جرمني ۸۱ افغانان بېرته افغانستان ته واستول

جرمني د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) هغه ۸۱ افغانان بېرته افغانستان ته واستول، چې دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنه کړې وه. د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دغه افغانانو جرمي دوسیې لرلې.

جرمني د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) هغه ۸۱ افغانان بېرته افغانستان ته واستول، چې دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنه کړې وه. د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دغه افغانانو جرمي دوسیې لرلې.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه ۸۱ افغان پناه غوښتونکي د جمعې په سهار د جرمني له لایپزیګ هوایي ډګر څخه کابل ته واستول شول.
دغه وزارت ویلي، لومړی به هغه بهرنیان و اېستل شي چې د جرمني امنیت ته ګواښ بلل کېږي.
تېر کال هم د اولاف شولڅ په مشرۍ د جرمني حکومت ۲۸ هغه افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته استولي وو، چې جرمي دوسیې یې لرلې.
د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه افغانان یې په قطر اېرویز الوتکې کې کابل ته لېږدولي دي.
د فلایټ رادار ۲۴ وېب پاڼې راپور ورکړی، دغه الوتکه چې افغان کډوال یې لېږدول په ځايي وخت د سهار په ۸:۳۵ بجې د کابل په لور الوتنه وکړه.


د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف کابل ته د خپل یو ورځني سفر وروسته ویلي، چې له طالب چارواکو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې، بشری همکاریو او سیمهییز اتصال په تړاو خبرې وکړې. هغه د یادې ډلې د رییس الوزرا په ګډون له نورو طالب چاروکو سره ناستې ګټورې بللې دي.
سعیدوف د جمعې په ورځ د (چنګاښ ۲۷مه) پر خپله اېکس پاڼه زیاته کړې، چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د افغان ټرانس پروژې اړوند هوکړهلیک هم د همکاریو د دوام لپاره یو غوره ګام و. هغه زیاته کړې، چې هېواد یې له طالبانو سره اړیکو او همکارۍ ته ژمن دی.
نوموړي لیکلي: «ازبکستان چمتو دی له افغانستان سره په بنسټیزو پروژو، لوژستیک، انرژۍ او د زدهکړو په برخه کې همکارۍ لا پیاوړې کړي. باور لرو، چې افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د پل رول لوبوي».
هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۶مه) په کابل کې پاکستان، ازبکستان او طالبانو د افغان ټرانس پروژې د مطالعاتو سنجولو هوکړه لاسلیک کړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم دغه هوکړه د درې واړه هېوادونو لپاره ګټوره بللې ده.
طالبان چې له نړۍوالې انزوا سره مخ دي، د اړیکو لپاره ورته یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونه لکه چین، روسیه، پاکستان او یو شمېر نور اسلامي هېوادونه ورپاتې دي؛ خو له روسیې پرته هېڅ چا لا په رسمیت نه دي پېژندلي.

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسلاماباد سترې محکمې د ثبتشویو افغان کډوالو د جبري اېستلو د بندېدو غوښتنه ونهمنله. نوموړې محکمې پنجشنبه (د چنګاښ ۲۶مه) زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت په سیاستونو کې مداخله نهکوي.
دا غوښتنه د کډوالو د ملاتړ اېتلاف یوه مدافع وکیل عمر اعجاز ګېلاني لهخوا د پاکستان سترې محکې ته وړاندې شوې وه. ګیلاني غوښتنه کړې وه، چې تر هغې چې د دې قضیې په اړه وروستۍ پرېکړه نه وي شوې؛ د افغان کډوالو اېستل دې ودرول شي.
د اسلاماباد سترې محکمې قاضي انعام امین منهاس ویلي، چې محکمه د دغه هېواد د حکومت په سیاستونو کې مداخله نهکوي. د حکومت د سیاست لهمخې؛ افغان کډوال باید د جولای تر ۳۰مې پورې خپل هېواد ته ستانه شي.
پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې قضیه وروسته بلې نېټې ته ځنډول شوې ده.
د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې د افغان کډوالو د جبري اېستلو تر پیل وروسته، د پاکستان د بشري حقونو یو شمېر فعالانو او د محسن داوړ او فرحتالله بابر په ګډون د دغه هېواد د پارلمان د پخوانیو غړو یوه اېتلاف په محکمه کې د افغان کډوالو د جبري اېستلو د بندېدو غوښتنه کړې وه.
دا قضیه د دغه اېتلاف د مدافع وکیل عمر اعجاز ګېلاني لهخوا مخته وړل کېده.

