• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

حنیف اتمر: د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک د افغان ولس ملاتړ او د قدرتونو اختلاف څرګند کړ

محمد حنیف اتمر
محمد حنیف اتمر

د پخواني جمهوري دولت د بهرنیو چارو وروستی وزیر

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۵ GMT+۰

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو چې د نړۍوالې ټولنې اکثریت قوي استازي دي، د افغانستان په اړه یو تاریخي پرېکړه‌لیک په غوڅ اکثریت سره تصویب کړ. دا پرېکړه‌لیک له طالبانو او نړۍوالې ټولنې څخه غواړي، چې د افغانانو او کډوالو ظلم او ستم پای ته ورسوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

که څه هم د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پرېکړه‌لیکونه له حقوقي اړخه په مستقیم ډول الزامي نه دي؛ خو د نړۍوالې ټولنې اراده او اتفاق څرګندوي. دوی د نړۍوالو قوانینو، تړونونو او مقرراتو بنسټونه پیاوړې کوي.
د داسې اجماع له پامه غورځول چې د بشري تاریخ تر ټولو لوی او مشروع نړۍوال بنسټ له خوا صادر شوی، د دولتونو او حکومتونو نړۍوال اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او د دوی پروړاندې د نړۍوالو مقابلو مشروعیت برابروي.
د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ویلي، چې د افغانستان د خلکو خراب اقتصادي، ټولنیز او بشري وضعیت، د کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو کړاوونه، د بشري حقونو پراخې سرغړونې په ځانګړې توګه د ښځو، اقلیتونو او د پخواني حکومت د کارکوونکو پر حقونو دوامداره تاوتریخوالی او ناامنۍ، د بهرنیو ترهګرو ډلو شتون او د یوه مشروع او ټول‌ګډونه سیاسي نظام نشتوالی چې وکولای شي د خلکو د خپل هېواد د برخلیک په ټاکلو کې استازیتوب وکړي، د اندېښنې وړ دي.
د دې نړۍوالې اجماع پر بنسټ، د دې ننګونو له پامه غورځول به نه یوازې د افغانستان امنیت، ثبات او سوکالۍ ته جدي ګواښ وي، بلکې سیمه او له سيمې ور ها خوا هېوادونه به هم متاثره کړي. له همدې امله د دې وضعیت حل د افغانستان د خلکو، د سیمې د هېوادونو او نړۍوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی.
په دې پرېکړه‌لیک کې نړۍوالې ټولنې له طالبانو غوښتي، چې د خلکو د اساسي ازادیو او حقونو سرغړونه پای ته ورسوي او د ښځو او نجونو پروړاندې خپلې تبعیضي او محرومې پالیسۍ پرېږدي.
د نړۍوالو منل شویو ارزښتونو سربېره، د اسلامي همکارۍ سازمان او د اسلامي نړۍ لیګ روښانه دریځونه، د افغان ښځو او نجونو لپاره د زده کړې، کار، روغتیایی خدماتو او د خوځښت د ازادۍ حق ملاتړ د دې غوښتنې اساس جوړ کړی دی.
له همدې امله نړۍوالې ټولنې ټینګار کړی، چې طالبان نشي کولی د اسلام د روښانه دین د لارښوونو په غلط تفسیر سره خپلې تبعیضي پالیسۍ توجیه کړي.
یو بل مهم او جدي پیغام طالبانو ته دا دی، چې نړۍواله ټولنه غواړي د بشري حقونو د تېرو او اوسنيو سرغړونو په اړه خپلواکه او بې طرفه څېړنې تر شره شي او همدارنګه د دغو سرغړونو مسوولین باید قانوني او قضايي تعقیب شي.
د طالبانو مشران باید پوه شي، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې د وروستیو پرېکړو په رڼا کې هېڅوک چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په نقض کې ښکېل وي، هغوی به د نړۍوالو تعقیبونو څخه خوندي نه وي.


