د طالبانو والي: نور اجازه نشته چې تېل په بوشکو کې نیمروز ته راوړئ

د طالبانو نیمروز والي وايي چې د بندر له لارې واردېدونکو تېلو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې او له دې وروسته د بندر له لارې هېچا ته اجازه نشته، چې تېل په بوشکو کې نیمروز ته وارد کړي. محمد قاسم خالد وايي، د ناقانونه تېلو واردولو مخنیوي په موخه يوه کمېټه ګومارل شوې.