• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا د ټرمپ د واکمنۍ ۵ میاشتو کې هومره بمبارۍ کړي، چې د بایډن ټوله دوره کې شوې دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۱

ډیلي ټېلګراف په یوه پرتلییز راپور کې ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیل راهیسې د امریکا د هوايي بریدونو شمېر د جو بایډن د ټولې ولسمشرۍ دورې له شمېر سره برابر شوی او دا عملیات د پخوا په پرتله په ډېرې چټکۍ او شدت سره روان دي.

ټېلګراف ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) د وسله والو شخړو د ځای او پېښو ډېټابېس (ACLED) څخه د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ په خپلو کمپايني ژمنو کې ویلي و، چې د امریکا نظامي لاسوهنو ته به د پای ټکی اېږدی؛ خو بیا يې هم د هېواد هوايي کماينونه په ښکاره توګه زيات کړي دي.

د راپور له مخې، له هغه راهیسې چې د ټرمپ نوی حکومت پيل شوی، ۵۲۹ هوايي بريدونه ترسره شوي په داسې حال کې چې د بایډن د ټولې څلور کلنې دورې پر مهال ۵۵۵ بریدونه ثبت شوي دي.

راپور زیاته کړې، چې د ټرمپ اداره په ځینو جبهو کې تر پخوا ډېر مخکې تللې او د امریکا عملیاتو ته یې پراختیا ورکړې لکه د ایران پروړاندي عملیات، د یمن پر حوثیانو، د سومالیا پر اسلامپالو او د عراق او سوريې پر خاوره د بمبارۍ امرونه.

ټرمپ ټینګار کوي، چې د ده دا برید کوونکی دریځ د «قدرت له لارې سوله» تضمینوي، هغه جمله چې ډېری وخت پخواني ولسمشر رونالډ رېګن ته منسوب کېږي.

هغه په یوه وینا کې وویل: «موږ خپله بریا نه یوازې د هغو جګړو له مخې نه سنجوو چې ګټو یې، بلکې د هغو جګړو له مخې يې هم سنجوو چې پای ته یې رسوو او ښايي دا تر ټولو مهمه وي، هغه جګړې چې هېڅکله ور ننوتلي نه يو. دې ته د ځواک له لارې سوله ویل کېږي.»

ټرمپ لا تر اوسه په لیبیا او افغانستان کې برید نه دی کړی او د هغه هوایی بریدونه ډېری وختونه د امریکا ځمکنیو سرتېرو لېږلو لپاره د ډېر دقیق او لږ لګښت لرونکي بدیل په توګه لیدل کېږي، لکه څنګه چې بارک اوباما وکړل.

د ټرمپ ادارې د بهرنیو عملیاتو په اړه د امریکا لومړۍ ملاتړو نظر

د ټکر کارلسن په ګډون د امریکا لویه ډله ماګا (MAGA) مشهورو شخصیتونو تېره میاشت د ایران پر خاوره برید باندې نیوکه وکړه او دا یې د ټرمپ د انزوا کونکي «امریکا لومړۍ» ژمنو سره په ټکر کې وبلله.

د ماګا غورځنګ ته وفاداره مشهوره څېره مارجوري ټېلر ګرین چې د پوځي مداخلې مخالفت کوي، وویل چې د ټرمپ د ملاتړو ترمنځ د دې مسلې په اړه «ژور اختلاف» رامنځته شوی دی.

هغې مخکې ویلي وو: «موږ ژمنه کړې وه چې نور به بهرنیو جګړو ته نه داخلېږو، نور به د نظامونو بدلون نه راولو.»

په ورته وخت کې د بریدونو په اړه ترسره شوې نظر پوښتنې وښودله، چې د ټرمپ ملاتړي بنسټ په حقیقت کې د هغه په کلکه ملاتړ کوي.

