• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېټانیا په افغانستان کې د روغتيايي پروګرامونو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د برېټانیا سفارت له شارژافېر رابرټ چټرټن ډېکسن او افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنزي سره د ځينو روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سېسټم د ښه‌والي، ظرفیت لوړوېدو، سرطان او مور او ماشوم د ناروغیو په اړه بحث شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي له برېتانوي استازو نه په روغتیايي برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د برېټانیا استازو هم په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ، خو تر دې مهاله دا څرګنده نه ده چې دغه هېواد به د افغانستان په کومه روغتیايي برخه کې همکاري کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۲۴ GMT+۱

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلېپ ګرانډي وايي چې د کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه کابل ته تللی دی. د طالبانو د کډوالو وزارت مرستیال شېخ کلیم‌الرحمن فاني د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې د نوموړي تود هرکلی کړی دی.

ورته مهال، د کډوالو وزارت مالي او اداري مرستیال کلیم الرحمان حقاني په اوسنیو شرایطو کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مشر سفر مهم بللی. نوموړي ویلي چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د ټولو ګډ مسوولیت دی او راستانه شوي کډوال یوازې بېړنیو مرستو ته نه، بلکې د سرپنا، زده‌کړې او روغتیا په څېر بنسټیزو خدمتونو ته هم اړتیا لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر کابل ته د خپل سفر موخه له نږدې د کډوالو د وضعیت او په دې تړاو د حل لارو موندل یاد کړي دي.

نوموړي ویلي: «که څه هم نړۍواله ټولنه له جدي مالي محدودیتونو سره مخ ده، خو د کډوالو عالي کمېشنري خپلو بشري هڅو او ملاتړ ته دوام ورکوي.» هغه همداراز له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو په ډله‌ییز ډول ایستل یوه لویه ننګونه بللې ده.

ټاکل شوې چې ښاغلی ګرانډي به د خپل سفر پر دوام، هرات ته هم لاړ شي او هلته به د راستنېدونکو کورنیو وضعیت له نږدې وڅېړي.

دا سفر په داسې حال کې تر سره کېږي چې افغانستان په بې ساري کچه د کډوالو د راستنېدو له څپې سره مخامخ دی.

طالبان وایي، افغانستان نور د نړۍ‌والو جګړو محور نه دی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چاور وزارت درېیم سیاسي مرستیال عبدالحی قانت وایي، په تېرو څو لسیزو کې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له کبله د لویو لوبو د جګړې قرباني و، خو اوس دې حالت بدلون کړی او د جنګ محور نورو سیمو ته لېږدول شوی دی.

نوموړي د شنبې په ورځ‌ د (چنګاښ ۲۸مه) پر خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې چې افغانانو د خپلو پرله‌پسې قربانیو او مقاومت هغه سټراټېژۍ ناکامې کړې چې لویو قدرتونو غوښتل پراخ نفوذ ترلاسه کړي. د هغه په وینا، اوس مهال چې د جګړې اور نورو سیمو ته انتقال شوی «افغانستان باید د اقتصادي سیالیو پر محور» بدل شي.

د طالبانو یاد غړي لیکي: «مونږ د دې توانایي لرو چې افغانستان د جګړو، نا امنیو او نظامي رقابتونو په ځای د اتصال، ټرانزیټ او تجارت مرکز جوړ کړو». پر کابل واکمنه ډله چې له نړۍوالې انزوا سره مخ ده او له روسیې پرته ان خپل نږدې متحد پاکستان هم په رسمیت نه دي پېژندلي د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره یې اړیکې خوږې کړي دي.

باورونه دا دي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له خاورې د ورپېښو ګواښونو د مهارولو او مخنېوي لپاره اړ شوي، څو له طالبانو سره تعامل ته غاړه کېږدي. همدا تېره ورځ د پاکستان، ازبکستان او طالبانو ترمنځ د افغان ټرانس پروژې د رېل پټلۍ امکان سنجۍ د مطالعاتو اړونده یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو.

اسلام اباد او تاشکند دې هوکړه لیک ته خوښي څرګنده کړې او افغانستان یې د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ غوره نښلوونکی هېود بللی دی.

د سرې میاشتې ټولنه وايي، تر ۸۰۰ ډېر ورک ماشومان پیدا او بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې له ایران نه د کډوالو د ستنېدو په لړ کې سلګونه ورک شوي ماشومان پیدا او بېرته یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

په لودېځه حوزه کې د نوموړې ټولنې د اړیکو مسوول عزیز احمد متین زیاته کړې چې د خپل رضا کارانه ټیم په هلو ځلو یې تر اوسه ۸۲۴ ورک شوي ماشومان پیدا او خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د سرې میاشتې ټولنې همدا راز ویلي چې هره ورځ شاوخوا شپږ زره کسانو ته د صحي خوړو کڅوړې هم ورکوي.

له ایران د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ له څه باندې درېیو اوونیو راپدېخوا په بې‌ساري ډول چټکه شوې چې له کبله یې د هرات پر پوله د ګڼې ګوڼې له کبله ځیني ماشومان له خپلو کورنیو نادرکه شوي، خو د سرې میاشتې ټولنه وايي چې د دوی رضا کاره ټیمونه په دوامداره توګه په دې برخه کې هلې ځلې کوي.

شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ نن په کابل کې پیل شوې

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۴ GMT+۱

د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ نن (شنبه) سهار په رسمي ډول د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې.

د پرانیستې په مراسمو کې د کرېکټ بورډ مشرتابه، د کرېکټ ملي لوبغاړو، د سپورټ لپاره د طالبانو د ادارو ځینو استازو او یو شمېر بهرنیو مېلمنو هم برخه اخیستې وه.

په دې سیالیو کې د افغانستان له ټولو زونونو پنځو لوبډلې سپین‌غر، امو، بند امیر، بُست او مس عینک برخه لري.

د یادو پنځو لوبډلو په نوملړ کې د ځوانو لوبغاړو سربېره د کرېکټ د ملي لوبډلې یو شمېر مشهور لوبغاړي هم تر سترګو کیږي.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه د بُست او امو لوبډلو ترمنځ پیل شوې او تمه ده چې هره ورځ به دوه لوبې ترسره شي.

یادې سیالۍ به د راتلونکې اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې په کابل کې دوام ولري.

د یادونې ده، تېر کال د شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو اتلولي امو لوبډلې ګټلې وه.

د کابل-غزني پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شول

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۱۲ GMT+۱

د غزني لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي، د دغه ولایت د اب‌بند ولسوالۍ اړوند د کابل–کندهار پر لویه لاره د یوه مسافروړونکي موټر او باروړونکي لارۍ ترمنځ ټکر شوی چې له امله یې څلور کسان خپل مړه شوي دي.

نوموړی وايي، پېښه د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او قربانیان د شخصي موټر سپرلۍ وې چې ځای پرځای یې ساه ورکړې ده.

د غزني لپاره د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، په پېښه کې نور کسان نه دي ټپیان شوي او د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

کابل–کندهار لویه لاره، چې د هېواد له مهمو ترانزيټي او مسافر وړونکو لارو شمېرل کېږي، وخت ناوخت په‌کې د ترافيکي اصولو د نه مراعات او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطۍ له امله مرګونې ترافیکي پېښې کېږي.