• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې د یوې ښځې او نارینه د وژنې په تړاو ۱۴ کسان نیول شوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۲۵ GMT+۱

په بلوچستان کې د یوې ښځې او نارینه د وژنې په تړاو د یوې قبایلي شورا د مشر په ګډون ۱۴ کسان نیول شوي دي. یاد کسان د «نامشروع» اړیکو په تور د خپلوانو له لوري یې د «غیرت» په نوم وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د دغې وژنې قربانیان بانو بي بي او احسان الله بلل شوي، چې تېره میاشت له تېښتې وروسته نیول شوي او په ډزو وژل شوي دي.
پېښه هغه مهال د خلکو پاملرنه جلب کړه، کله چې د دې وژنې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

په ویډیو کې لیدل کېږي، چې دغه جوړه په ډزو وژل کېږي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، ښځه د خپل ورور له‌خوا ووژل شوه، څوک چې د خپلې کورنۍ او قبیلې له لوري د دې کار لپاره هڅول شوی و.

د بلوچستان د پولیسو مشر معظم جاه انصاري ویلي دي، چې د قبیلې مشر شېرباز ستک‌زۍ د دې وژنې امر ورکړی و.

نوموړی او ۱۳ نور کسان اوس د پولیسو په توقیف کې دي.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي د دوشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل: «موږ به دا یقیني کوو چې ټول عاملین عدالت ته وسپارل شي. دا یوه ساده شخړه نه، بلکې یو څرګند جنایت او بې‌رحمانه قتل دی.»

لومړني راپورونه ښيي، چې ګواکې یادو وژل شویو کسانو د خپلو کورنیو له اجازې پرته واده کړی و، خو چارواکو دا خبره رد کړې.

بګټي ټینګار وکړ: «هېڅوک حق نه لري چې انسان وژني، هغه هم په داسې ظالمانه توګه او بیا یې ویډیو هم جوړوي. دا یو قتل دی، دا یو جرم دی.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني طالبان د څار او بریدونو لپاره تجارتي ډرونونه مسلح کوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۷ GMT+۱
•
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ بې‌پیلوټه الوتکو او بریدونو پر پاکستاني طالبانو فشار ډېر کړی او درندې مرګ ژوبلې یې ور اړولې، وسله‌وال د دغو بریدونو پر وړاندې نوې لارې لټوي. اوس هغوی د ارزانه تجارتي ډرونونو په لټه کې دي چې د جګړې په ډګر کې د دوی لپاره یو حمایوي چتر رامنځته کړي.

دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ټي ټي پي اړوند ځینې سیمه‌ییز همکاران له تېرو دریو میاشتو راهیسې په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې په هغو شرکتونو پسې ګرځي، چې چینايي تجارتي ډرونونه، یا کواډکوپترونه، واردوي. خو خبره یوازې د پېرلو نه ده. دغه ډلې هڅه کوي تخنیکي کسان او د پوهنتونونو محصلان هم پیدا کړي، څو دا ساده ډرونونه داسې تعدیل کړي، چې بم یا مرمۍ وغورځولی شي.

یوه سرچینه، چې له دغو کسانو سره یې لیدلي، وایي، « دوی غواړي داسې ډرونونه عیار کړي، چې په لومړي ګام کې څار وکړای شي او په دویم ګام کې لږ تر لږه تر ۱۰ کیلومترو یا تر دې لرې هدف ته بمونه ورسولی شي. د دې لپاره باید د ډرون تخنیکي برخې، لکه بېټرۍ او کمرې بدلې شي او دا کار له متخصصو کسانو پرته ممکن نه دی».

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې لومړی ډرون برید د حافظ ګل بهادر ډلې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې کړی او وروستۍ د ډرون برید هڅه د جولای پر ۱۹مه د بنو ولسوالۍ د میریان امنیتي حوزې په حدودو کې وه، چې پاکستاني ځواکونو تر برید وړاندې شنډه کړه. د بنو د میریان امنیتي حوزې مسوولانو د هاوان هغه مرمۍ هم وښودې، چې ټي ټي پي غوښتل پر امنیتي حوزه یې وکاروي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې جنګیالیو تر برید وړاندې ډرون ډیورنډ کرښې ته څېرمه په لمن سیمه کې ازمویلی و. د سرچینې په وینا، « د دوی په لاس کې موجود ډرونونه تر اوسه یوازې د ورځې کار کوي او یوازې ساکن اهداف په نښه کولای شي».