د عدالت د پلي کېدو وخت رارسېدلی دی
په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره نړۍوالې ټولنې د طالبانو له رژیم څخه غوښتي، چې د نړۍوال بشري قانون درناوی وکړي، د بشري مرستو د ضایع کېدو او ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي، اړمنو ښځو ته د دغو مرستو د رسېدو خنډ نه شي او په بشري سازمانونو کې د ښځینه مسلکي کسانو پر فعالیتونو محدودیتونه لرې کړي.
د طالبانو اوسنی سیاست او چلند د نړۍوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه ګڼل شوې ده او دا کار باید د قانوني او قضايي تعقیب سبب شي.
په ورته وخت کې نړۍوالې ټولنې له تمویل‌کوونکو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د افغانستان له اړمنو خلکو سره خپلې بشري مرستې بېرته پیل او د ملګرو ملتونو او خیریه بنسټونو له ګډو بشري پروګرامونو سره مالي ملاتړ وکړي.
دا غوښتنه په څرګنده ښيي، چې نړۍواله ټولنه د افغانستان له خلکو سره د مرستو بندېدل د توجیه وړ نه ګڼي او پر دوامداره مرستو ټینګار کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي مجمع له هغو هېوادونو مننه کړې، چې د افغان کډوالو کوربه‌توب یې کړی، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه، چې د تېرو کلونو په اوږدو کې یې افغان کډوالو ته پناه ورکړې ده.
د افغانستان خلک او حکومتونه تل د دغو هېوادونو د مرستو منندوی پاتې شوي دي.
په ورته وخت کې نړۍوال اجماع پر دې اصل ټینګار کوي، چې که کډوال قانوني استوګن ‌لیک ولري او یا هم هغه کډوال چې ناقانونه ګڼل شوي، باید په زور او له خپلې خوښې پرته له کوربه هېوادونو اېستل شي.
د کډوالو بېرته ستنېدل باید د انساني اصولو او د نړۍوالو مهاجرتي حقونو په چوکاټ کې په خپله خوښه، خوندي، باعزته او دوامدار اساس ترسره شي.
دا لاره نه یوازې د کوربه هېوادونو د نړۍوال حیثیت او اعتبار د خوندي کولو لپاره مهمه ده، بلکې د افغانستان سره د ورورولۍ، دوامداره اړیکو او د ښه ګاونډیتوب د اصولو د پیاوړتیا لپاره هم حیاتي ارزښت لري. له همدې امله د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو وروستۍ جبري، ډله ‌ییزې او له ناورين څخه ډکې اېستنې ته په کتو یو ځل بیا پر دې ټینګار شوی، چې دا پروسه باید سمدستي بنده شي.
له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه نړۍوالې ټولنې خپل دریځ په ښکاره ډول څرګند کړی دی، مبارزه باید د ترهګرۍ په ټولو بڼو او اړخونو کې، د بشري حقونو او نړۍوالو بشردوستانه قوانینو په چوکاټ کې وشي.
له طالبانو غوښتنه شوې، چې ټول هغه ترهګریز ګواښونه له منځه یوسي، چې د افغانستان له خاورې څخه راپورته کېږي یا بېرته هلته ستنېږي، چې د افغانستان، سيمې او نړۍوالې ټولنې خلک ګواښي.
دا دریځ یو ځل بیا د هغو کسانو ادعاوې رد کړې، چې د طالبانو یا د هغوی د بهرنیو ملاتړو په استازیتوب یې «د ترهګرۍ پروړاندي د مبارزې د بریا» خبرې کولې او د اغېزمنو پایله لرونکو او ګډو اقداماتو پر اړتیا یې ټينګار وکړ.
په هیواد کې د کوکنارو د کښت له بندیز سره - سره د صنعتي مخدره توکو په تولید کې د بې ساري زیاتوالي په اړه د نړۍوالې ټولنې اندئښنه هم په جدي توګه څرګنده شوه. له همدې امله د اغېزمن ملي او نړۍوال ملاتړ او اقداماتو غوښتنه وشوه او د بزګرانو لپاره د معیشت او بدیل کښت په چمتو کولو ټینګار وشو.
د امنیت شورا په څېر عمومي غونډه هم په دې باور ده، چې د موجوده ناورینونو حل او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات ډاډمن کول یوازې د یو جامع او مشروع سیاسي سیسټم د رامنځته کولو له لارې ممکن دي، چې د خلکو د ارادې استازیتوب کوي.
دا سیسټم باید د بین الافغاني خبرو اترو او موافقې له لارې د سيمې او نړۍوالې ټولنې په ملاتړ جوړ شي. په دې اساس له غړو هېوادونو څخه وغوښتل شول، چې د ښاغلي فریدون سینریوغلو (۲۰۲۳کال) په مشرۍ د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو سره سم ګامونه پورته کړي او د دوحې پروسې او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د رول ملاتړ وکړي.
خو دا د افسوس خبره ده، چې د دې ارزونې او د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک (د ۲۰۲۳ کال د ۲۷۲۱ ګڼه) له وړاندې کولو نږدې دوه کاله وروسته ملګري ملتونه چې د دوحې پروسې د تنظیم او پرمختګ مسوولیت لري، د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی، کوم چې باید د دې پروسې اصلي ستنه وي.
په دې ورځو کې د یوناما دفتر د عمومي منشي د همغږي کوونکي او ځانګړي استازي په نشتوالي کې چې په خپلواکه ارزونه کې د دې موخې لپاره وړاندوینه شوې وه، د دوحې پروسې د لارښوونې رول په غاړه اخیستی او د افغان سیاسي او مدني قوتونو سره له مشورې پرته یې د «موزایک» په نوم یو مبهم پلان وړاندیز کړی دی.
یوناما ځیني وختونه د طالبانو مخالفت او ځیني وختونه د سیاسي او مدني قوتونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی د ځنډ لپاره یوه بهانه ګڼي او ان په شخصي غونډو کې دا مني، چې په دې برخه کې اقدام کول ښایي له طالبانو سره د دفتر اړیکې زیانمنې کړي او د دوی د سیاسي او بشري حقونو پروګرامونو پلي کول ګډوډ کړي.
دا یوه جدي ستونزه ده، ځکه هغه اداره چې د یوه مهم ماموریت لپاره ټاکل شوې یا خو د خپلو ګڼو دندو له امله او یا د خپلو جوړښتي زیان منونکو له امله نه غواړي او نه هم توان لري، چې خپلې دندې په موثر، رښتیني او امانت ‌دارانه توګه ترسره کړي.
په داسې حالاتو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي باید د امنیت شورا د دایمي غړو بشپړ ملاتړ ترلاسه او د امنیت شورا د پرېکړې او خپلواک راپور پر اساس د خپل ځانګړي استازي ټاکنه وکړي، چې د افغانستان د سیاسي بهیر او بین‌الافغاني خبرو پیل ته لار هواره کړي.
که موږ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د پرېکړه‌لیک د احکامو لنډ تحلیل یوې خوا ته پرېږدو هغه څه چې ځانګړی اهمیت لري، د دې پرېکړه‌لیک او د افغانستان او سیمې د راتلونکي په اړه د لویو نړۍوالو قدرتونو فعالیت او دریځ دی؛ یوه موضوع چې وروسته به په دې مقاله کې بحث پرې وشي.
که څه هم نړۍوالې ټولنې د دې پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره د افغانستان په اړه د اجماع په لور یو هیله بښونکی ګام پورته کړی، د دولسو هېوادونو د نه ګډون او د دوو هېوادونو د مخالفت پرېکړې د لویو قدرتونو د اجماع د احتمالي سقوط په اړه اندېښنې زیاتې کړي، په ځانګړي توګه د روسیې له یو اړخیزې پرېکړې وروسته چې د طالبانو رژیم يې په رسمیت وپېژانده.
د غېر حاضرو هېوادونو په منځ کې چین، روسیه، ایران او هند او د مخالفینو په منځ کې امریکا د افغانستان په پرمختګونو او سیمه ییزو معادلو باندې د پام وړ نفوذ لري.
له نړۍوالې اجماع څخه د دې هېوادونو واټن او د دوی متضاد نظرونه چې په عمومي غونډه کې د مهمو مسلو په اړه د دوو مخالفو چلندونو په بڼه څرګند شول، په افغانستان او له هغه هاخوا د سولې، ثبات او امنیت ترلاسه کولو لپاره د سیمه ییزو او نړۍوالو همکاریو وړتیا په جدي توګه کمزورې کوي.
د دواړو مخالفو هېوادونو ترمنځ د اختلاف لومړۍ موضوع له طالبانو سره د تعامل مسله ده.
په عمومي غونډه کې چین، روسیې او ایران د اړیکو د دې تګلارې ملاتړ وکړ، چې د پرېکړه‌لیک له عمومي روح سره سمون لري، خو بیا یې هم د پرېکړې په اړه له رایې ورکولو ډډه وکړه. برعکس امریکا «د طالبانو د رغنده اړیکو په اړه ژور شکونه څرګند کړل» او دا تګلاره یې چې په تېرو څلورو کلونو کې یې کومه محسوسه پایله نه ده ورکړې، «د طالبانو د ناکامیو بدله» وبلله او په ښکاره یې نیوکه وکړه.
کارپوهانو د دواړو دریځونو په اړه جدي نیوکې او اندېښنې څرګندې کړي دي.

