په روسیه کې د واټساپ اپلېکېشن د بندیدو هڅې روانې دي

د روسیې پارلمان یو شمېر غړو ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې د میټا کمپنۍ د اړیکو ځانګړی «واټساپ» اپلېکېشن په دغه هېواد کې په بشپړه توګه وتړي او یو بل کورنی بدیل یې وړاندې کړي. دې سره جوخت، روسیې د واټسپ د بدیل په توګه د اړیکو لپاره د «مکس» په نوم یو بل اپلېکېشن فعال کړی.