شننه

ایا موږ د ایران مزاحم شو او که نه؟

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

د افغانستان ډېری سیاستوالو د تېرې نیمې پېړۍ په ترڅ کې په نړۍوالو اړیکو په ځانګړي ډول له خپلو ګاونډیانو سره متزلزل او دوه‌مخې دریځونه لرل. دا غېر ثابت دریځونه د پټو استخباراتي اړیکو او شخصي ګټو پر بنسټ د لږو امتیازاتو په بدل کې و، چې له کلونو راهیسې د افغان ملت د ناکامۍ لامل شوی.