له طالبانو سره له شرط پرته تعامل هغه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک له اصولو سره په تضاد کې چې له طالبانو څخه د نړۍوالو ژمنو رعایت غواړي نه یوازي دا چي د افغانانو د حقونو د خوندیتوب هېڅ تضمين نشي ورکولی، بلکي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې هم ګټه نه کوي.
سربېره پر دې، یو اړخیز تعامل یا یوازې د څو هېوادونو له خوا تعامل که د پراخې سیمه‌ییزې او نړۍوالې اجماع له جوړېدو پرته ترسره شي، له مخکې ناکامه ګڼل کېږي. دا ډول تعامل نه د بندیزونو ناورین حل کولی شي او نه هم د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت سره کومه مرسته کوي
تر ټولو مهمه دا چې دا ډول تعامل، د ترهګرۍ پروړاندي مبارزه کې ډېر زیان‌ رسوونکی تمامېدای شي، ځکه هېوادونه به یوازې له هغو ترهګرو ډلو سره مقابله وکړي، چې مستقیما یې د ځان د امنیت یا ګټو لپاره خطر وي، نه له ټولو هغو ترهګریزو ډلو سره چې په افغانستان او سیمه کې فعالیت لري.
دغه ډلې اکثره له یو بل سره او له نړۍوالو جنایي شبکو سره نږدې، دوه اړخیزې او ګټورې اړیکې لري او د سیمې او نړۍ لپاره یو پراخ امنیتي ګواښ بلل کېږي. په پایله کې د ترهګرۍ پدېدې ته یو انتخابي چلند به نه یوازې غېر موثر وي، بلکې د لویو قدرتونو ترمنځ به شک او خطرناکه سیالي هم زیاته کړي او په نهایت کې د ګډ امنیت او ثبات ډاډمن کولو لپاره د اغېزمنې همکارۍ د رامنځته کېدو مخه ونیسي.
همداراز، امریکا چې له طالبانو سره د نه‌ تعامل دریځ لري، بدیل حل‌لاره یې نه ده وړاندې کړې او داسې ښکاري چې یوازې د طالبانو د انزوا پر پالیسۍ ټینګار کوي.
دا دریځ په یوازې ځان نشي کولای د نړۍوالو ټولنو هدفونه پوره کړي، چې له مخې یې طالبان باید د نړۍوالو تعهداتو درناوی وکړي، په ځانګړې توګه که ځیني لوی قدرتونه له طالبانو سره تعامل وکړي یا یې په رسميت وپېژني (لکه روسیه چې دا کار یې عملي کړی)، نو د انزوا پالیسي به بې‌اغېزې پاتې شي.
بله مهمه نیوکه پر امریکا دا ده، چې د دوحې تړون کې يې دوه ‌اړخیزې ژمنې له پامه غورځولې دي. دغه تړون پر څلورو اساسي اصولو ولاړ و، له ترهګرۍ سره مبارزه، د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانانو ترمنځ خبرې او د افغانانانو د هوکړې له مخې د یو نوي اسلامي نظام جوړېدل.
د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د امریکا پخواني حکومت تل ټینګار کاوه، چې دا ژمنې باید ټولې یوځای عملي شي یا هېڅ یوه نه؛ یعنې دا تړون نه د جلا - جلا پړاوونو، بلکې د یوه ګډ بسته (پکېج) په بڼه امضا شوی و.
خو په عمل کې یوازې یوه ژمنه د بهرنیو ځواکونو وتل بشپړه عملي شوه، درې نورې ژمنې د دواړو خواوو له لورې د بېلابېلو دلایلو له مخې پرې سترګې پټې شوې.
د امریکا له خوا د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په ډګر کې د ټولو اړینو وسیلو په کارولو کې پاتې راتلل، چې طالبان د خپلو ژمنو پلي کولو ته اړ باسي، د جمهوري نظام د سقوط لامل شو.
دا مسله په راتلونکو پړاوونو کې له طالبانو سره د ښکېلتیا او د دوحې پروسې په چوکاټ کې د هڅو ناکامي او د امنیت شورا د پرېکړه لیک پلي کولو کې پاتې راتلو هم لامل شوي دي.
څرنګه چې د دوحې تړون یوازینی سیاسي او حقوقي سند دی چې د طالبانو مشرتابه ورباندې لاسلیک کړی او ظاهراً لا هم ځان ورته ژمن بولي، لا هم دا امکان شته چې طالبان د هدفمند ډیپلوماتیک فشار او همدارنګه د دیني او سیاسي مسوولیتونو له لارې دې ته اړ شي، چې خپلې ژمنې په ځانګړې توګه بین‌الافغاني خبرې او توافق عملي کړي.
