• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرزی: ایران دې په اوسمهالي وضعیت کې د کډوالو د اېستلو پر بهیر بیا غور وکړي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۲۶ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان او ایران ترمنځ د تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په اشارې، د افغان کډوالو د جبري ایستلو د روانې پروسې د بیاکتنې غوښتنه کړې، او ټینګار یې کړی چې دا موضوع دې د دواړو هېوادونو د سترو مصالحو له زاویې وڅېړل شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) پر اېکس پاڼه د ایران څخه د کډوالو د جبري ایستلو په برخه کې د خلکو او سوداګرو لاسنیوي او همکارۍ مننه کړې.

نوموړي له هېوادوالو او پانګوالو غوښتنه کړې تر څو په دې برخه کې لا د کډوالو سره زياته همکاري وکړي.

هغه لیکلي: «د افغانستان او ایران ترمنځ د ګاونډیتوب، تاريخي او فرهنګي ګډو ځانګړونو ته په پام په اوسني وضعت کې د افغان کډوالو جبري ایستلو بهیر باید له سره وکتل شي؛ تر څو د دواړو هېوادونو سترو مصالحو ته زیان ونه رسيږي.»

نوموړي د کډوالو سره د میرویس عزيز خیريه بنسټ له خوا د یو میلیارد افغانیو د مرستې او سوداګرو د همکاريو مننه کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د جرمني بهرنیو چارو وزیر د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۵۰ GMT+۱

جرمني وايي، د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو وضعیت "په جدي توګه اندېښمنوونکی" دی، او ټینګار کوي چې له طالبانو سره یې اړیکې یوازې تخنیکي بڼه لري، نه سیاسي یا رسمي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر، یوهان واډېفول، ویلي چې برلین له طالبانو سره یوازې تخنیکي اړیکې لري او له دې پرته هېڅ ډول تعامل نه لري. هغه زیاته کړې چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت به لا هم تر جدي څار لاندې وساتي.

واډېفول د اتریش په پلازمېنه وېنا کې وویل:"په افغانستان کې بشري وضعیت، د بشري حقونو حالت، او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. موږ، د جرمني فدرالي حکومت په توګه، دا موضوعات به د طالبانو لهرژیم سره لا هم واضح کوو."
له دې وړاندې د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې غواړي له طالبانو سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه مستقیم تړون وکړي چې له جرمني څخه ایستل کېږي.

د بشري دهلېزونو پروګرام کې ۱۱۹ افغان کډوال اسلام‌اباد څخه ایټالیا ته رسیدلي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۳۶ GMT+۱

د بشري دهلېزونو د نوښت په ترڅ کې، د افغان کډوالو یوه بله ډله چې ۱۱۹ کسان پکې شامل دي، د پاکستان له پلازمېنې اسلام‌اباده څخه ایټالیا ته ورسېدل. دغه ځانګړې الوتنه، د بشردوستانه مرستو په موخه، د «Solidaire» موسسې له لوري برابره شوې وه.

د واټیکان نیوز د راپور له مخې، یاد الوتکه نن د ایټالیا پلازمنې روم د فیومیچینو نړۍوال هوايي ډګر ته رسېدلې ده.

په راپور کې راغلي، یاد کسان چې پکې کورنۍ، مېرمنې، ماشومان او ځینې مجرد افراد شامل دي، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه، وروسته له هغه وتښتېدل چې طالبان بیا واک ته ورسېدل.

واټیکان نیوز زیاتوي، دوی د کابل له سقوط وروسته پاکستان ته پناه یووړه، خو هلته یې هم ژوند له ستونزو خالي نه و. له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې دوی په اسلام‌اباد کې په لنډمهالي کمپونو، غیررسمي مېشت‌ځایونو او خیمو کې ژوند کاوه، چیرې چې نه د مناسبې روغتیايي پاملرنې امکانات وو، نه هم د زده‌کړې یا کار زمینه.

بشري دهلېزونه (Humanitarian Corridors) یو ځانګړی نوښت دی چې د سنټ ‌ایدیجیو ټولنې، ایټالوي حکومت، کلیسايي بنسټونو او نورو خیریه ادارو په همکارۍ رامنځته شوی.

دا پروګرام د کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو لپاره د خوندي، قانوني او باعزته لېږد زمینه برابروي، چې د خطرناکو لارو لکه د قاچاقبرانو او سمندري سفرونو پر ځای، د هوايي دهلېز له لارې کډوال د مستقیمو او قانوني پروسو له لارې لېږدول کېږي.

سنټ ایدیجیو ټولنه به له دغو تازه راغلو کډوالو سره د استوګنې، ژبې زده‌کړې، کار پیدا کولو، ښوونیزو فرصتونو او ټولنیز ادغام په برخو کې مرسته کوي.

د دغه ټولنې ویاند زیاته کړه: « موږ نه یوازې هغوی ته پناه ورکوو، بلکې د نوي ژوند د پیل زمینه هم برابروو. دا خلک کلونه کلونه بې‌ برخلیکه وو، او اوس موږ هڅه کوو چې هغوی ته یو باعزته راتلونکی ورکړو.»

