په بلخ کې ابوعلي سینا بلخي روغتون ۴۴ زره وړیا جراحي عملیات کړي

په بلخ ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د تېر یوه کال په موده کې د ابوعلي سینا بلخي حوزوي او تدريسي روغتون له خوا ۴۳،۷۷۶ وړیا جراحي عملیات ترسره شوي دي.

په بلخ ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د تېر یوه کال په موده کې د ابوعلي سینا بلخي حوزوي او تدريسي روغتون له خوا ۴۳،۷۷۶ وړیا جراحي عملیات ترسره شوي دي.
د یاد ریاست په وینا، له دې شمېرې ۱۰ زره او ۳۶۷ یې لوی او ۳۳ زره او ۴۰۹ یې کوچني عملیات وو، چې ټول د افغان متخصصو ډاکترانو له خوا ترسره شوي دي.
یاد روغتون د جراحي خدماتو ترڅنګ په دې موده کې نږدې ۴۸۶ زره ناروغانو ته د سرپايي درملنې، تر ۸۳ زره ناروغانو ته د بستر خدمات، شاوخوا ۱۲۲ زره ناروغانو ته لابراتواري، ۴۷ زرو ته د زړه برېښنايي معاینې، ۵۸ زرو ته الټراسوند او تر ۶۷ زرو ناروغانو ته د ایکسرې خدمات وړاندې کړي دي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست وايي، ابوعلي سینا بلخي روغتون د شمال زون په کچه یو له مهمو طبي مرکزونو ګڼل کېږي، چې هره ورځ د ګڼ شمېر ناروغانو درملنه کوي.

د طالبانو مشر د دوشنبې په ورځ د کندهار ولایت له میرویس حوزوي روغتون څخه لیدنه کړې او له ناروغانو سره یې نغدې مرسته کړې ده. د یاد روغتون چارواکو او د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسوولینو تایید کړې چې نوموړی د روغتون د خدماتو، ناروغانو وضعیت او موجودو امکاناتو ارزونې لپاره تللی و.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، مالي او اداري معین مولوي بخت الرحمن شرافت، د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر ګل محمد عثمان او د میرویس روغتون مشر مفتي منیر احمد منور هم د نوموړي ملتیا کوله.
د طالب چارواکو په وینا، د روغتون مسوولینو د نويو اصلاحاتو، خدماتو او اړتیاوو په اړه مولوي هبت الله ته لنډ معلومات ور کړل او نوموړي له دغو خدماتو خوښي وښوده.
ویل کیږي چې نوموړي له ناروغانو سره له نږدې خبرې وکړې او روغتیايي پرسونل ته یې سپارښتنې وکړې.
همداراز طالب سرچینې د لیدنې پر مهال له ناروغانو سره د مالي مرستې راپور هم ور کوي، خو د مرستې کره اندازه نه ده څرګنده شوې.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا له میرویس روغتون څخه د طالبانو د مشر نادره علني لیدنه بلل کېږي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وایي چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر «منطقي» پرمخ روان دی او هېواد یې افغان کډوالو ته په بد نظر نه ګوري. نوموړی وايي، له ۷۰۰ زرو زیات افغان کډوال تر دې دمه له ایران نه وتلي او تر ۷۰ سلنه یې "داوطلبانه " ستانه شوي.
مومني زیاته کړه، « موږ او د افغانستان خلک ګډه تاریخي ماضي ولرو. ډېرو افغانانو کلونه کلونه له موږ سره ژوند کړی، کار یې کړی او موږ د یو بل ډوډۍ خوړلې ده. نو ځکه موږ کډوالدښمنه لید نه لرو».
خو له ایران نه اخراج شوي ګڼ شمېر افغانان وایي چې د ایرانی امنیتي ځواکونو له خوا له «بد چلند» سره مخ شوي او ډېر یې په زوره شړل شوي دي.
اسکندر مومني همداراز هغه ویډیوګانې رد کړې چې د افغان کډوالو د ناوړه شرایطو ښودنه ښيي.
نوموړی ادعا کوي، « دا ویډیوګانې هغو کسانو خپرې کړې چې نه د افغانانو طرفداران دي او نه د ایران؛ هدف یې یوازې د وضعیت خرابول دي خو الحمدلله، فضا مناسبه ده».
د ایران د کورنیو چارو وزیر پخوا هم ویلي وو چې «یوشمېر اتباع» په تېرو دوو یا دریو کلونو کې د تخریب او امنیتي ستونزو د رامنځته کولو په هدف ایران ته داخل شوي دي.
هغه وویل، « موږ د اتباعو یا ګاونډیانو ضد نه یو، خو نه شو کولی اجازه ورکړو چې څوک زموږ هېواد ته راشي او زموږ امنیت ته زیان ورسوي».
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ له اوربند وروسته د ایران حکومت له افغان کډوالو سره خپل چلند سخت کړی دی.
راپورونه ښيي چې هره ورځ لسګونه زره افغانان په ډلهییز ډول له ایران نه شړل کېږي.
ملګرو ملتونو، بشري سازمانونو او افغان مدني فعالانو په پرلهپسې ډول له ایران څخه د افغان کډوالو د ډلهییزو اخراجونو، توقیفونو او ناوړه چلندونو په اړه سختې اندېښنې څرګندې کړې دي.