د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره، د امریکا او د سیمې د لویو قدرتونو ترمنځ پراخې اجماع او اغېزمنې همکارۍ ته اړتیا ده.د یادونې وړ ده، چې د نړۍوالې ټولنې له لوري د بین‌الافغاني خبرو او توافق موخه دا ده، چې د افغانستان لپاره یو قانون‌محوره راتلونکی د دولت د نړۍوالو ژمنو پر بنسټ رامنځته شي. هماغه هدف چې امریکا په ملګرو ملتونو کې پرې ټینګار وکړ، چې باید «له دننه د افغان ټولنې» څخه بدلون رامنځته شي.د اختلاف دویمه موضوع د طالبانو د مشرانو، د افغانستان د مالي او بانکي بنسټونو د بندیزونو لرې کول او د افغانستان د مرکزي بانک د اسعارو د زېرمې ازادول دي.د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پرېکړه‌لیک د دې مسلې د حل لپاره د نړۍوالې همکارۍ غوښتنه کوي. یو شمېر هېوادونو چې له رایې ورکولو ډډه کړې وه، له شرط پرته د دې بندیزونو د سمدستي لرې کولو غوښتنه کوي، خو امریکا لا هم ټینګار کوي چې دا بندیزونه باید تر هغه وخته برقرار پاتې شي، ترڅو چې ټاکل شوې موخې پوره نه شي.دا څرګنده ده، چې د دې ستونزې حل کول لکه د نورو مهمو مسلو په څېر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ د اجماع او ریښتینې همکارۍ پرته ممکن نه وي.که نه نو، د دې شخړې دوام کولی شي د لویو نړۍوالو او سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ په اوږدمهاله شخړه بدله شي، چې په پایله کې به یې په افغانستان کې وضعیت خراب او د نړۍوالې ټولنې وړتیا به په جدي توګه کمزورې کړي، چې ناورین په موثره توګه اداره کړي.په دې اړه د نړۍوالې اجماع د جوړولو او ترلاسه کولو لپاره یوازینۍ معقوله او عملي لاره دا ده، چې د طالبانو له خوا د افغانستان د نړۍوالو مکلفیتونو سره د اطاعت په اړه د بندیزونو لرې کول شرط وړاندې شي، لکه څنګه چې د خپلواکې ارزونې راپور کې وړاندیز شوی.درېیم: د افغانانو لپاره د بشري مرستو دوام په دې وروستیو کې د نړۍ د قدرتونو ترمنځ یوه بله جنجالي موضوع ګرځېدلې ده.که څه هم ټول هېوادونه د هغو هېوادونو په ګډون چې د پرېکړې څخه يې ډډه کړې یا یې پر ضد رایه ورکړې، په دې موافق دي چې د افغانستان بشري وضعیت ډېر خراب شوی؛ خو د بشري مرستو د طریقې او دوام په اړه اختلافونو ژوره اندېښنه او جدي ننګونه رامنځته کړې ده.امریکا په بشپړه توګه له افغانستان سره خپلې بشري مرستې بندې کړې، په داسي حال کې چې دغه هېواد تر دې مخکې نږدې نيمايي نړۍوالې بشري مرستې افغانستان ته ورکولې. په ورته وخت کې د نړۍ نورو لویو اقتصادي قدرتونو په وروستیو مرستو کې د پام وړ ونډه نه ده اخیستې یا یې د مرستې چمتو کولو مسوولیت نورو ته لېږدولی دی.د هغو دلایلو له جملې څخه چې امریکا یې د بشري مرستو د بندېدو لپاره وړاندې کوي، یو دا دی چې طالبان له دې مرستو ناوړه استفاده کوي او د خلکو اړتیاوو پوره کول د همدې ډلې مسوولیت دی.طالبانو بې له شکه د بشري مرستو څخه ناوړه ګټه اخیستې ده، مګر حل لاره دا نه ده چې په میلیونونو بې ګناه او زیان منونکو خلکو چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، له دې مرستو څخه محروم کړي.ظالم ته د درس ورکول او د هغوی د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره مظلومانو ته سزا ورکول نه ګټور دي او نه هم اخلاقي! سمه لاره دا ده، چې څارنه زیاته شي، شفافیت ته وده ورکړل شي او د نړۍوالو سرچینو څخه د طالبانو د ګټې اخیستنې مخه ونیول شي.د دې تر څنګ نړۍواله ټولنه او د افغانستان سیاسي او مدني قوتونه باید په همغږۍ او قاطع ډول عمل وکړي، ترڅو طالبان د هېواد د کورنیو عوایدو د کارولو لپاره مسوول وګڼي. همدا ډول د افغانستان د بهرنیو اسعارو زېرمې باید د یوې مشروع سیسټم په چوکاټ کې پرته له کومې ادارې ته وسپارل شي، چې د خلکو ملاتړ ولري او د دوی په وړاندې مسوول وي.اوس چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پرېکړه لیک د نړۍوالې ټولنې روښانه لید او د لویو قدرتونو ترمنځ واټن څرګند کړی، افغان سیاسي او مدني ځواکونه باید د نورو لپاره انتظار ونه باسي چې د طالبانو د مسوول کېدو او د هېواد د کړکېچ د حل لپاره اقدام وکړي.د دوی لپاره وخت راغلی، چې خپل پخواني اختلافات او سیالۍ کوم چې پخپله د هغو عواملو برخه ده چې د جمهوریت د سقوط لامل شوي یوې خوا ته کړي او د افغانستان د اوسني او راتلونکي د ژغورلو لپاره یو متحد غږ او ملي همکاري جوړه کړي.د دا ډول یووالي او اجماع رامنځته کول د خلکو د متحرک کولو، د افغانستان په اړه د نړۍوالې اجماع د بیارغونې او د ملت ارادې ته د طالبانو د تسلیمېدو لپاره اړین شرطونه دي.د دې تاریخي مسوولیت په ترسره کولو کې پاتې راتلل به نه توجیه شي او نه هم د بخښلو وړ وي.


















