د سرې میاشتې ټولنه وايي، تر ۸۰۰ ډېر ورک ماشومان پیدا او بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې له ایران نه د کډوالو د ستنېدو په لړ کې سلګونه ورک شوي ماشومان پیدا او بېرته یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې له ایران نه د کډوالو د ستنېدو په لړ کې سلګونه ورک شوي ماشومان پیدا او بېرته یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
په لودېځه حوزه کې د نوموړې ټولنې د اړیکو مسوول عزیز احمد متین زیاته کړې چې د خپل رضا کارانه ټیم په هلو ځلو یې تر اوسه ۸۲۴ ورک شوي ماشومان پیدا او خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
د سرې میاشتې ټولنې همدا راز ویلي چې هره ورځ شاوخوا شپږ زره کسانو ته د صحي خوړو کڅوړې هم ورکوي.
له ایران د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ له څه باندې درېیو اوونیو راپدېخوا په بېساري ډول چټکه شوې چې له کبله یې د هرات پر پوله د ګڼې ګوڼې له کبله ځیني ماشومان له خپلو کورنیو نادرکه شوي، خو د سرې میاشتې ټولنه وايي چې د دوی رضا کاره ټیمونه په دوامداره توګه په دې برخه کې هلې ځلې کوي.


د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ نن (شنبه) سهار په رسمي ډول د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې.
د پرانیستې په مراسمو کې د کرېکټ بورډ مشرتابه، د کرېکټ ملي لوبغاړو، د سپورټ لپاره د طالبانو د ادارو ځینو استازو او یو شمېر بهرنیو مېلمنو هم برخه اخیستې وه.
په دې سیالیو کې د افغانستان له ټولو زونونو پنځو لوبډلې سپینغر، امو، بند امیر، بُست او مس عینک برخه لري.
د یادو پنځو لوبډلو په نوملړ کې د ځوانو لوبغاړو سربېره د کرېکټ د ملي لوبډلې یو شمېر مشهور لوبغاړي هم تر سترګو کیږي.
د دې سیالیو لومړۍ لوبه د بُست او امو لوبډلو ترمنځ پیل شوې او تمه ده چې هره ورځ به دوه لوبې ترسره شي.
یادې سیالۍ به د راتلونکې اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې په کابل کې دوام ولري.
د یادونې ده، تېر کال د شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو اتلولي امو لوبډلې ګټلې وه.

د غزني لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي، د دغه ولایت د اببند ولسوالۍ اړوند د کابل–کندهار پر لویه لاره د یوه مسافروړونکي موټر او باروړونکي لارۍ ترمنځ ټکر شوی چې له امله یې څلور کسان خپل مړه شوي دي.
نوموړی وايي، پېښه د موټرچلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې او قربانیان د شخصي موټر سپرلۍ وې چې ځای پرځای یې ساه ورکړې ده.
د غزني لپاره د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، په پېښه کې نور کسان نه دي ټپیان شوي او د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.
کابل–کندهار لویه لاره، چې د هېواد له مهمو ترانزيټي او مسافر وړونکو لارو شمېرل کېږي، وخت ناوخت پهکې د ترافيکي اصولو د نه مراعات او د موټر چلوونکو بېاحتیاطۍ له امله مرګونې ترافیکي پېښې کېږي.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وايي چې افغانستان ته د پخوانیو سیاسي او پوځي شخصیتونو د راتګ لړۍ دوام لري. دغه کمېسیون شنبه (چنګاښ ۲۸مه) پر اېکسپاڼې لیکلي چې له متحده عربي اماراتو پنځه کورنۍ چې ټول غړي یې ۳۲ کسان کېږي، د دغه کمېسیون له لارې هېواد ته راستنې شوې.
که څه هم کمېسیون د راستنېدونکو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو په یوه بل ټویټ کې یې ویلي چې د دوی په هڅو تازه په تېره اداره کې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د اربکيانو قوماندان شاه سعود هم راستون شوی دی.