په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان کډوال چې پاسپورټونه یې ورک شوي، په دغه هېواد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت لهخوا د نویو پاسپورټونو ترلاسه کولو له ځنډني بهیره شکایت کوي.
دوی وايي، چې باید لږترلږه دوه میاشتې انتظار وکړي؛ په داسې حال کې چې د اېستلو یا بندي کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
په اسلاماباد کې یو افغان خبریال چې نهغواړي نومیې څرګند شي، وایي: «پشاور مور بازار ته د کار لپاره تللی وم، پولیسو مې اسناد وکتل؛ خو پاسپورټ مې نه و، ویې نیولم تر خوشې کېدو وروسته اوس له دوو میاشتو راهیسې د نوي پاسپورټ لپاره انتظار کوم. په پاکستان کې د افغانستان له سفارت مې هیله دا ده، چې دا چاره اسانه او چټکه کړي.»
طالبانو شاوخوا دوه کاله مخکې په پاکستان افغان کډوالو ته د نوي پاسپورټ د وېش چارې پیل کړې. ورپسې په ایران او ځینو نورو هېوادونو کې هم هلته د مېشتو افغانانو ته دغه خدمتونه پیل شوي دي. په اسلاماباد کې یو شمېر افغان کډوال د دغه سفارت له ځینو چارو خوښ دي؛ خو د ورک شوي یا نوي پاسپورټ د ترلاسهکېدو په برخه کې بیا له ځنډ سر ټکوي.
ورته مهال، په اسلاماباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت سرچینې هم د نوي پاسپورټ ترلاسهکولو ځنډ مني؛ خو وايي چې تر بایمټریک وروسته د افغانانو غوښتنلیکونه کابل ته لېږي او هلته تر ارزونې او چاپ وروسته بېرته د پوسټ له لارې اسلاماباد ته استول کېږي. سرچینې په کابل کې د پاسپورټ چاپېدل د ځنډ ستر لامل بللی دی.
په همدې حال کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال بیا وايي، چې دا ځنډ دوی له خطرناکو شرایطو سره مخ کوي.
افغانان زیاتوي، هغه کسان چې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي؛ هر وخت د پاکستاني پولیسو د نیول کېدو، اېستلو یا بډې اخیستلو سره مخ وي.
پاکستان له تېرې څه مودې راهیسې د ناقانونه کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی او هره ورځ پاکستاني پولیس د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو پر کورونو چاپې وهي.
ډېری هغه کسان چې پاسپورټونه یې ورک شوي یا د پاسپورټ موده یې پای ته رسېدلې، د نوي اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د سفارت دروازې ټکوي؛ خو دوی باید میاشتې میاشتې انتظار وکړي.

