• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ننګرهار کې د شاوخوا ۱۸۵۰ منو لرګيو د قاچاق مخه نیولې

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

طالبان وايي، د ننګرهار په جلال اباد ښار، خوږياڼو، پچيراګام،هسکې مېنې، اچين،نازيانو، سپين غر،شينوارو او دره نور ولسواليو په مربوطاتو کې شاوخوا ۱۸۵۰ منه وهلي لرګي چې په ۲۰ موټرونو کې بار وو، نیولي او د ځنګلونو د ساتنې ټولي ته یې لېږدولي دي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر نن شنبه (د چنګاښ ۲۸مه) په خپل اېکسپاڼه کې ددې ډلې د ننګرهار د ځنګلونو پرې کولومخنيوي ټولي قوماندان محمد نواب کوچيوال په حواله لیکلي، چې لرګي او نور توکي يې ټولي ته لېږدولي او له اصولو سره سم اجرات به تر سره شي.

په افغانستان کې د ونو وهل په داسې حال کې روان دي چې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ د زیاتوالي له امله د زرغون چاپېریال د ساتنې لپاره د ونو کرلو او د ځنګلونو پراخولو ټینګار کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

صالح د غني په حواله: «منزوي شوی نظام نه ثبات راولي، نه امن»

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۴۴ GMT+۱

د مخکېني جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن (شنبه، چنګاښ ۲۸مه) پر خپله اېکس‌پاڼه د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو د مخکېني ولسمشر محمداشرف غني د وینا یوه برخه بیا خپره کړې ده.

امرالله صالح د محمد اشرف غني په حواله ویلي: «دا کسان چې نن پر نظام کبر او ناشکري کوي، له دې نه دي خبر چې په نه موجودیت کې به یې افغانستان داسې یوه زندان ته ورته وي چې چت به نه‌لري.»

نوموړي د سولې او پخلاینې په تړاو د غني دا خبرې راخیستي چې «هغوی د سولې بهیر مانا نه ده درک کړې. د نظام منزوي کول نه سوله راولي، نه ثبات؛ بلکې دا لاره یا کورنۍ جګړې ته لاره هواروي، یا بې‌ساري وېره او وحشت زېږوي او یا هم دواړه.»

امرالله صالح دا څرګندونې د دوحې هوکړې ته په اشارې کړي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په ۲۰۲۰ کال کې لاسلیک شوې وه او د اشرف غني او امرالله صالح په مشرۍ جمهوري نظام ترې څنډې ته کړای شو و.

په افغانستان کې د وچکالۍ ختمېدو ماشین اختراع شو

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۳۴ GMT+۱
•
د نوې - زړې د لیکوالو ډله

د مدرسې یوه شیخ تر ځمکه لاندې اوبو کچې لوړولو لپاره ماشین اختراع کړ.

نن مخترع شېخ په کابل کې د دې اختراع په مناسبت جوړې شوي غونډې ته وویل: تر دې مهاله خلکو فکر کاوه چې د اختراعاتو او ساینس سرچینې یوازې پوهنتونونه او د عصري علومو مرکزونه دي، خو نن مدرسې یو داسې اختراع وکړه که د ساينس پلار (انیشټاین) ژوندی وای نو د مدرسې شاګرد شوی به وای.

مخترع شیخ د خبریالانو او یو شمېر طالب چارواکو په مخ کې دا معجزه غوندې اختراع په عملي ډول خلکو ته وښودله چې څنګه له ځمکې څخه له واټرپمپ او بلې تخنيکي وسیلې پرته اوبه راپورته کوي او ان دا چې له څاه څخه خپله اوبه راپورته کېږي او پر ځمکه بهېږي.

شېخ د یوې مدرسې څو ښکلي پېغلې د یوه ژور او وچې څاه پر غاړه ودرولې، پېغلو یو بل ته لاسونه سره ورکړل، یو ځل به له څاه څو ګامه پر شا ولاړې او بیا به بیرته کوهي ته ورنژدې شوې، په دې ډول به هر ځل کوهي ته د پېغلو له نژدې کېدو سره د کوهي اوبه راپورته کېدلې چې اخیر څاه تر خولې پورې ډکه شوه او اوبه پر ځمکه وبهېدلې.

په دې غونډه کې د زراعت او مالدارۍ وزیر وویل چې دا اختراع به ډېر ژر افغانستان له وچکالۍ څخه وژغوري او د زراعت سکټور به پر خپلو پښو ودروي.

د لوړو زده کړو وزیر هم دې غونډې ته راغلي و، هغه وویل: «په تېر جمهوریت کې هر کال له ښوونځيو او پوهنتونونو څخه زرګونه نجوني فارغېدلې، اما له فحاشۍ پرته یې ټولنې ته یوه ذره خیر نه رسېده، خو الحمدلله شیخ صاحب مبارک له نجونو داسې مثبته استفاده وکړه چې نړۍ ورته حیرانه ده. دا دی موږ په عمل کې ثابته کړه چې د نجونو زده کړې بې ګټې دي او موږ پر ځای پرېکړه کړې ده.»

مخترع شېخ څه موده وړاندې د دې اختراع تیوري په مدرسه کې خپلو طالبانو ته تشریح کړې وه چې ویډیو یې په ټولیزو رسنیو کې ډېره مشهوره شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د اوبو او برېښنا وزارت مشاور په خپل یوه صوتي پيغام کې ویلي و، طالبانو د علمي مرکزونو دروازې تړلي، خو د خرافاتو دروازې یې خلاصي کړي دي.