•
•
•

نور کیسې

د برېتانیا پخوانی دفاع وزیر: د افغانانو د معلوماتو پټ ساتلو د پرېکړې لپاره بخښنه نه غواړم

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۱

د برېتانیا پخواني دفاع وزیر سر بین والیس ویلي، د هغو اقداماتو له امله هېڅ ډول بخښنه نه غواړي، چې د افغانستان د پناه‌غوښتونکو د معلوماتو د افشا کېدو په تړاو یې د رسنیو د راپورونو د مخنیوي لپاره له محکمې د یوه محرمانه امر غوښتنه کړې وه.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا پرېکړه یې د پټولو په نیت نه، بلکې د هغو افغانانو د خوندي کولو لپاره کړې وه، چې برېتانیا ته یې د انتقال چانس درلود.

والیس ټېلګراف ورځپاڼې ته ویلي:«زه هېڅ بخښنه نه غواړم چې ولې مې دا پټه غوښتنه وکړه. ځینې خلک دا ماشومانه تبصرې کوي چې ګنې موږ څه پټول غوښتل، خو حقیقت دا دی چې که دا معلومات افشا شوي وای، هغه کسان به یې له ګواښ سره مخ کړي وای چې موږ غوښتل له هغوی سره مرسته وکړو.»

دغه معلوماتي افشا کې د ۱۹۰۰۰ هغو افغانانو شخصي معلومات شامل وو، چې د بیا مېشتېدو او مرستې پروګرام «ای ار ای پي» ته یې غوښتنلیکونه ورکړي وو.

دا معلومات د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د برېتانیا د دفاع وزارت د یوه چارواکي د تېروتنې له امله بهر ته لېږل شوي وو. وروسته دا معلومات د فېسبوک خواله رسنۍ په یوه شخصي ګروپ کې خپاره شول، چې بیا د طالبانو له لاسرسي د مخنیوي په موخه محکمه کې د «مطلق محرمانه امر» غوښتنه وشوه.

دا پټ حکم نږدې دوه کاله نافذ و او د محافظه‌کارو او کارګر ګوندونو د حکومتونو پر مهال هم پټ وساتل شو.

د برېتانیا د دفاع اوسني وزیر جان هیلي ویلي، هغه مامور چې دا تېروتنه کړې وه، نور په همدې دنده کار نه کوي. که څه هم نوموړي د فردي انضباطي اقدامونو جزییات نه دي ورکړي.

د افشا شویو معلوماتو له امله، د ۲۰۲۴ کال اپرېل کې د برېتانیا حکومت د افغانانو د لېږد یو پټ پلان پیل کړ، چې د افغانستان غبرګون مسیر (Afghanistan Response Route) نومېږي.

