «د افغانستان د راتلونکي لپاره افغان نجونې باید ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاسرسی ولري.»

په پاکستان د جعلي انلاین پانګونې ۱۴۹ کسیزه شبکه نیول شوې

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۰ GMT+۱

د پاکستان د سایبري جرمونو ملي ادارې په فیصل‌اباد کې د جعلي انلاین پانګونې یوه نړیواله شبکه نیولې ده. په نیول شویو کسانو کې  ۴۸ د چین، ۸ د نایجیریا، ۴ د فیلیپین، دوه د سریلانکا، ۶ د بنګله دېش، دوه د میانمار او یو د زیمبابوې وګړي شامل دي.

چارواکي وایي، دغې شبکې له خلکو د جعلي انلاین پانګونې، پونزي سکیمونو او غلولو له لارې درغليکوله. دسایبري جرمونو ملي ادارې په وینا، دوی به د واټس‌اپ، ټیلیګرام او یوټیوب له لارې خلکو ته د پانګونې ژمنې ورکولې او وروسته‌یې له هغوی څخه پیسې اخیستلې.

نیول شوي کسان محکمې ته وړاندې شوي.