پاکستاني پولیسو نن یو وار بیا اسلام‌اباد کې د افغانانو نیول پیل کړل

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۴۹ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې پاکستاني پولیس نن (شنبه، چنګاښ ۲۸مه) د «بي۱۷ ښارګوټي» په ګډون یو شمېر نورو سیمو ته د افغانانو نیولو پسې ورغلي دي. سرچینې وایي، په دغه ښارګوټي کې پولیسو یو شمېر افغان کورنۍ هم نیولي او له ځان سره یې بيولي دي.

په دې نیول شویو افغانانو کې ډېری یې د لوېدیځو هېوادونو د کډوالۍ پروګرام لرونکي شامل دي. همداراز په یاد ښارګوټي کې د امریکا‌ پخواني افغان متحدین چې د پناه غوښتنې قضیې لري هم ژوند کوي.

د پولیسو له لوري په تازه نیول شویو کسانو کې ماشومان او ناروغه مېرمنې هم شاملې دي. هم‌مهاله اسلام‌اباد افغانانو ته د ویزو د تمدید یا نوي کېدو بهیر هم په ټپه درولی او د ډېری افغانانو د ویزو موده هم پای ته رسېدلې ده.

په اسلام اباد کې د یو لوېدیځ هېواد په تمه ناست افغان محمد سعید (مستعار نوم) وایي، اولادونه او مېرمن یې له سختې وېرې سره مخ دي او که افغانستان ته ډیپورټ شي،‌ نو ښايي د طالبانو له لوري له سختو ګواښونو سره مخ شي.

هغه زیاته کړه: «افغانستان ته شړل بېخي مونږ ته مرګ دی، د ډانګ او پړانګ ترمنځ ګېر یو. پاکستان له یوې خوا راباندې ویزې بندې کړې او له بلې خوا مو پولیس د کورونو دروازې را ټکوي».

تازه د‌ پاکسان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم له خبریالانو سره په یوې شخصي ناسته کې خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو داېستل کېدو تازه او ګړندۍ څپې به ډېر ژر پیل کړي. د نوموړي په خبره، نور اسلام اباد د افغان کډوالو د اوسېدو لپاره د هېڅ ډول مودې غځولو تابیا نه لري.

پاکستان د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې نه د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر پیل کړی، خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې کرار شوی او اټکل کېږي چې دا لړۍ به ډېر ژر بېرته چټکه شي. په ورته وخت کې ایران هم په تېره میاشت کې له خپل هېواده د افغانانو د اېستل کېدو بهیر پیل کړی چې تر دې دمه شاوخوا ۶ سوه زره افغانان یوازې په یوه میاشت کې په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني به خپل تازه پېغام کې خبرداری ورکړی و چې ایران او پاکستان نور د کډوالو د ساتلو څخه کومه ګټه نه وړي چې له همدې کبله به تر ۶مېلیونه پورې افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړای شي.

د بشري حقونو یو شمېر نړۍوالو سازمانونو اندېښنه ښودلې چې لا وار دمخه افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې له بشري ناورین، لوږې او فقر سره مخ دی چې د دغو تازه دمو ورستنېدونکو سره به دغه بحران لا پسې پراخ شي.

برېټانیا په افغانستان کې د روغتيايي پروګرامونو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د برېټانیا سفارت له شارژافېر رابرټ چټرټن ډېکسن او افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنزي سره د ځينو روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سېسټم د ښه‌والي، ظرفیت لوړوېدو، سرطان او مور او ماشوم د ناروغیو په اړه بحث شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي له برېتانوي استازو نه په روغتیايي برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د برېټانیا استازو هم په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ، خو تر دې مهاله دا څرګنده نه ده چې دغه هېواد به د افغانستان په کومه روغتیايي برخه کې همکاري کوي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۲۴ GMT+۱

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلېپ ګرانډي وايي چې د کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه کابل ته تللی دی. د طالبانو د کډوالو وزارت مرستیال شېخ کلیم‌الرحمن فاني د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې د نوموړي تود هرکلی کړی دی.

ورته مهال، د کډوالو وزارت مالي او اداري مرستیال کلیم الرحمان حقاني په اوسنیو شرایطو کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مشر سفر مهم بللی. نوموړي ویلي چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د ټولو ګډ مسوولیت دی او راستانه شوي کډوال یوازې بېړنیو مرستو ته نه، بلکې د سرپنا، زده‌کړې او روغتیا په څېر بنسټیزو خدمتونو ته هم اړتیا لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر کابل ته د خپل سفر موخه له نږدې د کډوالو د وضعیت او په دې تړاو د حل لارو موندل یاد کړي دي.

نوموړي ویلي: «که څه هم نړۍواله ټولنه له جدي مالي محدودیتونو سره مخ ده، خو د کډوالو عالي کمېشنري خپلو بشري هڅو او ملاتړ ته دوام ورکوي.» هغه همداراز له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو په ډله‌ییز ډول ایستل یوه لویه ننګونه بللې ده.

ټاکل شوې چې ښاغلی ګرانډي به د خپل سفر پر دوام، هرات ته هم لاړ شي او هلته به د راستنېدونکو کورنیو وضعیت له نږدې وڅېړي.

دا سفر په داسې حال کې تر سره کېږي چې افغانستان په بې ساري کچه د کډوالو د راستنېدو له څپې سره مخامخ دی.