تر اوسه پورې شاوخوا ۴۰۰ میلیون پونډه د دغه پلان په عملي کېدو کې لګښت راغلی او تمه ده، چې ټول لګښت یې ۸۵۰ میلیون پونډو ته ورسېږي.

د پلان له مخې، تر اوسه شاوخوا ۶،۹۰۰ کسان برېتانیا ته لېږدول شوي دي.

داسې ویل کېږي، چې یاد مامور غوښتل یوازې ۱۵۰ کرښې معلومات واستوي، خو د احتیاطي میکانېزمونو د نه رعایت له امله یې تر ۳۳،۰۰۰ زیات معلومات استولي وو، چې له خوندي سیسټم بهر برېښنالیک شوی و.

د برېتانیا په ولسي جرګه (پارلمان) کې جان هیلي د حکومت په استازیتوب بخښنه وغوښتله او ویې ویل، چې له دې موضوع سره د خاموشۍ چلند کول ورته یوه سخته تجربه وه.

د محافظه‌کار ګوند مشرې کیمي بډنوک هم بخښنه وغوښته او ویې ویل، چې دا یوه لویه تېروتنه وه.

هغې د «اېل بي سي» راډیو سره په خبرو کې وویل: «موږ د حکومت او د برېتانیا د خلکو په استازیتوب بخښنه غواړو، ځکه چې یوه جدي تېروتنه وشوه او د زرګونو کسانو نومونه خپاره شول... دا باید نه وای شوي».

د یادولو وړ ده، چې دا موضوع اوس مهال د سیاسي، قانوني او اخلاقي بحثونو مرکز ګرځېدلې او د هغو افغانانو برخلیک هم پرې اغېزمن شوی، چې د طالبانو له خوا د مرګ له ګواښ سره مخ دي او د برېتانیا له خوا ورسره د مرستې ژمنه شوې وه.

د سره صلیب کمېټه: له ایرانه راستانه شوي افغان ماشومان له ناروغیو او بشري ناورین سره مخ دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۴ GMT+۱

د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی، هغه افغان ماشومان چې له ایران څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي، د افغانستان په پوله له جدي روغتیايي ستونزو، شدیدې ګرمۍ، کمزورو خدماتو او بشري ناورین سره مخ دي.

نیکول فن بټنبرګ چې د سره صلیب له نړۍوالې کمېتې سره کار کوي، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، هره ورځ یې همکاران سلګونه هغه ماشومان چې د راتګ پر مهال له خپلو کورنیو بېل شوي وي، بېرته له خپلوانو سره یې یو ځای کوي.

د هغه په وینا، زیات شمېر کورنیو د ناڅاپي لېږد او ګډوډۍ له امله خپلې پېژندپاڼې، شخصي وسایل او د ژوند لومړني توکي له لاسه ورکړي دي. ځینې خلک یوازې څو بکسونه له ځان سره راوړي او همدا محدود توکي اوس د ژوند د لنډمهاله وسایلو په توګه کاروي.

نیکول وایي: «افغانستان یو هېر شوی ناورین دی. اوس په نړۍ کې ګڼې نورې سترې فاجعې روانې دي، د افغانستان خلک له پامه غورځېدلي دي. دوی له مرستې پرته له ناورین سره یوازې پرېښودل شوي دي.»

د سره صلیب چارواکي اندېښنه لري، چې راستانه شوي کسان نه یوازې د پولې په اوږدو کې له ناورین سره مخ دي، بلکې د افغانستان دننه هم له سرپناه، عوایدو او د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) استازې رزا اوتونبایوا د هرات ولایت د اسلام‌ کلا له پولي لیدنه کړې او د راستانه شویو کسانو د وضعيت په اړه یې نړۍوالو ته خبرداری ورکړی دی.

هغې ویلي: «په زور او بېړنۍ توګه راستانه شوي کډوال د سیمې د ثبات لپاره ګواښ دي. که ژر اقدام و نه شي، دا څپه به د بیا بې‌کوره کېدو، د کوربه ټولنو ګډوډېدو او امنیتي ګواښونو لامل شي.»

د کډوالو چارو د نړۍوال سازمان «ای او اېم » د معلوماتو له مخې، یوازې د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه پورې له ۱.۴ میلیونه زیات افغانان یا خو بېرته په خپله خوښه راستنه شوي او یا له ایران او پاکستانه شړل شوي دي.

د معلواتو له مخې، له دې ډلې تر یو میلیونه ډېر کسان یوازې له ایران څخه راشړل شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو د شړلو کمپاینونو زور اخیستی.

که څه هم تهران او اسلام‌اباد وايي، چې خاص افغانان موخه نه ګرځوي، خو زرګونه کورنۍ په ځانګړي ډول هغه چې قانوني اسناد نه لري، له پولو اخراج شوي.

د «ای او اېم» د وروستي راپور له مخې، یوازې په یوه ورځ کې له ۲۸،۰۰۰ ډېر کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې دا شمېر د ناورین جدي بڼه ښيي.

د یادولو وړ ده، په داسې حال کې چې ډېری افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د مرستو پر بنسټ ولاړ دي، د نړۍوالو خیریه بنسټونو بودیجې سختې راکمې شوې دي.