د کابل له سقوط وروسته، زرګونه افغانان ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل، خو ډېری یې لا هم د بیا میشتېدو په تمه دي. نړیواله ټولنه، چې په لومړیو میاشتو کې یې پراخ غبرګون درلود، اوس د دې خلکو له برخلیک څخه مخ اړولی ښکاري. دا نوښتونه، لکه بشري دهلېزونه، د هغو څو محدودو هڅو څخه دي چې لا هم دوام لري او اغېزناک تمام شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې دمه، د بشري دهلېزونو له لارې له ۸،۵۰۰ زیات کډوال خوندي اروپا ته رسېدلي دي. دا پروژه دولتي بودیجه نه لري، بلکې د خیریه بنسټونو، مدني ټولنو او مذهبي سازمانونو له خوا تمویلېږي. دا ښيي چې د انسانیت او خواخوږۍ احساس لا هم ژوندی دی.

قزاقستان له طالبانو سره د تورغونډۍ-هرات رېل پټلۍ هوکړه لاسلیک کړه

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مراد نورتلیف د پنجشنبې په ورځ کابل ته د سفر پر مهال د تور غونډۍ ـ هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې د پانګونې په موخه له طالبانو سره د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړه.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مراد نورتلیف او د دې ډلې ترمنځ د تورغونډۍ ـ هرات اوسپنې پلټۍ پروژه کې د پانګونې لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو هوکړه لاسلیک شوه.

ملا برادر د یاد هوکړه لیک لاسلیکولو پرمهال د افغانستان او قزاقستان اړیکې مثبتې بللې او وايي:«اسلامي امارت له قزاقستان سره د هغو همکاریو د پراخېدو لپاره کار کوي، چې د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لامل ګرځي.»

ملا برادر ویلي، چې د دغه ټرانزیټې دهلیز په فعاله کېدو سره به قزاقستان وشي کولای، چې په اسانی سره خپل توکي سویلي اسیا ته ولېږدوي.

ملا برادر ویلي:« دواړه لوري کولی شي د کانونو، ترانسپورت، مخابراتو، انرژۍۍ تولید، نفت او ګار او بنسټیزو پروژو په برخه کې کار وکړي.»

یاد معاونیت د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي، چې قزاقستان چمتو دی د تور غونډۍ ـ هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې عملا د ۵۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت پانګونې د پیلېدو ترڅنګ، پر نړیوال سټیج هم له افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

طالبان: روسیه، هند او چین زموږ د صادراتو تر ټولو ستر بازارونه دي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، چې په ورستیو دریو کلونو کې روسیې، هند او چین ته د افغانستان صادرات ډېر شوي او درې واړه هېوادونه د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازارونه دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پنجشنبې په ورځ، د صادراتو ملي ورځې نمانځلو پرمهال وویل، چې په وروستیو دریو کلونو کې روسیې، هند او چین ته د افغانستان صادرات ډېر شوي دي.

عزیزي زیاته کړه، چې دوی هڅه کوي د دوه اړخیزو او څو اړخیزو هوکړه لیکونو او سوداګریزو همکاریو له لارې د صادراتو ډېر فرصتونه رامنځته کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له افغان صادروونکو څخه د تولیداتو د کیفیت او معیار د لوړولوغوښتنه هم کړې.

په ورته مهال د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد ویلي، هڅه کوي، چې افغانستان له وارداتي په صادراتي هېواد بدل کړي.

نوموړی زیاتوي:«د تولیداتو او صادراتو د زیاتوالي په لاره کې کوټلي ګامونه اخېستل شوي، اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي او پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.»

پر همدغه مهال د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د افغانستان د صادراتو د پیاوړتیا غوښتنه کړې:«د‌ وارداتو پر ځای پر صادراتو تمرکز وکړئ، ځکه که په وارداتو کې بالفعله ګټه ده، خو په اوږده مهال کې دا د هېواد په زیان بولم، باید دا موضوع درک او په مشترکه توګه پر داسې لارو چارو بحث او کار وشي، چې پایله یې د افغانستان د صادراتو پیاوړتیا او پراختیا وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصايي او ملعوماتو ادارې ویلي، چې په غويي میاشت کې د افغانستان صادرات ډېر شوي او په همدې میاشت کې یې بهرنیو هېوادونو ته د ۱۰۲.۷ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړې دي.

دغې ادارې ویلي، چې په غويي میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

خلیلزاد د ملګرو ملتونو وروستی پرېکړه لیک 'شرمناک' وباله

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۲۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې وروستي پرېکړه لیک ته غبرګون ښودلی دی. هغه د دغه پرېکړه لیک ملاتړ کوونکي پوښتلي، چې له دوی څخه څو کسان په رښتیا د بشري حقونو د خوندي ساتلو غوره ریکارډ لري؟

هغه دا هم پوښتلي‌ چې څو کسان له خپلو ښځو او نجونو سره په مساوي توګه چلند کوي؟

خلیلزاد زیاتوي چې دوی هغه هېواد ته درس ورکوي چې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته راوتلی دی، خو ګاونډي هېوادونه لکه ایران او پاکستان له چمتووالي او همغږۍ پرته زرګونه کډوال ور لېږي.

هغه ټینګار کړی چې دا ټول په داسې حال کې کېږي چې افغانستان تر بندیزونو لاندې دی او خپلې شتمنۍ یې کنګل شوې دي.

خلیلزاد بیا پوښتي چې ایا دوی د دې لوړو اهدافو د پوره کولو لپاره کوم پلان وړاندې کړی دی؟ هغه دا پریکړه شرمناکه بللې ده.

خلیلزاد یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له افغان ښځو او نجونو سره خپل چلند ښه کړي.

هغه زیاته کړې: «د افغانستان د راتلونکي لپاره افغان نجونې باید ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاسرسی ولري.»