د نظر پوښتنو له مخې، د ماګا ۸۴ سلنه ملاتړي له بریدونو سره موافق و او ۷۰ سلنې یې ویل، چې دوی یې په بشپړ ډول ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دودیزو جمهوري غوښتونکو په منځ کې ۷۲ سلنه د بریدونو سره موافق او یوازې ۴۹ يې په کلکه ملاتړ وکړ.

د ایران پر اټومي تاسیساتو برید، د ټرمپ په بهرنۍ پالیسۍ کې یو مهم ټکی

د دې معلوماتي مرکز مشر ټينګار کړی، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو وروستي بریدونه د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې د یو مهم بدلون په توګه بلل کېږي؛ خو که لږ شاته وکتل شي دا بریدونه کوم نوی بدلون نه دی، بلکې د پخوانیو تګلارو دوام دی.

د دې معلوماتي مرکز مشر پروفیسور کلیوناد رالي وايي، ټرمپ یوازې په پنځو میاشتو کې نږدې دومره هوايي بریدونه تر سره کړي، لکه څومره چې پخواني حکومت په څلورو کلونو کې کړي وو.

نوموړی زیاتوي: «اوس د امريکا پوځ ډېر چټک عمل کوي، شدید بریدونه کوي او دا کار له لږو محدودیتونو سره ترسره کوي. سوریه، عراق، افغانستان، یمن، سومالیا او اوس ایران، دا ټول هغه میدانونه دي، چې له پخوا پېژندل شوي دي. خو خبره د جغرافیې نه ده؛ خبره د شدت او تکرار ده.»

د راپور له مخې، د ټرمپ ډېری بریدونه په یمن کې ترسره شوي دي، چېرې چې نوموړي د مارچ په میاشت کې د ایران له‌خوا د ملاتړ حوثي ځواکونو پر وړاندي د امریکا هوايي کمپاین سخت پراخ کړ، چې دا ډلې په سور سمندرګي کې د بېړیو د هدف ګواښ کوي.

د دې معلوماتي مرکز د راپور له مخې، سره له دې چې له جنوري راهیسې یې ۴۷۰ بریدونه کړي دي، وسله وال د امریکا د ډزو پروړاندې مقاومت لري او تېره اوونۍ یې دوه بېړۍ ډوبې کړې دي.

ویل شوي، چې د امریکا پځ پر دغو عملیاتو تراوسه د یو میلیارد ډالرو لګښت کړی دی.

ټرمپ همدارنګه په سومالیا کې بریدونه زیات کړي دي، چېرې چې امریکایي ځواکونو د داعش سیمه‌ییزې ډلې او د الشباب پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

سپینې ماڼۍ د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ، چې په سومالیا کې د داعش یو مهم برید پلان جوړونکی وژل شوی دی.

ټرمپ د خوښۍ په انداز کې وویل: «زموږ پوځ له کلنو راهيسي د داعش د دغه بریدګر د پيداکولو هڅه کول؛ خو بایډن او د هغه ډلې دومره ورو عمل وکړ، چې کار هېڅ مخکې نه و تللی خو ما دا کار تر سره کړ.»

نوموړی زیاتوي: «زموږ پیغام داعش ته او هر هغه څوک چې غواړي امریکایانو ته زیان ورسوي دا دی: موږ به مو پیدا کړو او تاسو به ووژنو.»

امریکا شاتګ نه دی کړی، بلکې بریدونه یې ګړندي او شدید شوي دي.

پروفيسور رالي وویل: «که څه هم ټرمپ په وار-وار د امریکا د بې پایه جګړو د پای ته رسولو ژمنه کړې، خو هغه لږ دا روښانه کړې، چې دا کار به څنګه تر سره کوي.»

هغه زياتوي: «د لومړیو میاشتو تجربه ښيي، چې ښايي د ټرمپ پلان دا وي، چې د قوي او ویجاړونکي ځواک په کارولو سره جګړې تر پيل مخکې یا له اوږدېدو مخکې ختمې کړي.»

