د سوریې د بشري حقونو د څار ډله: دروزیانو د سوېدا ښار کنټرول بېرته ترلاسه کړی

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د شنبې ماښام اعلان وکړ، چې دروزيانو د سوریې په سوېل کې د سوېدا له ښار څخه خپل رقیب وسلهوال اېستلې دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د شنبې ماښام اعلان وکړ، چې دروزيانو د سوریې په سوېل کې د سوېدا له ښار څخه خپل رقیب وسلهوال اېستلې دي.
دا پېښه تر هغه وروسته رامنځته شوه، چې د امریکا په منځګړيتوب یوه هوکړه وشوه او د دې هوکړې موخه د اسراییل له خوا د لا زیاتو پوځي مداخلو مخنیوی و، چې د سوریې حکومت بیا د اوربند امر صادر کړ.
له دې سره-سره، نښتې لا هم د سوېدا ولایت په نورو برخو کې روانې دي.

د ویتنام رسنیو راپور ورکړی، چې د ها لونګ بې په نوم سیلاني سیمه کې یوه کښتۍ اوبو کې ډوبه شوې، چې له امله یې ۱۸ کسان مړه او لسګونه نور لا هم ورک دي.
د راپورونو له مخې، په دې کښتۍ کې د عملې په ګډون ۵۳ سیلانیان چې د ویتنام د هالونګ بې په نوم سیلاني سیمې ته تللي وو، خو د ناڅاپاني زورور باران له امله یې کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوې ده.
د یادې پیښې په اړه راپورونو کې ویل شوې، چې پوله ساتو ځواکونو د کښتۍ ۱۲ سورلي ژوندي ژغورلي او د ۱۸ کسانو مړي یې له اوبو را ایستلي دي.
چارواکو د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې په اوبو کې د ډوب شویو پاتې کسانو لټون دوام لري.
امریکا د پیټریټ هوایي دفاع سیسټم یو بل نسل جرمني ته لېږدوي، ترڅو برلین د اوکراین لپاره د خپلو ژمنو په اساس دوه پیټریټ دفاعي سیسټمونه ژر ولېږدوي. دغه پریکړه د سویس له خوا د پیټریټ سیسټمونو د ځنډېدو وروسته شوې ده.
وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، امریکا به د پیټریټ هوایي دفاع سیسټم خپل راتلونکې نسخې د سویس پر ځای جرمني ته واستوي، تر څو برلین ته چانس ورکړي چې د اوکراین لپاره دوه پیټریټ سیسټمونو ژمنه پر وخت پوره کړي.
دا اقدام د امریکا د دفاع وزارت لخوا د اوکراین لپاره د وسلو رسولو په برخه کې یوه مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۷مه وویل چې هغه د اوکراین لپاره د اضافي پوځي مرستو ملاتړ کوي.
ټرمپ وروسته یو پلان وړاندې کړ، چې له مخې به ناټو او د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه د امریکا جوړې شوې وسلې د اوکراین لپاره واخلي.
د بریټانیا اېسېکس (Essex) نړۍوال پوهنتون افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري ته افتخاري دوکتورا ورکړه. دغه پوهنتون ویلي، ولي محمد نوري ته یې دغه دوکتورا د ستونزو پر وړاندې د مبارزې، د بېلابېلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، بشري خدمتونو او په ټولنه کې د اغېزناک نقش له امله ورکړې ده.
ولي محمد نوري ته د دغه افتخاري دوکتورا ورکړې په مراسمو کې د بریتانیا د پاچا د ځانګړي استازي په ګډون ګڼو نورو چارواکو هم ګډون درلود.
د منډو دغه لوبغاړی چې اوس په لندن ښار کې ژوند کوي شاوخوا یوه نیمه لسیزه مخکې په هلمند ولایت کې د یوې ماین چادونې له امله په سترګو معلول شو او تر اوسه یې د منډو په برخه کې په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې لومړي مقامونه ګټلي دي.
د پاکستان پولیسو د عمران خان پرکټی او د هغه د مېرمنې بشرا بيبي زوی موسی مانیکا پر خپل خدمتګار د ډزو په تور نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ موسی مانیکا خپل خدمتګار په کار کې د سستۍ له امله په ډزو ویشتی دی.
ډان ورځپاڼې لیکلي، چې مرمۍ د خدمتګار پر پښه لګېدلې او سخت ټپي شوی دی.
دا پېښه د پنجاب ایالت د ساهیوال ښار په پاکپتن سیمه کې شوې ده.
د ټپي خدمتګار پلار پولیسو ته عریضه کې ویلي، د عمران خان پرکټي یې ځکه پر زوی ډز کړی چې د هغه بستر یې لمس کړی و.
موسی مانیکا د بشرا بيبي او خاور فرید مانیکا زوی دی. بشرا له خاور فرید مانیکا سره تر جنجالي طلاق وروسته د پاکستان له پخواني لومړي وزیر عمران خان سره واده کړی.
د سوریې د کړکېچ په تړاو د ملي امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې که څه هم له اسراییل څخه په سملاسي توګه د بریدونو د درولو غوښتنه وشوه؛ خو تر غونډې څو ساعته وروسته هم راپورونه په ډاګه کوي، چې جګړه لا نه ده درېدلې او السویدا کې ۵۹۴ تنه وژل شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ راپور ورکړی، چې د السویدا ولایت په تاوتریخوالیو کې لږ تر لږه ۵۹۴ کسان وژل شوي دي. د وژل شویو یوه زیاته برخه ملکي وګړي دي.
له وژل شویو کسانو څخه ۳۰۰ تنه د دروزی قوم غړي دي او تر ۲۵۰ ډېر د سوریې دولتي ځواکونو پورې تړلي دي.
همداراز، اسراییل هم هوايي بریدونه کړي دي، چې د بنیامین نتنیاهو په وینا د دروزی اقلیت د ملاتړ لپاره ترسره شوي؛ خو په دغو بمباریو کې یو شمېر سوریایي سرتېري هم وژل شوي دي.