که څه هم د طالبانو مشر ملا هبتالله د واکمنېدو په لومړیو کې د پخواني نظام ټولو مخالفانو ته د عمومي بښنې اعلان وکړ، خو له هغه را وروسته وخت ناوخت د مخکېني جمهوري نظام سرتېري، امنیتي کارکوونکي او چارواکي یا په مرموز ډول وژل شوي یا د دغې ډلې له لوري نیول شوي، شکنجه او ان وژل شوي دي.
طالبانو بیا تل دا ډول راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو د رياستالوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د بغلان ولایت له ځايي مسوولانو سره په لیدنه کې ویلي چې د کډوالو بشپړ ملاتړ، په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او په ټوله کې د خلکو د ستونزو حل د دغې ډلې مسوولیتونه دي.
په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون غړي احمدالله متقي شنبه (چنګاښ ۲۸مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې عبدالسلام حنفي دا څرګندونې د بغلان لپاره د طالبانو له والي عبدالرحمان حقاني سره په لیدنه کې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د هرات ولایت اسلامکلا پولې ته د سفر پر مهال د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې یې په دې برخه کې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې وه.
د یادونې ده چې د افغانستان ګاونډیو، په ځانګړي توګه ایران له دغه هېواد نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ جټکه کړې چې د طالب چارواکو په خبره په تېرو څه باندې درېیو اوونیو کې له شپږ سوه زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت هغه راپورونه بېبنسټه ګڼلي چې ګوندې د پنجشنبې پر ماښام د کابل په نوي ښار (شهر نو) کې د بېحجابۍ په تړاو یو شمېر ښځې نیول شوې دي. د دغه وزارت ویاند سیفالسلام خېبر زیاته کړې چې د دغې ډلې ښځینه محتسبانې یوازې ښځو ته د حجاب اړوند معلومات ورکوي.
نوموړي د (چنګاښ ۲۷مه) له بيبيسي سره په یوې مرکه کې ویلي چې د یاډې ډلې کارکوونکي هېڅکله د ښځو او نجونو له حجاب څخه د سرغړونې اړوند چاپې نه وهي او نه یې هم زنداني کوي. خېبر وویل: «موږ د مدرسو د ښځینه استادانو له لوري بازارونو یا د ښځو ګڼو ګوڼو ځایونو ته ورغلې، لارښوونې او سپارښتنې یې ورته کړي».
د سیف السلام خېبر په خبره: «موږ د دعوت او تبلیغ له لارې د اسلام پېغام رسول دي. که بیا هم یوه ښځیه سرغړونه کوي، د ښځینه پولیسو په واسطخ ورته پېغام رسوو چې دا کار غلط دی. بیا یې د کورنۍ غړو ته خبر ورکوو او له هر ډول تشدد ډډه کوو».
هغه په یو وار بیا ټینګار وکړ چې ښځې یې نه دي زنداني کړي، خو په ډاګه یې کړه که په راتلونکي کې د دا ډول کوم اقدام پرېکړه وشي، نو له رسنیو سره به معلومات شریک کړي.
د طالبانو دغه ویاند ادعا کوي چې تر اوسه دغې ډلې د بېحجابۍ په تور ښځو ته هېڅ ډول سپکاوی نه دی کړی. دا په داسې حال کې ده چې دغه ډلې د خپلې دویم ځل واکمنۍ راهیسې پر مېرمنو سخت بندیزونه لګولي او ان د زدهکړو تر څنګ یې د کار له حقونو هم محرومې کړې دي.
د نړۍ والې ټولنې په ګډون د بشري حقونو سازمان په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو ژوند له سختو بندیزونو، محدودیتونو، ستونزو او کړاوونو ډک بللی دی. د دغې ډلې د نړۍوالې انزوا یو لامل هم د ملا هبتالله لهخوا د ښځو پر ضد د هغه او د ډلې یې سخت دریځ بلل شوی دی.