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړه، چې «پاکستاني طالبانو غوښتل دغه ډرونونه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وکاروي، خو د طالبانو حکومت یې مخه نیولې ده. دغه راز دوی له طالبانو نه هم د څارونکو الوتکو غوښتنه کړې، خو هغوی ترې انکار کړی دی».

سرچینې وايي، چې طالبانو ته له امریکایانو ګڼې څارونکې الوتکې پاتې شوې دي، چې شاوخوا یو متر اوږدوالی او په لکۍ کې یو څرخ لري. دغه الوتکې یوازې د کشف لپاره کاریږي او ځینې وخت یې طالبان پخپله فضا ته الوزوي.

سرچینو وویل، چې کواډکاپټرونه ټي ټي پي او د ګل بهادر ډلې دواړو ترلاسه کړي دي، خو له دې امله یې نه کاروي، چې سیسټم یې پرمختللی نه دی او زر کشف کېدای او له منځه وړل کېدای شي.

خو اوس جنګیالي غواړي پرمختللي ډرونونه ومومي چې حرارتي کمرې ولري او د شپې له خوا اهداف او د دښمن حرکات وڅارلای شي.

100%

حرارتي کمرې (thermal cameras) په جګړه کې د ډرونونو د اغېز کچه څو برابره لوړولای شي او د شپې له مخې د انساني بدن، موټرو، یا نورو تودوخه لرونکو څیزونو موقعیت کشفوي. د دې لپاره د ډي جې ای مټریس (DJI Matrice) په څېر ډرونونو ته اړتیا ده، چې وزن انتقالولی شي او حرارتي کمره، اضافي بیټرۍ او نور سنسرونه پکې ځای پرځای کېدای شي.

په ازاد بازار کې، د چینايي ډي جې ای ډرون مختلف ډولونه موندل کېږي او بیې یې هم مناسبې دي، خو دا وړې الوتکې زر کشفېږي او شنډېدای شي ځکه پاکستانی پوځ د ډرون ضد وسایلو پراخ سیسټمونه، جیمرونه او ټکنالوژي کاروي.

بل‌خوا، د امنیتي اندېښنو له امله افغانستان او پاکستان ته د ځینو تخنیکي وسایلو واردات بند شوي، چې پرمختللي ډرونونه، پټاکۍ او ټي ټي تومانچې پکې شاملې دي.

د طالبانو حکومت له اجازې پرته د ډرون پر استعمال بندیز لګولی او په فبروري میاشت کې یې په بامیان ولایت کې یوه برېټانیايۍ جوړه، باربي او پیټر رینولډز له دې امله زندان ته واچول، چې ددوی په وینا، په خپل سر یې الوتکه پورته کړې وه.

چین، ټي ټي پي او بلوچ بېلتون‌پالو ډلو ته د دغو وسایلو د رسیدو له ویرې دا ډول صادرات محدود کړي دي. پټاکۍ اوبارودي مواد، چې پخوا د سړک جوړونې شرکتونو له لارې پاکستان ته واردېدل، اوس بند شوي یا ازاد مارکیټ ته یې رسېدل ناشوني شوي دي.

دغو محدودیتونو پاکستاني طالبان د ایران بازارونو ته متوجه کړي، چې ډرونونه یې د منځني ختیځ په جګړو کې موثر ثابت شوي، خو د ایران او اسراییل له جګړې وروسته په ایران کې پر بې پیلوټه څرخکو بندیزونو دا احتمال اوس کم کړی، چې دغه ډلې دې ایراني ډرون څرخکې ترلاسه کړای شي.

د ایران پارلمان د یوې مصوبې له لارې د بې پیلوټه څرخکو واردات، صادرات، تولید، وېش، پېرل او پلورل ټول بند کړل.

د ټي ټي پي جنګیالیو دغه رازپه لویه کچه د هونډا موټرسایکل بیټرۍ هم پېرلې دي، چې د سړک غاړې چاودېدونکو توکو او د زیات وخت لپاره په هوا کې د ډرونونو د پاتې کېدو لپاره موثرې ګڼل کیږي.

