• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون هېواد ته د ۳۲ کسانو د ستنېدو خبر ورکړ

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۱

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وايي چې افغانستان ته د پخوانیو سیاسي او پوځي شخصیتونو د راتګ لړۍ دوام لري. دغه کمېسیون شنبه (چنګاښ ۲۸مه) پر اېکس‌پاڼې لیکلي چې له متحده عربي اماراتو پنځه کورنۍ چې ټول غړي یې ۳۲ کسان کېږي، د دغه کمېسیون له لارې هېواد ته راستنې شوې.

که څه هم کمېسیون د راستنېدونکو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو په یوه بل ټویټ کې یې ویلي چې د دوی په هڅو تازه په تېره اداره کې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د اربکيانو قوماندان شاه سعود هم راستون شوی دی.

که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د واکمنېدو په لومړیو کې د پخواني نظام ټولو مخالفانو ته د عمومي بښنې اعلان وکړ، خو له هغه را وروسته وخت ناوخت د مخکېني جمهوري نظام سرتېري، امنیتي کارکوونکي او چارواکي یا په مرموز ډول وژل شوي یا د دغې ډلې له لوري نیول شوي، شکنجه او ان وژل شوي دي.

طالبانو بیا تل دا ډول راپورونه رد کړي دي.‎

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

حنفي وايي د امنیت ټینګښت، د خلکو د ستونزو حل او د کډوالو ملاتړ د طالبانو مسولیت دی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د رياست‌الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د بغلان ولایت له ځايي مسوولانو سره په لیدنه کې ویلي چې د کډوالو بشپړ ملاتړ، په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او په ټوله کې د خلکو د ستونزو حل د دغې ډلې مسوولیتونه دي.

په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون غړي احمدالله متقي شنبه (چنګاښ ۲۸مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې عبدالسلام حنفي دا څرګندونې د بغلان لپاره د طالبانو له والي عبدالرحمان حقاني سره په لیدنه کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د هرات ولایت اسلام‌کلا پولې ته د سفر پر مهال د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې یې په دې برخه کې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې وه.

د یادونې ده چې د افغانستان ګاونډیو، په ځانګړي توګه ایران له دغه هېواد نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ جټکه کړې چې د طالب چارواکو په خبره په تېرو څه باندې درېیو اوونیو کې له شپږ سوه زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو ادعا: په ټول هېواد کې د بې‌حجابۍ په تور ان یوه ښځینه بندي هم نه‌لرو

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزارت هغه راپورونه بې‌بنسټه ګڼلي چې ګوندې د پنج‌شنبې پر ماښام د کابل په نوي ښار (شهر نو) کې د بې‌حجابۍ په تړاو یو شمېر ښځې نیول شوې دي. د دغه وزارت ویاند سیف‌السلام خېبر زیاته کړې چې د دغې ډلې ښځینه محتسبانې یوازې ښځو ته د حجاب اړوند معلومات ورکوي.

نوموړي د (چنګاښ ۲۷مه) له بي‌بي‌سي سره په یوې مرکه کې ویلي چې د یاډې ډلې کارکوونکي هېڅ‌کله د ښځو او نجونو له حجاب څخه د سرغړونې اړوند چاپې نه وهي او نه یې هم زنداني‌ کوي. خېبر وویل: «موږ د مدرسو د ښځینه استادانو له لوري بازارونو یا د ښځو ګڼو ګوڼو ځایونو ته ورغلې، لارښوونې او سپارښتنې یې ورته کړي».

د سیف السلام خېبر په خبره: «موږ د دعوت او تبلیغ له لارې د اسلام پېغام رسول دي. که بیا هم یوه ښځیه سرغړونه کوي، د ښځینه پولیسو په واسطخ ورته پېغام رسوو چې دا کار غلط دی. بیا یې د کورنۍ غړو ته خبر ورکوو او له هر ډول تشدد ډډه کوو».

هغه په یو وار بیا ټینګار وکړ چې ښځې یې نه دي زنداني کړي،‌ خو په ډاګه یې کړه که په راتلونکي کې د دا ډول کوم اقدام پرېکړه وشي، نو له رسنیو سره به معلومات شریک کړي.

د طالبانو دغه ویاند ادعا کوي چې تر اوسه دغې ‌ډلې د بې‌حجابۍ په تور ښځو ته هېڅ ډول سپکاوی نه دی کړی. دا په داسې حال کې ده چې دغه ډلې د خپلې دویم ځل واکمنۍ راهیسې پر مېرمنو سخت بندیزونه لګولي او ان د زده‌کړو تر څنګ یې د کار له حقونو هم محرومې کړې دي.

