• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې او طالبانو اړیکې؛ ستراتېژیک احتیاط او که سیمه‌ ییزې امنیتي اندېښنې؟

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۴۴ GMT+۱

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي، چې د روسیې له لوري له طالبانو سره د اړیکو پراخېدل باید یوازې د ډیپلوماسۍ له زاویې ونه‌کتل شي، بلکې دا بهیر د سیمه‌ییز امنیت د یوې ژورې اندېښنې په رڼا کې درک شي.

اندرابي په یوې څېړنیزه مقاله کې چې د «چېپر بریف» په نامه انګلیسي وېبپاڼې خپره کړې ویلي، د روسیې د استخباراتي او ترهګرۍ ضد کړیو له لوري داسې راپورونه خپاره شوي، چې په افغانستان کې د بهرنیو جهادي ډلو فعالیت په بې‌ساري ډول زیات شوی او دا ډلې اوس له هر ډول خنډ پرته فعالیت کوي.

هغه زیاته کړې، چې مسکو له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې داعش-خراسان څانګه او ورسره تړلې ډلې له لوېدیځو استخباراتي شبکو پټ ملاتړ ترلاسه کوي. که څه هم دا ادعاوې تر ډېره مبالغه ګڼل کېږي، خو د کرملین د ژورې ستراتېژیکې د وېرې سرچینه هم جوړوي.

په مقاله کې راغلي، استخباراتي موندنې ښيي چې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې چې له منځنۍ اسیا سره ګډې پولې لري، د بهرنیو وسله‌والو حضور زیات شوی.

روسیه اندېښنه لري، چې د افغانستان ناامني نه یوازې د همدې هېواد لپاره، بلکې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان لپاره هم یو مستقیم ګواښ دی. دا درې واړه هېوادونه له روسیې سره تاریخي اړیکې لري او له کورنیو سیاسي ناپایداریو هم رنځ وړي.

اندرابي په خپله مقاله کې زیاتوي، چې د روسیې له لوري له طالبانو سره تماس یوازې د سیاسي رسمیت موضوع نه ده، بلکې موخه یې د استخباراتي لاسرسي زیاتول، د څارنې شبکې پراخول او لږ تر لږه د معلوماتو شریکولو میکانېزمونه جوړول دي. د مسکو لپاره طالبان شاید یو تاکتیکي درد وي، خو بهرني جهادي ځواکونه یو ستراتېژیک تهدید ګڼل کېږي.

هغه لیکي، چې طالبان هڅه کوي د هر لوی قدرت تعامل د نړۍوال رسمیت نښه وښيي.

دغه ډله چې په هېواد دننه له مشروعیت څخه بې‌برخې ده او له زور سره یې واک نیولی، بهرنی تعامل د مشروعیت د ترلاسه کولو لنډه لاره ګڼي، پرته له دې چې پوه شي مقابل لوری کومه موخه لري.

د طالبانو لپاره دا مهمه نه ده چې روسیه امنیتي اندېښنه لري که ستراتېژيک توازن، بلکې دا ورته ډېره مهمه ده چې دا تعامل څنګه خلکو ته وړاندې کړي. همدغه فکري نابرابري ډېره ګواښونکې ده؛ ځکه چې بهرنیو هېوادونو له طالبانو سره هر ډول تخنیکي همغږي د دوی له لوري د حکومت ملاتړ تعبیرېږي.

مقاله کې راغلي دي، چې په دې حالاتو کې داسې اندېښنې هم شته چې چین ښايي د روسیې پر نقش قدم لاړ شي. خو د چین دریځ له روسیې سره توپیر لري. د بېجینګ اساسي اندېښنه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له وسله‌والو پورې تړلې ده، چې ډېری یې له کلونو راهیسې په افغانستان کې پټ دي.

بلخوا، چین د نړۍوالو سیالیو په ځانګړې توګه له امریکا سره د اقتصادي او تخنیکي برلاسۍ په سیالۍ کې ښکېل دی. د دې ستراتېژۍ په چوکاټ کې افغانستان ته یو ثانوي اهمیت ورکوي.

د مقالې له مخې، تر هغه چې چین وکولای شي د خپل لوېدیځ سرحد امنیت د مالي فشار، تجارتي لارو او استخباراتي همکارۍ له لارې تامین کړي، هغوی د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ بېړنۍ اړتیا نه ویني، ځکه داسې ګام د چین لپاره ډېپلوماټیک لګښت لري، خو ستراتېژیکه ګټه نه لري.

د افغانستان د جمهوري نظام یاد پخوانی وزیر په خپله مقاله کې له دې اړیکو څخه راپورته کېدونکو ګواښونو ته ګوته نیسي او وایي، که څه هم روسیه او چین دا تعامل د امنیتي اړتیاوو له مخې توجیه کوي، خو دا ډول اړیکې د نړۍوالې اجماع لپاره پراخ سیاسي او اخلاقي ګواښونه رامنځته کوي.