سپینې ماڼۍ ټینګار کړی، چې ټرمپ د «ځواک له لارې سوله» ستراتیژي پلي کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو پر سوريې د اسراییل بریدونه غندلي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې پر دمشق او نورو سیمو د اسراییل بریدونه غندلي او زیاته کړې یې ده: «دا ډول تجاوزونه نه یوازې د یوه خپلواک هېواد پر حاکمیت تېری دی، بلکې د سیمې د لا بې‌ثباتۍ هڅه هم ده.»

طالبانو پر اغېزناکو هېوادونو او سازمانونو غږ کړی، چې د اسراییل د تېریو پروړاندي خپل مسوولیت ادا کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) په خپل اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر دمشق او نورو سیمو د اسراییل بریدونه غندلي دي.

هغه ویلي، چې دغه بریدونه «د سيمې د لا بې ثباته کولو او هرج و مرج خپرولو سیستماتیک جنایت دی.»

نوموړي له اسراییل څخه غوښتي، چې «دغه ډول تجاوزونه ژر تر ژره ودوي او د سوريې د ولس او مشروع حکومت خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.»

د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ یې په دمشق کې د سوریې د دفاع وزارت ورودي دروازه په نښه کړې او دا بریدونه یې د دې لپاره کړي، چې د دروزو اقلیت د سوریې د دولتي ځواکونو له احتمالي زیانونو وساتي.

دا درېیمه ورځ ده، چې اسراییلی پوځ پر سوریې هوايي بریدونه کوي.

مارکو روبیو: تمه کېږي چې د سوریې کړکېچ په راتلونکو ساعتونو کې راکم شي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۳۷ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، تمه ده چې د سوریې په سوېل کې د دروزي او بدوي ډلو ترمنځ جګړه چې د سوریې او اسراییل ترمنځ د "سوء تفاهم" لامل شوې وه، ژر پای ته ورسېږي.

روبیو د جولای پر۱۶مه، د بحرین له بهرنیو چارو وزیر عبداللطیف الزیاني سره د اتومي همکارۍ د هوکړه‌لیک د لاسلیک پر مهال، خبریالانو ته وویل: « موږ د [ناکراریو د] رښتیني راکمېدو پر لور روان یو او هیله ده چې بېرته د سوریې د بیا رغونې او د سیمې پر ثبات تمرکز ته راوګرځو».

هغه زیاته کړه، چې امریکا هیله لري د دې هڅو نتیجه په راتلونکو څو ساعتونو کې ښکاره شي، خو دا لا روښانه نه‌ده چې ایا هغه د سوریې د احتمالي اوربند په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي که نه، ځکه له سیمې راپورونه د یوه اوربند د پلي کېدو خبر ورکوي.

اسراییل په پراخو هوايي بریدونو کې د دمشق دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې سیمې په نښه کړې دي.

اسراییل ویلي چې د سوریې رژیم باید له دروزي ټولنې سره دښمني بنده کړي او خپل ځواکونه له سوېلې سیمو وباسي.

اسراییل د سوریې د دفاع وزارت پر ورودي دروازه بریدونه وکړل

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۸ GMT+۱

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د چارشنبې په ورځ یې په دمشق کې د سوریې د دفاع وزارت ورودي دروازه په نښه کړې او دا بریدونه یې د دې لپاره کړي، چې د دروز لږه کي د سوریې د دولتي ځواکونو له احتمالي زیانونو وساتي.

دا درېیمه ورځ ده چې اسراییلی پوځ پر سوریه هوايي بریدونه کوي.

په سویدا ښار کې د حکومتي ځواکونو او د دروز جنګیالیو ترمنځ له څو ورځو راهیسې نښتې روانې دي.

د سوریې د دفاع وزارت یوې امنیتي سرچینې روېټرز ته ویلي، لږ تر لږه دوو بې‌پیلوټه الوتکو د دفاع وزارت ودانۍ په نښه کړې او افسران اړ شول چې ځانونه د ودانۍ بلې برخې ته ورسوي.

