له ایرانه د کډوالو څپې؛ تېرو ۱۹ ورځو کې تر نیم مېلیون ډېر افغانان هېواد ته ستانه کړای شوي

تازه د طالبانو د کډوالو چارو د ستونزو د حل کمېسیون خبر ورکړی چې په تېرو ۱۹ ورځو کې له ايران څخه «۵۰۵ زره او ۳۸۹ افغان کډوال» افغانستان ته ور ستانه شوي دي.
تازه د طالبانو د کډوالو چارو د ستونزو د حل کمېسیون خبر ورکړی چې په تېرو ۱۹ ورځو کې له ايران څخه «۵۰۵ زره او ۳۸۹ افغان کډوال» افغانستان ته ور ستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې یوازې د تیرې پنجشنبې په ورځ د ( چنګاښ ۱۹مه) څه باندې ۳۲ زره کسان له ایرانه ستانه شوي دي.
دغه هېواد په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په بې ساري ډول چټکه کړې چې له کبله یې ستنېدونکي له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.