لومړی، دا به هغه اصل له منځه یوسي چې رسمیت باید له ټول‌ګډونه حکومت، د بشري حقونو رعایت او له ترهګرۍ سره د ریښتینې مبارزې سره مشروط وي. دویم، د طالبانو له لوري د زور له لارې واکمنۍ ته مشروعیت ورکول به د افراطیت او استبداد ترویج ته لاره هواره کړي او ښايي نورو ورته خوځښتونو ته هم په زور د واک نیولو جرات ورکړي.

درېیم، له طالبانو سره هر ډول استخباراتي تعامل یا پټه همغږي باید واضحه تشرېح شي چې دا ډیپلوماسي نه ده، بلکې یوازې د ترهګرۍ د مهار هڅه ده. که دا وضاحت ورنه کړل شي، نو د طالبانو حاکمیت ته مشروعیت ورکول کېږي، په ځانګړې توګه د رسنیو او عامه ذهنیت په فضا کې.

اندرابي زیاتوي، چې د روسیې له لوري د طالبانو سره تماسونه د کومې ایډیولوژۍ ګډوالۍ نه، بلکې د ستراتېژیکې وېرې نښه ده. افغانستان د طالبانو تر ولکې لاندې ورځ تر بلې یو بې‌نظم او له واک‌دارۍ په خلاصه فضا ته بدلېږي؛ یو داسې حالت چې بهرني قدرتونه یې له تاوانه ډېر وېرېږي.

هغه وايي، چې د امریکا لپاره دا یو مهم پړاو دی، په داسې حال کې چې نړۍوال ځواکونه له انزوا نه د تاکتیکي تعامل پر لور روان دي، واشنګټن باید مشري وکړي او دا اصل وساتي چې اصلاحات باید له رسمیت وړاندې راشي. هر ډول ډیپلوماټیک تعامل که دوه‌اړخیز وي یا څو اړخیز، باید د مشخصو شرطونو سره تړلی وي: له ترهګرۍ سره رغنده همکاري، د مدني ازادیو خوندیتوب او ټول‌ګډونه سیاسي ګډون چې د افغانستان قومي او ټولنیز تنوع تمثیل کړي.

که دغه اصول موجود نه وي، نړۍواله ټولنه د داسې رژیم مشروعیت ګواښ ته ځان اچوي چې نه د بدلون نیت لري او نه د سیمې د ثبات لپاره رغنده نقشه.

مسعود اندرابي وړاندې لیکي، چې باید امریکا د طالبانو پر وړاندې د یوه مشروع سیاسي اپوزېسیون جوړولو ملاتړ هم وکړي؛ یو داسې اپوزېسیون چې د افغانانو د یو خپلواک، ډیموکرات، او ټول‌شموله راتلونکي هیلې استازولي وکړي.

که له نړۍوالو متحدینو سره همغږۍ کې دغه خوځښت ملاتړ شي، دا به یو پیاوړی پیغام وي، نه یوازې افغانانو ته، بلکې طالبانو ته، ګاونډیانو ته او نړۍوالو ته هم چې د افغانستان راتلونکی یوازې د زور له لارې نه ټاکل کېږي او تر ټولو مهمه دا چې دا به پخپله افغانان په ځانګړې توګه نوی نسل، ځواکمن کړي چې د خپل هېواد د برخلیک مشري پخپله وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې د امریکا د مرستو پرېکون ژور ناورین را منځته کړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۵۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو له خوا د ۵۰۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو بندېدل، د هېواد نازک حالت لا پسې کړکېچن کړی دی. د دې پرېکړې له امله په روغتیايي خدمتونو او د خوړو خوندیتوب کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

متحده ایالات د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د افغانستان تر ټولو ستر مرسته‌کوونکی هېواد پاتې شوی، چې د نړۍوالو مرستو له ۴۰ سلنې څخه ډېره برخه یې برابوله.

دغه مرستې د لوږې پر ضد مبارزه او د روغتیايي مرکزونو د فعالیت لپاره حیاتي ارزښت درلود.
د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له ټاکل کېدو وروسته، نوموړي د USAID ټول پروګرامونه لغوه کړل.

د ټرمپ اداره وايي، چې نور دغه مرستې د امریکا له ملي ګټو سره سمون نه لري.
سپینې ماڼۍ همداراز دا ادعا وکړه، چې طالبانو د مرستو لېږد بند کړی و او ډېری مرستې تر اړمنو خلکو نه رسېدې.
همدا ډول د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) راپور ورکړی، چې تر ۴۲۰ زیات روغتیايي مرکزونه د مرستو تر بندېدو وروسته تړل شوي دي. دې حالت له ۳ میلیونه ډېر خلک له بنسټیزو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کړي دي.
مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د مالي مرستو دوامدار کمښت کولی شي د لا ډېرې لوږې، ناروغیو او کورنیو بې‌ځایه کېدو لامل شي.
افغانستان له ۲۰۲۱ کال وروسته چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، له پراخو نړۍوالو بندیزونو، اقتصادي رکود او بشري ناورین سره مخ شوی دی.