دا کمښت د زده‌کړو، روغتیا او حمایوي پروګرامونو پراخې نیمګړتیاوې راولاړې کړې دي او دا وضعیت د یوې بلې بشري فاجعې د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتوي.

پرېنسټن پوهنتون: په نږدې راتلونکي کې به د افغان ښځو د حقونو پر سر نړۍوال بحث وکړو

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۱

د امریکا په متحده ایالاتو کې پرېنسټن پوهنتون اعلان کړی، چې یوه مهمه علمي او سیاسي ناسته به د افغانستان د اوسني وضعیت، په ځانګړې توګه د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو د اغېزو د ارزونې لپاره ترسره کړي.

یاده ناسته به د دې پوهنتون د عامه او نړۍوالو چارو پوهنځي له لوري د زمري یا اسد په ۱۴مه نېټه ترسره شي، چې عنوان یې «د افغانستان ناورین او د هغې حق چې زده کړې وکړي» دی.

د پوهنتون د رسمي اعلامیې له مخې، د بحث د اصلي ویناوالو ترڅنګ دا انلاین ناسته د افغانستان د پالیسي لابراتوار او د مرکزي اسیا انسټیټیوټ له‌خوا تنظیم شوې او شاوخوا ۶۰ دقیقې به دوام وکړي.

په دې بحث کې به ځانګړې پاملرنه هغو نامتناسب محدودیتونو ته کېږي، چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي دي.

د ناستې د جوړوونکو په وینا، ددې ناستې موخه دا ده چې د امریکا د خلکو ترمنځ د افغان ښځو د روانو مبارزو په اړه پوهاوی زیات شي او همداراز خلکو ته دا وښيي، چې دا مبارزه د زده‌کړې، کار، او ټولنیز مشارکت لپاره روانه ده، هم دننه په افغانستان کې او هم د هېواد څخه بهر د کډوالۍ په شرایطو کې.

په دې غونډه کې به د مرکزي اسیا د انسټیټیوټ اجراییوي مشر د افغانستان دننه د خپلو تعلیمي او معیشتي پروګرامونو حال هم شریک کړي او دا به روښانه کړي، چې دا پروګرامونه څنګه د طالبانو تر محدودو شرایطو لاندې تنظیم شوي او پرمخ وړل کېږي.

ویناوال به همداراز د ځانګړو مرکو په ترڅ کې د افغان ښځو د مبارزو، روانو خنډونو او د هغو چلنجونو په اړه خبرې وکړي، چې ښځې په دننه افغانستان کې ورسره مخ دي او هم کډوالې ښځې له هېواده بهر.

پوهنتون زیاته کړې، چې نوموړي ویناوال به دا هم روښانه کړي چې د امریکا پالیسي تر کومه بریده له افغان ښځو سره همکاره پاتې شوې او د امریکایي وګړو احتمالي رول څه ډول کېدای شي چې له افغان ولس سره مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده، دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو پر زده‌کړو، کار، سفر او ټولنیز مشارکت پراخ محدودیتونه لګولي، چې دا کار له پراخو کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی.

روسیه: په افغانستان کې له قومي او سیاسي ګډون پرته ثبات ناشونی دی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له ناستې وروسته ویلي، چې په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره د ټولو قومونو او سیاسي ډلو ګډون په واک کې «یو اړین شرط» دی.

لاوروف دا څرګندونې د چین په کوربه توب د دغه سازمان د وزیرانو په غونډه کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د سازمان ډېری غړو له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي دي، خو دا اړیکې باید د یوه پراخ بنسټه، غېرمتمرکزه او له تروریزم او نشه‌يي توکو څخه خالي افغانستان د جوړېدو لامل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: «تقریبا ټولو غړو هېوادونو له طالبانو سره دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي دي، خو پر دې هم اجماع شته چې باید افغانستان یو خپلواک، بې‌طرف، سوله‌ییز او له ترهګرۍ او مخدره موادو خالي هېواد وي.»

هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان د بیا رغونې، اقتصادي ودې او تلپاتې ثبات لپاره باید نړۍواله ټولنه موثره مرسته وکړي.

لاوروف زیاته کړه، چې د افغانستان اوسنی جوړښت د ټول ملت استازیتوب نه کوي او د قومي او سیاسي مشارکت نشتوالي د نړۍوالو اندېښنې زیاتې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې دمه د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو لپاره کوم څرګند ګام نه دی اخیستی.

دا ډله د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د پخواني جمهوري نظام چارواکي، سیاسي مشران، جهادي شخصیتونه او نور ټولنیز اقلیتونه له واکه لرې کړي او د حکومت مشري یې په بشپړ ډول خپلو غړو ته سپارلې ده.

طالبان تل ادعا کوي، چې حکومت یې ټول‌ګډونه دی، خو د افغانستان دننه او بهر ګڼ سیاسي، مدني او قومي مشران دا دریځ ردوي.

د شانګهای سازمان، چې پکې روسیه، چین، هند، پاکستان، ایران او د مرکزي اسیا څو نور هېوادونه غړیتوب لري، پر طالبانو فشار زیات کړی چې د حکومت جوړښت ته پراختیا ورکړي.

که څه هم روسیې د طالبانو رژیم په دې وروستیو کې په رسمي ډول وپېژاند، خو لاوروف دا هم روښانه کړه چې د رسمیت پېژندنې معنا دا نه‌ده، چې د انتقاد او غوښتنو دروازه بنده شوې ده.