د ښځو د حقونو شاوخوا ۳۰۰ فعالانو له ایرانه د افغان کډوالو اېستل په کلکه غندلي دي. په دغې ډله کې چې د پوهنتون استادانې، خبریالانې او هنرمندانې هم شاملې دي، له ایرانه یې د افغان کډوالو د اېستلو روانه لړۍ «د افغانانو د حذف او ځپنې پروژې» یوه برخه بللې ده.
د دغې ډلې په ګډه اعلامیه کې چې سلګونه ښځو لاسلیک کړې، ویل شوي:« افغان کډوال د ایران د هغه سياست قربانیان دي، چې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانانو وراچوي.»
په اعلامیه کې راغلي، چې په سیمه کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره د ایران حکومت هڅه کوي چې د خلکو یوې لویې برخې ته پردي ووايي، هغوی له ایرانه وباسي او د ناقانونه کډوالو په نوم له افغانانو سياسي غچ واخلي.
د اعلامیې له مخې؛ په ایران کې تر ټولو ډېر زیان افغان ښځو ته اوښتی؛ ځکه چې دوی هلته په ډېرو ناوړو شرايطو کې کار او ژوند کوي، په تېره بیا هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستې هم دي.
په اعلامیه کې راغلي، که دغه ښځې له ایرانه افغانستان ته و اېستل شي؛ نو هلته به د کار اجازه ونه لري.
په اعلامیه کې د هغو نجونو برخلیک ته هم اشاره شوې، چې په ایران کې زېږېدلې دي؛ خو اوس یوه داسې هېواد ته اېستل کېږي، چې هلته د نجونو پر زړهکړو بندیزونه لګېدلي دي.
دغه فعالانو له مدني بنسټونو، د پوهنتون له استادانو، خبریالانو او هنرمندانو هم غوښتي، چې د دې بې عدالتۍ پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.
ایران په وروستیو اوونیو کې، په تېره بیا له اسراییل سره تر اوربند وروسته؛ د هغو افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی، چې قانوني اسناد نه لري.

د کابل په شهرنو کې د طالبانو لهخوا د یو شمېر ځوانو ښځو نیولکېدو ته د غبرګونونو پر دوام؛ د افغانستان ازادۍ په نوم وسلهوالې جبهې په یوه بیان کې د دغې ډلې دا اقدام غندلی او هغه یې د انسانیت خلاف جرم بللی دی.
په دغه بیان کې چې د جمعې په ورځ د (چنګاښ ۲۷مه) خپور شوی، راغلي چې طالبانو په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر ښځې په خپل سر توقیف کړې، تښتولې او ځورولې دي. یادې جبهې ویلي، چې د طالبانو دغه چلند له انساني وقار، اخلاقي ارزښتونو، بشري حقونو او د افغانانو د مذهبي او کلتوري دودونو سرغړونه ده.
نوموړې جبهې خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته به د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر غړي د زادۍ جبهې د چریکانو مشروع هدف وي او طالبان باید د دې کړنو د پایلو بشپړ مسوولیت ومني.
نوموړې جبهې خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر غړي هم د ازادۍ جبهې د چریکانو مشروع هدف ګرځي او طالبان باید د دغو اقداماتو پایلې ومني. یادې جبهې زیاته کړې، چې پر خصوصي حریم تېری او د ښځو له وقار او بنسټیزو حقونو سرغړونه نه مشروع او نه هم د زغم وړ ده او دغه جبهه به یې پر وړاندې ودرېږي.
په بیان کې راغلي، چې د طالبانو دا ډول اقدامات د ښځو د سپکاوي او پر ځانګړو قومي او ژبنیو ډلو د فشار راوستلو لپاره یوه سېستماتیکه هڅه ده او دا به په هېواد کې بېباوري خپره او ملي یووالی کمزوری کړي.
د ازادۍ جبهې له خلکو غوښتي، چې د خپل خوندیتوب لپاره د طالبانو غونډو، مرکزونو او موټرو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي؛ ځکه چې دغه ځایونه ښايي د دغې جبهې د چریکي عملیاتو هدف وګرځي.
د طالبانو یاد وسلهوال مخالف خوځښت دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې پرون سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و چې طالبانو وړمه ورځ د کابل ښار په شهر نو سیمه کې لسګونه ځوانې ښځې نیولې او د امربالمعروف وزارت اړوند توقیف ځایونو ته یې لېږدولې دي.