د غلام خان بندر لاره د بار وړونکو موټرو لپاره پرانیستل شوه

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي وايي، چې د غلام خان بندر لاره به نن چهارشنبه د ( چنګاښ له ۲۵مې) څخه تر راتلونکو ۱۵ ورځو د بار وړونکو موټرو لپاره خلاصه وي.
د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي وايي، چې د غلام خان بندر لاره به نن چهارشنبه د ( چنګاښ له ۲۵مې) څخه تر راتلونکو ۱۵ ورځو د بار وړونکو موټرو لپاره خلاصه وي.
د روانې چنګاښ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې په خوست ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکو ویلي و، چې د غلام خان بندر لاره د پاکستان لهخوا تر بلې خبرتیا پورې تړل شوې ده.
د غلام خان بندر لار چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه سوداګریزه لار ګڼل کېږي؛ وخت ناوخت د امنیتي دلایلو له کبله تړل کېږي.