له هغې وروسته، امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه د طالبانو له ادارې سره مستقیم تعامل ته زړه نه ښه کوي، خو بشري مرستې یې د نړۍوالو ادارو له لارې جاري ساتلې وې.
متحده ایالاتو تر ډېره د افغانستان لپاره تر ټولو ستر مرسته‌ورکوونکی هېواد پاتې شوی، خو د ولسمشر ټرمپ د بېرته راتګ سره، د امریکا پالیسي بدله شوې ده.

اوسنی پرېکون، د امریکا د تګلارې په بدل کې یوه لویه تشه ګڼل کېږي، چې له امله یې د میلیونونو افغانانو ژوند اغېزمن شوی دی.

ملګري ملتونه: د افغان کډوالو جبري ستنېدنه افغانستان له لوی بشري ناورین سره مخ کوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۴۷ GMT+۱

ملګري ملتونه وايي، چې ښايي سږکال تر درې میلیونو ډېر افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راوګرځي او دا یو داسې حالت دی، چې د هېواد نازک بشري وضعیت به له لا ګواښ سره مخ کړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال تېره ورځ په یوه خبری غونډه کې خبریالانو ته وویل: «له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو اوسنی بهیر نه یوازې له انساني کرامته خالي دی، بلکې بې‌نظمه، جبري او په پراخه کچه دی چې افغانستان ورته هېڅ ډول تیاري نه لري.»

د هغه په وینا، په ایران او پاکستان کې وروستیو سختو پالیسیو دغه وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.

ایران امر کړی، چې د جولای تر شپږمې نېټې پورې دې شاوخوا څلور میلیونه غېرقانوني افغانان له دې خاورې ووځي او پاکستان هم پر افغان کډوالو خپل فشارونه ډېر کړي، له اسنادو پرته مېشت کسان نیسي، بندي کوي او بېرته یې افغانستان ته استوي.

تر دې دمه د «یو اېن ایچ سي ار» د شمېرو له مخې، یوازې سږکال له ۱.۶ میلیونه زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې له ایران څخه رااېستل شوي دي.

دا شمېره د ۲۰۲۵کال لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له اټکل (۱.۴ میلیونه) څخه ډېر زیات دی.

د اسلام‌کلا له لارې هره ورځ شاوخوا ۳۰،۰۰۰ کسان افغانستان ته داخلېږي او یوازې د جولای پر څلورمه نېټه، شاوخوا ۵۰،۰۰۰ کډوال له دې بندر را اوښتي دي.

د راستانه شويو افغانان کډوالو ډېر شمېر وايي، چې له ناوړه چلند، لنډ مهالي توقیف او جبري اېستلو سره مخ شوي.

د راپورونو له مخې، ډېری ستنېدونکي له سفر وروسته ستړي، روحي فشار لاندې او له ډېرو بنسټیزو اړتیاوو بې‌برخې وي.

عرفات جمال زیاته کړې: «ملګري ملتونه هڅه کوي چې د اوبو، حفظ‌الصحې، واکسین، تغذیې او بېړنیو خدمتونو ظرفیت پراخ کړي، خو دا هڅې له موجود بحران سره هېڅ برابرې نه دي.»

هغه وویل: «که نړۍواله ټولنه بېړنۍ مرستې ونه کړي، د افغانستان بشري وضعیت به نور هم خراب شي او موږ به د یو ستر ناورین سره مخ شو.»

د یادولو وړ ده، په داسې حال کې چې د خوراکي توکو نړۍوال سازمان (WFP) او نورې ادارې هم وار له مخې د تمویل له کمښت سره مخ دي، افغانستان دمګړۍ د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، وچکالۍ او صحي خدماتو د کمښت له امله یو له بدترینو بشري بحرانونو سره مخ دی.

په بلخ کې ابوعلي سینا بلخي روغتون ۴۴ زره وړیا جراحي عملیات کړي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۱

په بلخ ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د تېر یوه کال په موده کې د ابوعلي سینا بلخي حوزوي او تدريسي روغتون له خوا ۴۳،۷۷۶ وړیا جراحي عملیات ترسره شوي دي.

د یاد ریاست په وینا، له دې شمېرې ۱۰ زره او ۳۶۷ یې لوی او ۳۳ زره او ۴۰۹ یې کوچني عملیات وو، چې ټول د افغان متخصصو ډاکترانو له خوا ترسره شوي دي.