100%

د ټي ټي پي جنګیالیو له دې وړاندې معمولاً شپږ بېلا بېلې کوچنۍ بېټرۍ په یوه قالب کې سره تړلې، چې د یوه ماین د ریموټ کنټرول فعالولو لپاره یې ولتاژ برابر کړي، خو ددې بېټریو چارج زر ختمېده او ماین ایښودونکی مجبور و چې بېرته ورشي او نوې بېټرۍ پکې کیږدي. دې چارې د مرګ خطر درلود او په ډېرو خپل ماینونه وچاودېدل.

خو اوس جنګیالي په خپلو ماین چاودنو کې د هونډا موټرسایکل بیټرۍ کاروي، چې تر یوې اونۍ چارج ساتي او د ایکم مخابرو له لارې فعالېږي.

پاکستاني طالبان ولې د ډرونونو په لټه کې دي؟

د پاکستان پوځ ته په وروستیو څلورو کلونو کې د ټي ټي پي او بلوڅ جنګیالیو په لاسونو کې پرمختللې امریکایۍ وسلې مرګونې ثابتې شوې، خو اسلام اباد اوس خپله جنګي او عملیاتي ستراتیژي بدله کړې او په خپلو عملیاتو کې یې د بې پیلوټه الوتکو او څلور وزرو ډرونونو استعمال زیات کړی دی.

د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې په وروستیو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو اعلان وکړ، چې د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل کې یې ۵۴ وسله وال جنګیالي په داسې حال کې ووژل، چې له ډیورنډ کرښې اوښتل. د برید له ویډیو برېښي چې جنګیالي په ډله ییز او یوځايي ډول وژل شوي او شاوخوا لوړې ونې هم له بېخه ماتې شوې دي. د پاکستان پوځ ته نږدې سوشل اکاونټونو دغه برید د بې پیلوټه الوتکې برید وباله. دې ته ورته څو نور بریدونه هم شوي، چې ټول یې د جنګیالیو لپاره مرګوني ثابت شوي.

د جنګیالیو خلاف ډېری کارېدونکي ډرونونه د منځنۍ ارتفاع ډرون دي، چې پخپله په پاکستان کې تولیدیږي او طالبان یې د راغورځولو یا شنډولو لپاره اړتیا وړ وسلې او وسیلې په لاس کې نه لري.

پاکستاني پوځ د جنګیالیو خلاف د ډرون استعمال نه دی تایید کړی، خو د سیمې خلک، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي (پي ټي ایم) او د تحریک طالبان پاکستان سرچینې مني چې «پوځ اوس ډېری بې‌پیلوټه الوتکې کاروي».

د پاکستان پوځ له ۲۰۱۵ کال راهیسې چې د خپل لومړي وسله‌وال ډرون «براق» بریالۍ ازموینه وکړه، په دې برخه کې خپلواک تولید ته مخه کړې ده. د پوځ درې واړې برخې ځمکنۍ، هوایي او سمندري ځواکونه د څارنې، جاسوسۍ او هدفي بریدونو لپاره بې‌پیلوټه الوتکې استعمالوي.

د هند او پاکستان په وروستۍ جګړه کې د ډرون موثریت اسلام اباد د دې وسیلې پر اغیزناکتوب لا باوري کړی دی.

تر ټولو مهم کورني جوړ شوي ډرونونه یې «براق»، « ابابیل» او «شاهپر» دي، چې معمولا په یاغیګرۍ ضد جګړو کې کورنی مصرف لري. پر دې سربېره څلور او شپږ وزري ډرونونه هم کاریږي.

براق یو مسلح ډرون دی چې د پاکستان د ملي انجنیري ادارې (NESCOM) له خوا جوړ شوی او لیزري هدایت وړ «برق» توغندی هم ورسره لېږدوي.

پاکستانی پوځ د استخباراتو او څارنې لپاره شاهپر۱ او د پرمختللو بریدونو لپاره شاهپر۲ استعمالوي.

پر دې سربېره دوی کواډ کوپټرونه هم کاروي. دغه ډرونونه ډېری د شپې لید او حرارتي کمرې وړتیاوې لري، خو پاکستاني طالبان ادعا کوي چې د شپې عملیات پر دوی دومره اغیز نه پرېباسي.