د نړۍ والې ټولنې په ګډون د بشري حقونو سازمان په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو ژوند له سختو بندیزونو، محدودیتونو، ستونزو او کړاوونو ډک بللی دی. د دغې ډلې د نړۍوالې انزوا یو لامل هم د ملا هبت‌الله له‌خوا د‌ ښځو پر ضد د هغه او د ډلې یې سخت دریځ بلل شوی دی.

د برېټانیوي ځواکونو افشاشوي افغان همکاران وايي، نړۍوالو محاکمو ته به عارض شي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۵۱ GMT+۱
•
خبرخونه

د برېټانیوي ځواکونو یو شمېر پخواني افغان همکاران چې تازه یې نومونه افشا شوي وايي، د خپل ځان او کورنۍ د امنیت په اړه ډېر اندېښمن دي. دوی له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط خبرو کې خبرداری ورکړی چې د زیان رسېدو په صورت کې به نړۍوالو محکمو ته شکایت وکړي.

د افغانستان د کونړ ولایت اوسېدونکی صابر (مستعار نوم) وايي چې د نومونو تر افشا کېدو وروسته په دوامداره توګه خپل ځای بدلوي او هره شېبه د دې وېره شته چې د طالبانو له لوري ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه: «ما پخوا د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د بیان ازادي چې یو نړۍوال ارزښت دی د ودې او بنسټیزه کېدو په برخه کې له برېټانیوي ځواکونو سره کار کړې دی. د نومونو تر افشا کېدو وروسته مې یوه شپه په خپل کور کې نه ده کړې.» نوموړی خبرداری ورکوي چې ده او کورنۍ ته یې د هر پیښېدونکی ګواښ او زیان له کبله به نړۍوالو محکمو ته د برېټانیا له حکومت څخه شکایت وکړي.

ورته مهال، یو بل چې هغه هم نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي او اوس په پاکستان کې اوسیږي وايي، وار له مخه یې خپل ناڅرګند برخلیک ته ځورېده، خو د نومونو تر افشا کېدو وروسته تر سخت ذهني فشار لاندې دی.

نوموړی وايي دا چې د پاکستان حکومت افغانانو ته دا مهال د ویزو د تمدېد لړۍ هم درولې، نو هره شېبه د دې امکان شته چې دی او کورنۍ یې له پاکستان نه و اېستل شي.

ده وویل: «له هغې راوروسته چې دا موضوع په رسنیو کې ښکته پورته کېږي، ډېر ورته اندېښمن یم کورنۍ مې هم په وېره کې ده چې څه به کېږي. یو خو یې موږ ډېره موده په تمه ساتلي یو او چارې مو ډېرې ورو مخته ځي او اوس په‌کې دا موضوع هم راغله چې له موږ یې لاره ورکه کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې ډیلي ټېلګراف هم په یوه راپور کې ویلي و چې طالبان په منظمه توګه د برېټانیا پخوانیو افغان همکارانو پسې ګرځي.

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي نوموړې ورځپاڼې ته ویلي چې دا کسان له هېواد نه د وتلو اجازه نه‌لري او دا «جاسوسان» د طالبانو د عمومي عفوې برخه نه دي.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د برېټانیا د دفاع وزارت د یوه کارکوونکي له‌خوا په ناپامۍ سره د دغه هېواد ځواکونو د افغان همکارانو معلومات چې له برېټانیا یې د پناه غوښتنه کړې وه، د یوه برېښنالیک له لارې شریک شول. دا مسله چې په دې وروستیو کې افشا شوه چې په نوملړ کې نږدې ۲۵ زره کسان شامل دي او په بېلابېلو برخو کې یې له برېټانیوي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

که څه هم د برېتانیا د دفاع وزیر د دغه هېواد په پارلمان کې د دې تخنیکي تېروتنې له امله له هغو افغانانو بخښنه وغوښته چې شخصي معلومات یې رسنیو ته رسېدلي، خو هغوی چې نومومنه یې افشا شوي وايي، د بښنې پر ځای باید له ځنډ پرته د دوی د خوندیتوب او برېټانیا د لېږد په تړاو ګامونه پورته شي.

په کندهار کې د بازار نشتوالي له امله د ترکارۍ بیه ټیټه شوې

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۴۳ GMT+۱

په کندهار کې بزګران شکایت کوي چې د دوی ترکارۍ په بازار کې ډېره ارزانه پلورل کېږي، ان دا چې د اوبو او سرې لګښت هم نه پوره کوي. دوی له طالبانو غواړي چې د اوبو د سرچینو ښه مديریت او بهرنیو بازارونو ته د افغاني ترکارۍ د لېږد لپاره هڅې وکړي.

