پاکستاني پولیسو نن یو وار بیا اسلام‌اباد کې د افغانانو نیول پیل کړل

په اسلام‌اباد کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې پاکستاني پولیس نن (شنبه، چنګاښ ۲۸مه) د «بي۱۷ ښارګوټي» په ګډون یو شمېر نورو سیمو ته د افغانانو نیولو پسې ورغلي دي. سرچینې وایي، په دغه ښارګوټي کې پولیسو یو شمېر افغان کورنۍ هم نیولي او له ځان سره یې بيولي دي.