افغانستان انټرنشنل د پاکستان د ډرون بریدونو څو خپرې شوې ویډیوګانې څیړلې، چې ښيي په غوڅ ډول د ورځې شوي دي.

100%

افغانستان انټرنشنل د پاکستان له پوځي چارواکو نه د دغو ډرون بریدونو په اړه د تبصرې غوښتنه وکړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی.

د پاکستاني طالبانو د ګل بهادر ډلې یوه سرګروپ له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پوځ اوس له چینایي وړو ډرونونو کار اخلي، چې د ۸۵ ملي متري هاوان مرمۍ توغوي. نوموړی زیاتوي، چې « د دغو ډرونونو اغیز د ورځې زیات دی ، خو د شپې کار نه ور کوي».

په تېرو څو میاشتو کې د ټي ټي پي او ګل بهادر ډلې د جنګیالیو تلفاتو دغه ډلې اوس دې ته اړ اېستې دي، چې پر ډیورنډ کرښه تر اوښتلو ، یا برید وړاندې شاوخوا سیمې وڅاري او دا څار دوی غواړي د څارګرو ډرونونو له لارې وکړي. پر دې سربېره، دوی د « رویباران» په نامه د څارګرو یوه ډله ګومارلې، چې د تشکیلونو او جنګیالیو د نقل او حرکت او د پاکستاني پوځ د تحرکاتو پرمهال د قوماندې مراکزو ته پر وخت معلومات ور کړي.

د جګړې ډګر ته د نوې ټکنالوژۍ او ډرون الوتکو په راتګ سره وسله والې ډلې د څار او بریدونو لپاره ارزانه متبادل پیدا کوي، خو دغه متبادل د ځانمرګو بریدونو او سړک غاړې چاودنو په څېر دودیزو جګړه ییزو تاکتیکونو په پرتله ښايي دمګړۍ ډېر اغیزناک نه وي.

پاکستاني طالبانو تراوسه د ډرون بریدونو رسمي اعلان نه دی کړی.

د ټي ټي پي ویاند په دې اړه د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې په لنډو ټکو کې وویل: «تر کومه چې زه پوهیږم، تر اوسه داسې څه خبره نشته».

پاکستان کې د سختو ورښتونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۶ ته لوړ شو

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۱

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې د تېرې جون میاشتې له ۲۶مې نېټې راهیسې د روانې جولای میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې په پاکستان کې د سختو وروښتو له کبله ۲۱۶ کسان مړه او ۵۸۲ نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، مړه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ ډېره مرګ ژوبله په پنجاب، خیبرپښتونخوا او سند ایالتونو کې خلکو ته اوښتې ده.

پښتونخوا؛ اورکزۍ ایجنسۍ کې «ټي‌ټي‌پي» ۸ پاکستاني عسکر وژلي او ۱۴نور یې ټپیان کړي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۱۱ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت اورکزۍ ولسوالۍ اړوند په غونډه مېله سیمه کې «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو د پاکستاني پوځیانو پر پوستو بریدونه کړي او د ۸ عسکرو وژل کېدو تر څنګ یې ۱۴ نور ټپیان کړي دي.

د خراسان ډایري په نوم یوې پاکستاني رسنۍ لیکلي، چې شاوخوا ۱۵۰ وسله‌والو دغه بریدونه له تېرې شپې راهیسې پیل کړي وو او د دوشنبې ورځې تر سهاره یې دوام وکړ.

راپور کې راغلي، چې د پاکستاني پوځیانو په ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه د «ټي‌ټي‌پي» ۳تنه بریدګر هم وژل شوي دي.

د ټي‌ټي‌پي جماعت الاحرار څانګې پر خپل ټېلګرام چېنل د دغه برید مسوولیت منلی دی؛ خو د پاکستان پوځ لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا‌ په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یکشنبه د (چنګاښ ۲۹مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره د «ټي‌ټي‌پي» د مخنېوي په تړاو خبرې اترې وکړې.