د معلوماتو له‌مخې، په دغه ولایت کې یو کندهاری من (څلورنیم کیلو) بېنډۍ په ۳۰ افغانۍ، رومیان من په ۲۰ افغانۍ، تور بانجان من په ۱۵ افغانۍ او بادرنګ من په ۲۰ افغانۍ خرڅېږي.

بزګران وايي، دوی خپلې ترکارۍ یوازې په کندهار کې پلوري چې دا بازار ډېر محدود دی، ترکاري ډېر ه او د بازار غوښتنه لږ ده.

دوی له طالبانو غوښتنه کوي چې د اوبو سرچینې په ښه ډول مدیریت او د بدیلو کښتونو په برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.

ځينې بې‌وزله خلک بیا په دې ګرانۍ خوښ دي او وايي که په دې بې‌کارۍ او بېوزلۍ کې کورني خوراکي توکي ګران وای، د دوی ژوند به تر دې هم ستونزمن وای. 

روسي ورځپاڼه: د طالبانو استخباراتي پلاوی چې د «سي اې ای» سره د اړیکو مخینه لري مسکو ته ځي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۸ GMT+۱

روسي ورځپاڼه «نیزاویسیمایا ګازیتا»وایي چې د طالبانو د استخباراتو یو لوړپوړی درې کسیز پلاوی به په نږدې ورځو کې مسکو ته سفر وکړي. د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی له هغو کسانو جوړ شوی چې مخکې یې د امریکا له مرکزي استخباراتي ادارې« سي اې ای » سره پټ مذاکرات ترسره کړي.

ورځپاڼه د خپلو څېړونکو له قوله لیکي، احتمال شته چې د دې پلاوي جوړښت د امریکا د استخباراتي ادارې په همغږۍ سره ټاکل شوی وي.

د ورځپاڼې په وینا، دوی یو محرم سند ترلاسه کړی چې د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۳مه د طالبانو د استخباراتو په مرکزي دفتر کې ترتیب شوی. د دغه سند له مخې، د روسیې سفر لپاره درې کسان ټاکل شوي:

عبدالمالک مبشر، د استخباراتو د رئیس دفتر مشر، چې د پلاوي مشري کوي

عبدالجبار شهیدمل، د بهرنیو اړیکو د ادارې مشر

عبدالرحیم مظلوم، د تخنیکي څانګې مسول

ورځپاڼه لیکي چې عبدالمالک مبشر د طالبانو د استخباراتو له پیاوړي چارواکي ملا عبدالحق وثیق سره نږدې خپلوي لري او د هغه له پوره باور څخه برخمن دی. همداراز، مبشر او عبدالرحیم مظلوم، چې دواړه د غزني ولایت اوسېدونکي دي، مخکې د امریکا له استازو سره په پټو خبرو کې ګډون کړی، د بېلګې په توګه د روان کال د مارچ په ۵-۶مه په ریاض (سعودي عربستان) او د اپریل په ۱۲-۱۳مه په دوحه (قطر) کې.

راپور زیاتوي چې د جولای د ۱۳مې نېټې له سند سره سم، د استخباراتو د ۱۹۷م ریاست مسول هم بدل شوی، چې دا ریاست د طالبانو د استخباراتو د بهرنیو اړیکو څانګه اداره کوي.

په راپور کې راغلي، دا مشري مخکې د ډاکټر شمس‌الله ابوسعید پر غاړه و، چې په ټولو پټو غونډو کې یې له ملا عبدالحق وثیق سره ګډون کاوه، خو اوس دا دنده عبدالجبار شهیدمل ته سپارل شوې ده.

که څه هم شهیدمل تر اوسه له امریکایانو سره په خبرو کې نه دی لیدل شوی، خو روسي ورځپاڼه خبرداری ورکوي چې دا مسله باید د روسیې لپاره د ډاډ سبب نه شي، ځکه د طالبانو په جوړښت کې د لوړ پوړو چارواکو ټاکنه تصادفي نه وي.

ورځپاڼې په پای کې دا هم لیکلي، چې د طالبانو د استخباراتو مشران په تېرو کلونو کې له امریکايي استخباراتي ادارو سره نږدې اړیکې درلودې. چې دا اړیکې، د "نړیوالې ترهګرۍ پر ضد مبارزې" په رسمي چوکاټ کې توجیه کېږي.