ازبکستان له طالبانو سره وروستۍ ناستې، هوکړې او خبرې اترې ګټورې بللې دي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف کابل ته د خپل یو ورځني سفر وروسته ویلي، چې له طالب چارواکو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې، بشری همکاریو او سیمهییز اتصال په تړاو خبرې وکړې. هغه د یادې ډلې د رییس الوزرا په ګډون له نورو طالب چاروکو سره ناستې ګټورې بللې دي.