• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جولای ۲۰مه د شطرنج نړۍواله ورځ؛ طالبانو ترې دمګړۍ افغان ولس محروم کړی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۱

د شطرنج نړۍواله ورځ په ټوله نړۍ کې د دغې پخوانۍ او فکري لوبې د ارزښت او پراخې مینې د درناوي له کبله نمانځل کیږي. شطرنج یوه ذهني، ستراتیژیکه او تاریخي لوبه ده چې څه باندې یو زرو او ۵۰۰ کاله پخوانۍ مخینه لري.

د معلوماتو له‌مخې، دا لوبه لومړۍ په هند کې پیل شوې، بیا ایران، عرب نړۍ او وروسته اروپا ته رسېدلې ده.

د شطرنج نړۍواله ورځ په لومړي ځل د ۱۹۲۴ کال د جولای پر ۲۰مه د شطرنج د نړۍوال فدارسیون له جوړېدو سره سمه اعلان شوه.

دغه لوبه په افغانستان کې هم ډېر مینه‌وال لري، خو طالبان وايي چې د شرعي ملاحظاتو له کبله تر نامعلومې نېټې بنده ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په شپږیزه کرېکټ لیګ کې امو لوبډلې بُست او مس عینک سپین‌غر ته ماتې ورکړه

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۴۱ GMT+۱

د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالیو کې پرون شنبه (چنګاښ ۲۸مه) دوه سیالۍ وشوې چې لومړی یې د امو او بُست لوبډلو ترمنځ او دویمه یې د مس عینک او سپین‌غر ترمنځ وه.

د لومړۍ لوبې په جریان کې د بست لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په زیان سره مقابلې لوبډلې ته ۱۴۸ منډو هدف ورکړ.

امو لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۹م اور کې د څلورو لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې وګټله.

په دویمه لوبه کې سپین‌غر لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په زیان سره ۱۵۱ منډې جوړې کړې.

مس عینک لوبډلې د څلورو لوبغاړو په زیان ټاکل شوی هدف پوره کړ او په دغه سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې به نن یکشنبه د ( چنګاښ ۲۹مه) بند امیر ښاماران د مس عینک اتلانو پر وړاندې لوبه وکړي او په دویمه لوبه کې به بُست ساتونکي د سپین غر پړانګانو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

پاکستانۍ ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوالو لوبو مهال وېش اعلان کړ

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۵ GMT+۱

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوالو لوبو لپاره خپل مهال وېش اعلان کړی دی. دغه مهال وېش چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کال لپاره دی، له پیاوړو لوبډولو سره د پاکستانۍ لوبډلې لپاره یو ورځنۍ او شل اوریزې سیالۍ په پام کې نیول شوې دي.

د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي چې اعلان شوی مهال وېش به د دوو نړۍوالو جامونو لپاره د چمتووالي برخه وي.

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۵ نړۍوال پنځوس اوريز جام او ۲۰۲۶ شل اوريز نړیوال جام کې برخه واخلي.

په اعلان شوي مهال وېش کې پاکستانۍ لوبډله له ایرلېنډ، سوېلي افریقا، زمبابوې او وېسټ انډیز سره یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې لري.

د ښځو د کرېکټ د نړیوال جام یو ورځنی سیالۍ به د روان کال په اکټوبر او شل اوریزې سیالي به یې د راتلونکې ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې ترسره شي.

شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ نن په کابل کې پیل شوې

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۴ GMT+۱

د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ نن (شنبه) سهار په رسمي ډول د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې.

د پرانیستې په مراسمو کې د کرېکټ بورډ مشرتابه، د کرېکټ ملي لوبغاړو، د سپورټ لپاره د طالبانو د ادارو ځینو استازو او یو شمېر بهرنیو مېلمنو هم برخه اخیستې وه.

په دې سیالیو کې د افغانستان له ټولو زونونو پنځو لوبډلې سپین‌غر، امو، بند امیر، بُست او مس عینک برخه لري.

د یادو پنځو لوبډلو په نوملړ کې د ځوانو لوبغاړو سربېره د کرېکټ د ملي لوبډلې یو شمېر مشهور لوبغاړي هم تر سترګو کیږي.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه د بُست او امو لوبډلو ترمنځ پیل شوې او تمه ده چې هره ورځ به دوه لوبې ترسره شي.

یادې سیالۍ به د راتلونکې اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې په کابل کې دوام ولري.

د یادونې ده، تېر کال د شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو اتلولي امو لوبډلې ګټلې وه.

د بریتانیې یوه پوهنتون افغان لوبغاړي ولي محمد نوري ته افتخاري دوکتورا ورکړه

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۱

د بریټانیا اېسېکس (Essex) نړۍوال پوهنتون افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري ته افتخاري دوکتورا ورکړه. دغه پوهنتون ویلي، ولي محمد نوري ته یې دغه دوکتورا د ستونزو پر وړاندې د مبارزې، د بېلابېلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، بشري خدمتونو او په ټولنه کې د اغېزناک نقش له امله ورکړې ده.

ولي محمد نوري ته د دغه افتخاري دوکتورا ورکړې په مراسمو کې د بریتانیا د پاچا د ځانګړي استازي په ګډون ګڼو نورو چارواکو هم ګډون درلود.

100%

د منډو دغه لوبغاړی چې اوس په لندن ښار کې ژوند کوي شاوخوا یوه نیمه لسیزه مخکې په هلمند ولایت کې د یوې ماین چادونې له امله په سترګو معلول شو او تر اوسه یې د منډو په برخه کې په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې لومړي مقامونه ګټلي دي.

د پاکستان د ۱۶ کلنو والیبال لوبډله د اسیا د اتلولۍ نیمه پایلوبې ته ورسېده

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۱

د پاکستان د ۱۶ کلنو کم عمره والیبال لوبډلې اندونیزیا ته ۳ پر ۰ ماتې ورکولو سره د اسیا د ۱۶ کلنو والیبال سیالیو نیمه پایلوبې ته لار وموندله. د پاکستان د والیبال لوبډله به په نیمه پایلوبه کې د ایران له لوبډلې سره مخ او خپل بخت به وازمايي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسیا ۱۶ کلنو کم عمره والیبال سیالۍ په ټایلنډ کې پیل شوي دي.

پاکستان او ایران لوبډلو په اېف ګروپ کې خپلې ټولې سیالۍ ګټلي او سبا پنجشنبه به په نیمه پایلوبه کې یو د بل په وړاندې ولوبېږي.

د پاکستان د والیبال لوبډله نیمه پایلوبې ته په رسېدو د راتلونکي کال د والیبال د ۱۷ کلنو د نړۍوال جام لپاره هم مستقیم ګډون خپل کړی دی.