د وېنزویلا له بندخونو نه ۱۰ امریکایان خوشې شول

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د یوې ځانګړې هوکړې په ترڅ کې د وېنزویلا هېواد له بندخونو نه ۱۰ امریکايي وګړي خوشې شوي دي.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د یوې ځانګړې هوکړې په ترڅ کې د وېنزویلا هېواد له بندخونو نه ۱۰ امریکايي وګړي خوشې شوي دي.
روبیو جمعه (چنګاښ ۲۷مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «زه له خپل ټیم، په ځانګړي توګه د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو او د السلوادور له ولسمشر نایب بوکیله څخه مننه کوم چې د ټولو امریکایي بندیانو د ازادېدو لپاره یې د هوکړې په برخه کې مرسته وکړه. دغه هوکړه کې د وېنزویلا سیاسي بندیان هم شامل دي».
رویټرز اژانس تر دې مخکې د دوو امریکایي چارواکو له قوله لیکلي وو چې د دغې هوکړې له مخې به د السلوادور حکومت یو شمېر وینزویلایان بندیان بېرته خپل هېواد ته واستوي او په بدل کې به یې دغه هېواد بندي امریکایان خوشې کړي.