د لوېدیځي افریقا په لیبریا کې د حکومت ضد لاریونونه پیل شوي

د لوېدیځې افریقا د لیبریا هېواد په پلازمېنه کې له تېرې پنج‌شنبې راهیسې د حاکم ولسمشر جوزف بواکای د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه روان دي. لاریون‌‌کوونکي د بواکای پر ادارې د فساد، ډېموکراټیک شاتګ او اقتصادي بې‌کفایتۍ تورونه لګوي.

د لاریون‌کوونکو په وینا،‌ د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي، د پولیسو د بد چلند او پر مخالفو سیاست‌والو د فشارونو له امله ژورې اندېښنې لري.