هغه وویل: «موږ تمه لرو چې طالبان د افغانستان د ټولو قومونو، ژبو، مذهبونو او سیاسي حلقو استازو ته د سیاسي ګډون زمینه برابره کړي. یوازې د یوه ټول‌ګډونه حکومت له لارې کېدای شي افغانستان له انزوا ووځي او د نړۍوال مشروعیت لور ته لاړ شي.»

روسیه له تېرو څلورو کلونو راهیسې پر طالبانو غږ کوي، چې د سیاسي ګوښې تګلاره بنده کړي او د ټول ملت په استازیتوب یو جامع نظام جوړ کړي، خو د طالبانو اوسني دریځونه، له کورنیو مخالفتونو او نړۍوالو غوښتنو سره لا هم واټن لري.

د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د پاکستان او افغانستان سوداګري یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلې

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۰۲ GMT+۱

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه د جون میاشتې تر پایه پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري یو مېلیارد امریکایي ډالرو ته رسېدلې.

د پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټربیون د راپور له مخې؛ دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په بیا رغېدو کې د مثبت پرمختګ نښه ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له‌خوا خپور شوی تازه راپور ښيي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان پاکستان ته ۲۷۷ مېلیون ډالر صادرات کړي؛ په داسې حال کې چې پاکستان بیا د ۷۱۲ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي افغانستان ته صادر کړي دي.

افغانستان، پاکستان ته تر ډېره پنبه، سکاره، ودانیزې ډبرې او وچه مېوه استولې ده؛ خو پاکستان بیا د افغانستان بازار ته صنعتي توکي، درمل او خوراکي توکي صادر کړي دي.

په راپور کې راغلي، که چېرې دغه تازه شمېره د ۲۰۲۰کال څخه تر ۲۰۲۳ کلونو پورې د سوداګریزو اړیکو سره پرتله شي؛ نو په دغه اړیکو کې یو څرګند پرمختګ لیدل کېږي.

د کرونا وبا، سیاسي بې‌ثباتۍ او د تګ راتګ لارو بندېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري یو وخت له یو مېلیارد ډالرو هم راښکته شوې وه.

اېکسپرېس ټربیون زیاتوي، که څه هم دغه شمېره د پرمختګ ښکارندویي کوي؛ خو سوداګر لا هم له سیاسي فشارونو، د لارو ستونزو او د ویزو له محدودیتونو شکایت لري.

په جلال‌اباد ښار کې د ډبرو سکرو یو سوداګر نور خان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ته ویلي، چې له هرو امنیتي پېښو وروسته پاکستان پر سوداګرۍ محدودیتونه لګوي، ویزې بندوي او سوداګریز مسیرونه له خنډ سره مخ کوي. دا ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا کمزورې کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته سوداګریز توازن اوس هم د پاکستان په ګټه ولاړ دی. پاکستان د ټولې دوه اړخیزې سوداګرۍ ۷۰ سلنه برخه لري؛ په داسې حال کې چې افغانستان یوازې ۳۰ سلنه ونډه لري.

ورځپاڼه وایي، چې دا مثبت پرمختګ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو تماسونو پایله ده. کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سفر او همداراز د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان هلې ځلې، د سوداګریزې فضا د ښه والي لپاره ګټور ثابت شوي دي.

د واشنګټن پوسټ خبریال حق نواز خان بیا وایي، که سوداګري له امنیتي او سیاسي مسایلو بېله وساتل شي؛ نو دا حجم د کال تر پایه ۲ مېلیارد ډالرو ته رسېدای شي.

هغه زیاتوي، که چیرې شرایط مساعد شي، دواړه هېوادونه کولای شي خپله سوداګریزه کچه بېرته تر ۳ مېلیارد ډالرو پورې لوړې کړي.

د افغان سوداګرو په باور، د دې لپاره چې سوداګریزه فضا باثباته پاتې شي؛ باید د دواړو لوریو له‌خوا تورخم، غلام‌خان، خرلڅي او سپین بولدک کې د تخنیکي اسانتیاوو برابرول، د ویزو پروسې اسانه کول، د واګې، کراچۍ او ګوادر بندرونو د خدماتو بیا فعالول او د سوداګرۍ او سیاست بېلول د دوامداره حل لپاره به کلیدي اقدامات وي.

اېکسپرېس ټربیون وایي، په خیبر پښتونخوا کې وروستۍ امنیتي پېښې، د «ټي‌ټي‌پي» مسله او د دواړو هېوادونو ترمنځ وخت ناوخت سیاسي شخړې هغه مسایل دي، چې کېدای شي سوداګریز بهیر بېرته له خنډ سره مخ کړي.

ټاکل شوې، چې د پاکستان یو لوړپوړی ځانګړی استازی نږدې ورځو کې کابل ته سفر وکړي؛ تر څو د سوداګرۍ پر روان وضعیت، دپاکستاني طالبانو پر موضوع او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د شته ستونزو پر حل تمرکز وشي.

که څه هم د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له یو مېلیارد ډالرو اوښتې؛ خو د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د لا پرمختګ لپاره دوامداره سیاسي اراده، د باور فضا او تخنیکي اسانتیاوې اړینې دي.