د امریکا په لاس انجلس کې د پولیسو په روزنیز مرکز کې چاودنې درې افسران ووژل

د امریکایي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په لاس نجلس کې د ولایتي پولیسو یا شېریف ادارې په یوه روزنیز مرکز کې د چاودنې په ترڅ کې درې افسران وژل شوي دي. د دغې ادارې مشر رابرټ لونا هم دا شمېره تایید کړې؛ خو په دې تړاو یې د نورو جزییاتو له وړاندې کولو ډډه کړې ده.