عزیزي زیاته کړه، چې دوی هڅه کوي د دوه اړخیزو او څو اړخیزو هوکړه لیکونو او سوداګریزو همکاریو له لارې د صادراتو ډېر فرصتونه رامنځته کړي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له افغان صادروونکو څخه د تولیداتو د کیفیت او معیار د لوړولوغوښتنه هم کړې.
په ورته مهال د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد ویلي، هڅه کوي، چې افغانستان له وارداتي په صادراتي هېواد بدل کړي.
نوموړی زیاتوي:«د تولیداتو او صادراتو د زیاتوالي په لاره کې کوټلي ګامونه اخېستل شوي، اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي او پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.»
پر همدغه مهال د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د افغانستان د صادراتو د پیاوړتیا غوښتنه کړې:«د وارداتو پر ځای پر صادراتو تمرکز وکړئ، ځکه که په وارداتو کې بالفعله ګټه ده، خو په اوږده مهال کې دا د هېواد په زیان بولم، باید دا موضوع درک او په مشترکه توګه پر داسې لارو چارو بحث او کار وشي، چې پایله یې د افغانستان د صادراتو پیاوړتیا او پراختیا وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصايي او ملعوماتو ادارې ویلي، چې په غويي میاشت کې د افغانستان صادرات ډېر شوي او په همدې میاشت کې یې بهرنیو هېوادونو ته د ۱۰۲.۷ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړې دي.
دغې ادارې ویلي، چې په غويي میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.
هغه دا هم پوښتلي چې څو کسان له خپلو ښځو او نجونو سره په مساوي توګه چلند کوي؟
خلیلزاد زیاتوي چې دوی هغه هېواد ته درس ورکوي چې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته راوتلی دی، خو ګاونډي هېوادونه لکه ایران او پاکستان له چمتووالي او همغږۍ پرته زرګونه کډوال ور لېږي.
هغه ټینګار کړی چې دا ټول په داسې حال کې کېږي چې افغانستان تر بندیزونو لاندې دی او خپلې شتمنۍ یې کنګل شوې دي.
د پخواني جمهوري نظام مرستیال ولسمشرامرالله صالح د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) پر لګښتونو جدي نیوکه کړې او ادعا یې کړې، چې د یوناما په دننه کې یو شمېر کسان له روان مبهم وضعیت څخه ګټه اخلي، په فساد کې ښکېل دي او هڅه کوي همدغه حالت دوام ومومي.
صالح زیاته کړې: "که روڼتیا رامنځته شي، دا کسان به خپل نفوذ او امتیاز له لاسه ورکړي."
صالح پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي،چې دغې ادارې له ۲۰۲۱ کال راهیسې نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالر د اندېښنو تر نامه لاندې لګولي، خو تر اوسه یې د ستونزو د حل لپاره هېڅ اغېزناک اقدام نه دی کړی.
هغه زیاتوي چې یوناما دغه پیسې یوازې د "اندېښنو"، "زیاتو اندېښنو" او "سختې اندېښنې" تر سرلیکونو لاندې لګولې، خو د دغو اندېښنو د ختمولو یا کمولو لپاره یې حتا یوه ساده لار نقشه هم نه ده وړاندې کړې.