د اسلاماباد سترې محکمې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ درېدو غوښتنه ونهمنله

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسلاماباد سترې محکمې د ثبتشویو افغان کډوالو د جبري اېستلو د بندېدو غوښتنه ونهمنله. نوموړې محکمې پنجشنبه (د چنګاښ ۲۶مه) زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت په سیاستونو کې مداخله نهکوي.