یاد روغتون د جراحي خدماتو ترڅنګ په دې موده کې نږدې ۴۸۶ زره ناروغانو ته د سرپايي درملنې، تر ۸۳ زره ناروغانو ته د بستر خدمات، شاوخوا ۱۲۲ زره ناروغانو ته لابراتواري، ۴۷ زرو ته د زړه برېښنايي معاینې، ۵۸ زرو ته الټراسوند او تر ۶۷ زرو ناروغانو ته د ایکس‌رې خدمات وړاندې کړي دي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست وايي، ابوعلي سینا بلخي روغتون د شمال زون په کچه یو له مهمو طبي مرکزونو ګڼل کېږي، چې هره ورځ د ګڼ شمېر ناروغانو درملنه کوي.

ملا هبت الله د کندهار له میرویس روغتون څخه لیدنه کړې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۱۷ GMT+۱

د طالبانو مشر د دوشنبې په ورځ د کندهار ولایت له میرویس حوزوي روغتون څخه لیدنه کړې او له ناروغانو سره یې نغدې مرسته کړې ده. د یاد روغتون چارواکو او د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسوولینو تایید کړې چې نوموړی د روغتون د خدماتو، ناروغانو وضعیت او موجودو امکاناتو ارزونې لپاره تللی و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، مالي او اداري معین مولوي بخت الرحمن شرافت، د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر ګل محمد عثمان او د میرویس روغتون مشر مفتي منیر احمد منور هم د نوموړي ملتیا کوله.

د طالب چارواکو په وینا، د روغتون مسوولینو د نويو اصلاحاتو، خدماتو او اړتیاوو په اړه مولوي هبت الله ته لنډ معلومات ور کړل او نوموړي له دغو خدماتو خوښي وښوده.

ویل کیږي چې نوموړي له ناروغانو سره له نږدې خبرې وکړې او روغتیايي پرسونل ته یې سپارښتنې وکړې.

همداراز طالب سرچینې د لیدنې پر مهال له ناروغانو سره د مالي مرستې راپور هم ور کوي، خو د مرستې کره اندازه نه ده څرګنده شوې.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا له میرویس روغتون څخه د طالبانو د مشر نادره علني لیدنه بلل کېږي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر: ۷۰ سلنه افغان کډوال له ایران نه په خپله خوښه وتلي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وایي چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر «منطقي» پرمخ روان دی او هېواد یې افغان کډوالو ته په بد نظر نه ګوري. نوموړی وايي، له ۷۰۰ زرو زیات افغان کډوال تر دې دمه له ایران نه وتلي او تر ۷۰ سلنه یې "داوطلبانه " ستانه شوي.

مومني زیاته کړه، « موږ او د افغانستان خلک ګډه تاریخي ماضي ولرو. ډېرو افغانانو کلونه کلونه له موږ سره ژوند کړی، کار یې کړی او موږ د یو بل ډوډۍ خوړلې ده. نو ځکه موږ کډوال‌دښمنه لید نه لرو».

خو له ایران نه اخراج شوي ګڼ شمېر افغانان وایي چې د ایرانی امنیتي ځواکونو له خوا له «بد چلند» سره مخ شوي او ډېر یې په زوره شړل شوي دي.

اسکندر مومني همداراز هغه ویډیوګانې رد کړې چې د افغان کډوالو د ناوړه شرایطو ښودنه ښيي.

نوموړی ادعا کوي، « دا ویډیوګانې هغو کسانو خپرې کړې چې نه د افغانانو طرفداران دي او نه د ایران؛ هدف یې یوازې د وضعیت خرابول دي خو الحمدلله، فضا مناسبه ده».

د ایران د کورنیو چارو وزیر پخوا هم ویلي وو چې «یوشمېر اتباع» په تېرو دوو یا دریو کلونو کې د تخریب او امنیتي ستونزو د رامنځته کولو په هدف ایران ته داخل شوي دي.

هغه وویل، « موږ د اتباعو یا ګاونډیانو ضد نه یو، خو نه شو کولی اجازه ورکړو چې څوک زموږ هېواد ته راشي او زموږ امنیت ته زیان ورسوي».

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ له اوربند وروسته د ایران حکومت له افغان کډوالو سره خپل چلند سخت کړی دی.

راپورونه ښيي چې هره ورځ لسګونه زره افغانان په ډله‌ییز ډول له ایران نه شړل کېږي.

ملګرو ملتونو، بشري سازمانونو او افغان مدني فعالانو په پرله‌پسې ډول له ایران څخه د افغان کډوالو د ډله‌ییزو اخراجونو، توقیفونو او ناوړه چلندونو په اړه سختې اندېښنې څرګندې کړې دي.