طالبانو د بهرنیو ډاکټرانو د تنظیم لپاره نوې کمېټه ټاکلې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې یې د بهرنیو ډاکټرانو د شتون او فعالیتونو د تنظیم په تړاو یوه نوې کمېټه جوړه کړې ده. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کمېټه به د بهرنیو ډاکټرانو تحصیلي او د اقامت سندونه څېړي.