دولتي "الاخباریه" تلویزیون رپوټ ورکړی چې په دغه برید کې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

اسراییلي پوځ تایید کړه چې د سوریې رژیم د پوځي مرکز دروازه یې په نښه کړې او و یې ویل چې د جنوبي سوریې د دروز ملکیانو پر وړاندې د سوریې حکومت د روانو اقداماتو نږدې څارنه کوي.

د سوریې دولتي رسنیو او عیني شاهدانو ویلي، چې د چارشنبې په اوږدو کې اسراییلي بریدونه د سوېدا ښار شاوخوا سیمو ته پراخ شوي.

خامنه‌یي: ایران داسې ځای ته رسېدلی چې له امریکا څخه نه ډاریږي بلکې امریکا ترې وېرېږي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۴۸ GMT+۱

د ایران مذهبي مشر وايي، چې هېواد یې اوس هغه ځای ته رسېدلی چې نه یوازې له امریکا نه،‌ نه وېرېږي، بلکې امریکا ترې وېرېږي. خامنه يي په قطر کې د امریکا پر اډه د ایران د توغندیز برید په تړاو وویل، چې« که د سانسور پرده لرې شي، نړۍ به وویني چې ایران څه لویه ضربه ورکړې ده».

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د چارشنبې په ورځ د ایران د قضایي قوې د مشرانو په غونډه کې وویل چې له اسراییل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د خلکو کار «د ملي هوډ، ارادې او پر نفس باور» ښکاره نښه وه.

ده دا روحیه د امریکا او اسراییل په څېر ځواکونو سره د مقابلې لپاره "بې‌سارې ارزښتناکه" وبلله.

خامنه‌یي ادعا وکړه چې ایران اوس هغه ځای ته رسېدلی چې نه یوازې له امریکا ‌ونه ېرېږي، بلکې امریکا ترې وېرېږي.

د ایران مشر ټینګار وکړ: «د ایران ولس به هېڅ ډګر ته د کمزورې خوا په توګه داخل نه‌شي. موږ له ټولو لازمو امکاناتو، له منطق نه واخله تر پوځي ځواک پورې، برخمن یو. که دیپلوماسي وي او که جګړه، موږ به تل له پوره ځواک سره میدان ته داخلېږو».

خامنه‌یي همداراز وویل چې که اسراییل کولای شوای د ځان دفاع کړي، نو دومره به‌ یې پر امریکا تکیه نه کوله.

هغه ادعا وکړه، چې «اسراییل پوه شو چې د اسلامي جمهوريت پر وړاندې مقاومت نه‌شي کولای، نو د امریکا مرسته یې وغوښته».

ده د ایران د متقابل برید یادونه هم وکړه او ویې‌ویل: «موږ پر هغه امریکایي مرکز برید وکړ چې ډېر حساس و. که د سانسور پرده لرې شي، نړۍ به وویني چې ایران څه لویه ضربه ورکړې ده».

غزه کې ۲۰ کسان د مرستو د وېش پرمهال د ګڼې ګوڼې له کبله مړه شوي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۲۳ GMT+۱

د بشري مرستو یو امریکايي بنسټ چې اسراییل یې ملاتړ کوي ادعا کړې، چې په غزه کې د مرستو د وېش یو مرکز ته نږدې د ګڼې ګوڼې له کبله ۲۰ کسان مړه شوي دي.

د « غزې مرستندویه صندوق» په نامه دغه بنسټ ویلي، چې ۱۹ کسان د ګڼې ګوڼې له کبله ترپښو لاندې شوي او یو تن په چړو وهل شوی دی.

د غزې رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بل پلوه په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د اسراییل په بریدونو کې ۲۲ کسان وژل شوي چې ۱۱ هغه یې ماشومان دي.