د طالبانو د ريیس الوزرا په مشرۍ ددې ډلې کابینې د پلازمينې کابل اړوند شاه و عروس بند څخه نږدې سیمو ته د اوبو رسولو په موخه د چارو ادارې ریاست ته سپارښتنه کړې، چې له اړوندو ادارو سره خبرې وکړي او وروستۍ پایله یې د ریاست الوزرا له مقام سره شریکه کړي.
د پلازمېنې کابل له شاه و عروس بند څخه د دغه بند شاوخوا سیمو ته د اوبو رسولو په موخه په داسې حال کې هڅې پیلیږي، چې د نړۍوالو بنسټونو په وینا، کابل به په نږدې راتلونکو کلونو کې د اوبو له شدید کمښت سره مخ شي.
له دې سربېره کابل ښاروالۍ هم په کابل کې د اوبو لپاره د څاګانو پر کېندلو محدودیتونه لګولي دي.
شاهوعروس بند چې د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري، د افغانستان د ملي اوبو تنظیم ادارې له سترو پرمختیایي پروژو شمېرل کېږي.
یاد بند ۹ میلیونه مکعب متره د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او همداراز ۱،۲ مېګاواټه برېښنا تولیدولی شي.
د بند عمومي محور۷۷،۵ متره مربع دی او د بحر له سطحې ۲۱۶۱ متره لوړوالی لري. د دغه بند له لارې شاوخوا ۲۷۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبېږي.
د بند د زېرمې له مجموعي اوبو څخه ۴ میلیونه مکعب متره د کابل ښاریانو د څښاک او ورځنيو اړتیاوو لپاره ځانګړې شوې، او پاتې ۵ میلیونه مکعب متره اوبه د زراعتي ځمکو خړوبولو او برېښنا تولید لپاره کارول کېږي.
دغه بند هر کال ۳۲ میلیونه مکعب متره اوبه تنظیموي.