د راپورونو له مخې؛ نقوي په دې سفر کې له طالبانو غوښتي، چې په خپله خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» د پناه ځایونو او غړو پر ضد جدي اقدامات وکړي؛ دا هغه غوښتنه ده، چې څو، څو ځله اسلام اباد له یادې ډلې کړې ده.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له پرله‌پسې دوه سفرونو وروسته پاکستاني رسنیو او چارواکو ډاډ څرګند کړی و، چې طالبانو د «ټي‌ټي‌پي» پر ضد د اسلام اباد په غوښتنه ځینې اقدامات کړي؛ خو اوس د نقوي وروستی سفر په ډاګه کوي، چې د پاکستان غوښتنې له طالبانو نه دي پوره شوي او لا هم د «ټي‌ټي‌پي» په تړاو ژورې اندېښنې لري.

طالبانو په وار، وار د اسلام اباد هغه ادعاوې رد کړې، چې ګني د پاکستاني طالبانو غړي په افغانستان کې ښکاره پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه د دوی پر ضد بریدونه پلانوي.

پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره سم په پاکستان کې هم د «ټي‌ټي‌پي» جنګیالیو بریدونه پراخ شوي او یو لامل یې په افغانستان کې د دوی د متحدې ډلې واک ته رسېدل ګڼل کېږي.

د پاکستان پوځ ادعا: په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ۱۸ وسله وال وژل شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د فتر له خوا په خپرو شویو خبرپاڼو کې ادعا شوې، چې پوځ په بېلابېلو عملیاتو کې د خیبرپښتونخوا په هنګو او ملاکنډ کې ۱۴ او په بلوچستان ایالت کې څلور وسله وال وژلي دي. پاکستانی پوځ وايي، دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په خېبرپښتونخوا کې عملیات له هغه وروسته شوي چې وسله وال له ډیورنډ کرښې واوښتل.

دوی دغه راز ویلي چې په دې عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو یو شمیر وسله وال ټپیان شوي هم دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د استخباراتو پر بنسټ عملیات د جولای پر ۱۹-۲۰ شپه د "د هند د پراکسي ډلې پورې اړوند ترهګرو د شته والي راپور" پر بنسټ ترسره شول. دا عملیات د بلوچستان ابالت د کلات په سیمه کې ترسره شوي دي.

پاکستانی پوځ خپلو وسله والو مخالفانو ته د هند پراکسي او فتنه الخوارج ډلې اصطلاحات کاروي.

د پاکستان د امنیتي ادارو ددې ادعاګانو په اړه تر دې دمه نه تحریک طالبان پاکستان او نه هم بلوڅ بېلتون پالو کوم غبرګون ښودلی، خو پر ټولنیزو شبکو خپره شوې یوه ویډیو کې وسله وال په هنګو کې د جګړې پرمهال ښودل کیږي چې شاته یې د اور لمبې پورته کیږي.

په ملاکنډ کې د وسله والو پر ضد عملیات؛ پنځه وسله وال وژل شوي او ۸ نور ژوندي نیول شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ کې د پولیسو او ترهګرۍ ضد څانګې له خوا ګډ عملیات ترسره شوي، چې پکې لږ تر لږه پنځه وسله وال وژل شوي، دوه ټپیان او اته نور ژوندي نیول شوي دي. چارواکي وايي، دغه وسله وال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي وو.

د ملاکنډ د درګۍ تحصیل د مرستیال کمېشنر وحیدالله خان د معلوماتو له مخې، دا عملیات د شنبې په ماښام د مهرډۍ په سیمه کې ترسره شول.

نوموړي وویل: «پولیسو او سي ټي ډي په دغه بریاليو عملیاتو کې برخه واخیسته، پنځه ترهګر له منځه یوړل شول، دوه نور ټپیان شوي او اته تنه نور ژوندي نیول شوي دي.»

وحیدالله خان زیاته کړه، چې نیول شوي کسان د سي ټي ډي مرکز ته لېږدول شوي او ټپیان د درګۍ تحصیل روغتون ته انتقال شوي دي.

نوموړي دا هم تایید کړه، چې دغه وسله وال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي وو او په سیمه کې یې د تاوتریخوالي په ګڼو پېښو کې لاس درلود.

یاده دې وي، چې پاکستان د ۲۰۲۵ د نړۍوال ترهګرۍ د شاخص له مخې دویم مقام لري او د راپورونو له مخې، یوازې په تېر یو کال کې د ترهګریزو پېښو له امله د تلفاتو کچه ۴۵ سلنه زیاته شوې، چې ۱۰۸۱ کسان پکې وژل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي سره امنیتي ځواکونو هڅې هم پراخه کړې دي.