بریتانیايۍ ورځپاڼې سنډې ټایمز رپوټ ورکړی چې ایران په معاصر تاریخ کې د کډوالو د شړلو یوه ستره لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې له یوه میلیون زیات افغان کډوال له هېواده شړلي دي. له دې شمېرې نيمایي یوازې په تېرو پنځو اونیو کې اخراج شوي.
د رپوټ له مخې، د ایران چارواکو ویلي چې د شاوخوا څلور میلیونه بې اسنادو افغان کډوالو اخراج به دوام ومومي.
سنډې ټایمز زیاتوي چې دا پریکړه وروسته له هغې تېزه شوې چې د ایران او اسراییل تر منځ د ۱۲ ورځو جګړې په ترڅ کې ځینو ایرانی چارواکو تور پورې کړ چې یو شمېر افغانان د دښمن لپاره جاسوسي کوي.
په دې اړه، دولتي رسنیو د یو افغان وګړي اعترافات خپاره کړي چې ویلي یې دي، په جرمني کې یې یو تن ته د دوه زره ډالرو په بدل کې معلومات ورکړي دي.
په اسلام کلا کې ګډوډي او ګرمي
په تېرو ورځو کې د هرات د کهسان ولسوالۍ په اسلامکلا سیمه کې د کډوالو د ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ صحنې لیدل شوې دي.
په ځینو ساعتونو کې له۴۰ زرو کسانو زیات خلک دغې سیمې ته انتقال شوي دي. د سیمې هوا ډېره ګرمه ده چې تودوخه یې کله نا کله تر ۵۰ درجو پورې رسي.
د اسلامکلا په سرحد کې یو تن په لوړ غږ وویل: «اسراییل له ایران نه ډېر رحم لري».
سنډې ټایمز د پخواني افغان پارلمان غړې فوزیه کوفي له قوله وايي چې ځینې محلي موټرچلوونکي د پیسو په بدل کې کډوال د لویې دښتې منځ ته وړي او هلته یې پرېږدي.

د اخراج شویو کسانو وضعیت او د ښځو ستونزې
ایران ته ډېری کډوال له طالبانو تښتېدلي وو، په ځانګړې توګه د ښځو فعالانې، د حکومت پخواني کارکوونکي او هغه کسان چې حتا په ایران کې هم خوندي نه دي.
ورځپاڼې د بهمني په نوم یوې ښځې یادونه کړې چې په کابل کې ښوونکې وه او طالبانو نیولې وه، خو بیا له خپل ماشوم سره ایران ته کډه شوې ده. اوس هغه د ایران په ختیزو کلیو کې د نیولو او اخراج له ویرې سره یوځای ژوند کوي.
د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې د اخراجاتو بې ساري زیاتوالي له امله دوی او د مرستې شریکان یوازې لس سلنه اړتیا لرونکو ته مرستې رسولی شي.
پاکستان هم ورته وضعیت لري
سنډې ټایمز ویلي چې پاکستان هم د روان کال له اپریل میاشتې راهیسې ورته ډلهییز اخراجات پیل کړي او تر اوسه یې له ۳۲۳ زرو زیات افغان کډوال له خپل هېواده اېستلي دي. تېر کال هم شاوخوا یو میلیون افغانان له پاکستان نه اخراج شوي وو.
ډېری دغو کسانو کلونه کلونه په ایران او پاکستان کې ژوند کړی او ځینې یې هم په دغو هېوادونو کې زېږېدلي، خو اوس یې ژوند په څو دقیقو کې ګډوډ شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې له یو میلیون او څلور سوه زرو زیات کسان اړ ایستل شوي یا په زوره بیرته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ ویلي: «افغانان دې ته اړ کول چې بیرته داسې هېواد ته ستانه شي چې هلته بشري ناورین روان دی او ښځې او نجونې په سیستماتيک ډول ځورېږي، د منلو وړ نه دي».

له افغانستان نه پاکستان ته د سکرو د واردوونکو ټولنې غړو د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د اصلیت تصدیق پاڼې پر سر له رامنځته شویو ستونزو شکایت کړی او په دې برخه کې یې د دواړو هېوادونو د همکاریو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ددوشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، دوی ته یې ډاډ ورکړی چې یادې ستونزې به له طالبانو او د پاکستان له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی محمد صادق د پاکستان د سکرو واردوونکو ټولنې له غړو سره په کتنه کې ویلي، چې د کرښې په دواړو خواو کې د کوچنیو سوداګرو ملاتړ د یادې سیمې د اقتصادي ودې لپاره ډېر مهم دی.
د اصلیت تصدیق پاڼه یا Certificates of Origin د صادراتي او وارداتي سوداګریزو توکو لپاره یو مهم سند ګڼل کېږي څو په ګمرکونو کې دا روښانه شي چې دغه محصولات په کوم هېواد کې تولید او یا هم استخراج شوي چې له مخې یې ګمرکې تعرفې وضع شي.
